fbpx

د پوهنې وزارت: راتلونکي ښوونيز کال ته د ښوونې د کتابونو د چاپ امکانات نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پوهنې وزارت وايي چې که د د ولت له لوري کافي بوديجه ترلاسه نه کړي د راتلونکي ښوونيز کال ټول ښوونيز کتابونه نه شي چاپ کولی.

د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبير حقمل وايي لکه څنګه چې د هېواد ښوونځيو ته اړتيا ده په هغه ډول ښوونيز کتابونه د پوهنې وزارت ته د ورکړل شوې بوديجې په مرسته نه شي تيارولی او نه شي کولی چې د راتلونکي ښوونيز کال له پاره ټولو ښوونځیو ته د کتابونو د کمښت ستونزه هواره کړي.

نوموړي وويل چې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې دغه ستونزه له دولت سره شريکه شوې چې د هېواد د ښوونځيو د کتابونو ستونزه حل کړي خو دولت په دې نه دی توانېدلی چې دغه ستونزه دې په تېرو څوارلس کالونو کې حل کړي.

په افغانستان کې د هر ښوونيز کال له پېل وروسته د ولايتونو او ولسواليو زده کوونکي ډېر ځله په ښوونځیو کې د کتابونو د کمښت او نه شتون له امله سر ټکوي او وايي چې ددوی ښوونځيو ته هغه مهال کتابونه ور رسيږي چې ښوونيز کال نيمايي ته رسېدلی وي، چې له امله يې ځينې زده کوونکي په ازموينو کې پاتې راځي.

خو د پوهنې وزارت وايي چې په سږني ژمي کې به نږدې ۳۰ ميليونه ښوونيز کتابونه د هېواد پر بيلابېلو ښوونځيو وويشل شي چې له دې سره د ښوونځيو د ۸۰ سلنه کتابونو د کمښت ستونزه د راتلونکي ښوونيز کال له پاره حل شي.

نوموړي وويل چې دپوهنې وزات اوس هم ۷ ميليونه ټوکه کتابونه لري او په نږدې يوه مياشت کې به له هند او ويتنام څخه ۲۰ ميليونه ټوکه نور کتابونه هم هېواد ته وارد شي.

دا په داسې حال ده چې نن د هېواد ۱۳ بېلابېلو ولایتونو ته د څه له پاسه دوو ميليونو ښوونيز کتابونه چې د افغانستان په چاپخونو کې چاپ شوي و، دليږد بهير پيل شو.

د پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبير حقمل د دغو دوه ميليونه کتابونو په اړه وويل چې دا کتابونه په ۱۱ کورنيو مطبعو کې د څه له پاسه يو ميليون ډالرو په ارزښت چاپ شوي وو او په کابل، کندهار، ننګرهار، زابل، پروان، لوګر، بغلان، کندز، کونړ، کاپيسا او پنجشير په ولايتونو کې ويشل کيږي.

هغه وويل چې د راتلونکي کال د سلواغې مياشتې پورې شاوخوا ۳۰ ميليونه کتابونه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وېشل کيږي چې له دې سره به د ۸۰ سلنه ښوونځيو د کتاب د کمښت ستونزه د راروان ۱۳۹۵ ښوونيز کال له پاره حل شي.

نوموړي دا هم وويل چې د ماشومانو نړيوال وجهي صندوق(يونيسف) د ۵۰ ميليونو ټوکو کتابونو د چاپ ژمنه کړې ده او تمه ده چې د راتلونکي کال په لومړيو کې يې بوديجه وزارت ته په واک کې ورکړي.

نوموړي وويل چې که حکومت غواړي د افغانستان د ښوونځيو د ښوونيزو کتابونو ستونزه سل په سلو کې هواره کړي په کار ده چې د کتابونو د چاپولو له پاره نږدې ۲۳ ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د