نظــر

تر قانوني وروسته، د سولي عالي شورا څوک رهبري کولی شي

لیکوال: پیاوړی ځواک

د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا تر نوم لاندې په دولتي چوکاټ کې یوه اداره رامنځته کړه. دا چې د یادې ادارې اصلي موخه د سولې راوړل وو او که څو تنو د څوکیو وږیو ته د تنخوا پیدا کول؛ ټولو ته ښه جوته ده. خو د ولسمشر غني په وخت کې یاده اداره د هېواد د لومړۍ درجه ستونزو د حل په موخه تر ټولو ډېره مطرح ده. ولسمشر هم څو څو ځلې په بېلابېلو غونډو کې په سوله ټینګار کړی او سوله یې د خپلو کړو ژمنو! له لومړۍ لیکې حساب کړې ده.

کله چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر د سولې عالي شورا له مشرۍ ګوښه شو، دغه شورا د ولایتونو په څېر د سرپرستۍ د سرېښو ډنډ ته ولوېده. سره له دې چې ولسمشر د سولې لپاره ځینې هلې ځلې وکړې، خو آدرس یې ډېر تت او نامعلوم و. کله به یې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال د مذاکرو لپاره لېږه او کله دین محمد خان، چې د دغې ډول مذاکرو لاسته راوړنه تر دې دمه په نشت حساب ده.

ښاغلي غني د یادې ادارې ارزښت ته په کتو سره زړه ښه کړ، څو له سرپرستۍ یې راوباسي او وروسته له دې له همدې آدرس څخه د سولې لړۍ پیاوړې کړي. ولسمشر تر ډېره په ښاغلي یونس قانوني (هغه څوک چې د طالبانو لومړۍ درجه دوښمن دی او د مقاومت په دوره کې یې د دوی پروړاندې ډېرې جګړې په مستقیم او نامستقیم ډول رهبري کړې دي.) فکر کاوه، خو د ولسمشر دغه فکر د هېوادوالو له سختو نیوکو او غبرګونو سره مخ شو. منطقي دلیل همدا و چې اور او اوبه نه سره یو ځای کېږي. ښاغلی قانوني چې یو وړ شخص دی او ښایي په ځینو برخو کې د هېواد لپاره اغیزمن ثابت شي، خو له طالبانو یا سخت دریځو افغانانو سره له آره دوښمني لري او آیډیالوژي یې ډېره متفاوته ده. د افغان ولس له فشار وروسته ولسمشر هم خپل دا فکر هېر کړی دی.

اوس مهمه خبره دا ده چې د سولې عالي شورا د هغې یوازینۍ مرجع په توګه چې د سولې لپاره زموږ ټولې هیلې د همدې دروازې تر شا ولاړې دي، باید یو وړ کس وټاکل شي. داسې یو کس چې واقعاً د سولې لارې چارې ورته معلومې وي او په رښتیا سره غواړي چې هېواد مو نور له شته نادودو بېرون ته راوباسي.

هېوادوالو د ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک) پر پاڼه، سولې شورا ته د مشر په هکله ګڼ نظرونه ورکړي وو چې تر ډېره یې د فاروق وردګ، قطب الدین هلال، عطاالله لودین او ځینو نورو په هکله بحث کړی دی چې په سر کې یې فاروق وردګ او قطب الدین هلال راځي. نور هم ډېر کسان شته او کېدای شي چې د سولې په برخه کې ډېر اغیزمن ثابت شي، خو راځئ د فاروق وردګ او قطب الدین هلال په اړه پرتلیز بحث وکړو او وګورو چې که یو له دغې دوو څخه د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شي، پایله به څه ډول وي؟

قطب الدین هلال یو معتدل، مسلمان او زیږ افغان دی. ښاغلي هلال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې په جهاد کې پراخه ونډه درلوده، دغه راز وروسته هم، هغه شخصیت پاتې شوی چې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره ډېر موافق نه و چې په دې ډول سره یې له طالبانو سره فکري یووالي شته، خو تر ټولو لوی خنډ دا دی چې نوموړی د حزب اسلامي یو مخور او مرکزي شخصیت دی.له جهاد څخه بیا تر دې وروستیو پورې له ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار سره نږدې پاتې شوی، او دا چې طالبانو د تېرو ۱۴ کلونو په ترڅ کې په ځلونو ځلونو له حزب اسلامي سره اختلافات څرګند کړي او حتی ترمنځ یې مرګونې جګړې شوې دي، نو ښایي طالبانو ته ډېر د منلو نه وي. دغه راز ښاغلی هلال تر ډېره په بهر کې پېژندل شوې څېره نه ده، یعنې کېدای شي امریکا چې د افغان ولسمشرانو پر وینا، د سولې کیلي یې په لاس کې ده، ویې نه مني.

فاروق وردګ هم یو معتدل شخص دی. د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې یې مبارزه کړې ده، د جهاد، اسلامي عقایدو او جهادي افکارو سره پوره بلدتیا لري. د نوي نظام په راتګ سره یې د سولې په برخه کې ډېرې منډې ترړې کړې دي. څو ځلې یې له پاکستان سره د امن او سولې لپاره ګډه جرګه جوړه کړې ده. د سولې په بهیر کې یې عملاً ونډه اخیستې او یو مهال د سولې عالي شورا غړی پاتې شوی.

دغه راز کله چې د پوهنې وزیر و، د سیمې له مخورو او مشرانو سره په تفاهم یې د هغو سیمو ښوونځي پرانستي وو چې هلته افغان دولت هېڅ ډول واک نه درلود. له بل پلوه که وګورو، ښاغلی وردګ په نړیواله کچه پېژندل شوې څېره ده. له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې لري.

دغه راز د امریکا له یو شمېر چارواکو سره بلد دی،له پاکستان سره خو یې عملاً د سولې لپاره څو ځلې ګډې جرګې جوړې کړې دي. د ښاغلي وردګ یوه بله ځانګړنه دا ده چې د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی مدیر دی. کولی شي، د سولې عالي شورا ښه مدیریت کړي او له بهرنیانو سره ښه ډيپلوماسي وچلوي.

د فاروق وردګ بل ښه والی دا هم کېدی شي چې د افغانستان د نوي اساسي قانون بنسټ یې اېښی. هره ماده ورته معلومه ده او که طالبانو د کومې یوې تغیر او تعدیل غواړي، ښاغلی وردګ دا تفکیک کولی شي چې کوم ډول بدلون به د ملت په ګټه او کوم به د ملت په زیان وي.

پورتنۍ پرتلنې ته په کتو سره، فاروق وردګ کېدای شي اوسمهال د سولې عالي شورا د مشر په توګه ډېر اغیزمن ثابت شي. ښایي نور مشران او مخور هم په خپل ځای دا وړتیا ولري چې د سولې عالي شورا مدیریت کړي، خو که ولسمشر د فاروق وردګ او قطب الدین هلال په ګومارنه غور وکړي، ښایي غوره ټاکنه یې کړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x