نظــر

په جغتو کې بندیوان عسکر

تقریبا یوه نیمه میاشت وړاندې به خبر شوي یاست ، چې امریکایي ځواکونه  دپالي پالي ( تدریجي ) تیښتې په لړ کې دوردګو ولایت له جغتو ولسوالۍ نه هم ووتل ، په هغو شپو کې ځینو رسنیو یوازې دا مسئله راپورته کړه ، چې امریکایانو له جغتو څخه دتلو په مهال ( دجغتو غږ ) په نامه ایف ایم راډیو هم  ورسره بار کړې ده ، او په دې ډول یې خپلو اجیرو خبریالانو ته  په ټیټه کتلي .

مګر حقیقت دادی چې امریکایان له جغتو په خورا اساسي ډول وتلي ، یعني هلته یې په خپله مېله سم اوربل کړی او بیا یې  کډه بار کړې .

دجغتو یوه اوسیدونکي راته دغه کیسه داسې بیان کړه ، دجغتو ولسوالۍ دمرکز له بازار سره نږدې امریکایانو څو کاله مخکې یوه خورا ستره قرارګاه جوړه کړه ، چې تقریبا ۵۰۰ په ۶۰۰ متره کې پراخوالی یې درلود ، په دې قرارګاه کې دپولیسو ، ملي اردو او خپله دامریکایانو  داوسیدو ځایونه ، دچورلکو هوایي ډګر ، راډیو سټیشن ، دډیزلي بریښنا مرکز او نور ډیرملحقات وو، له دې محوطې څخه شاوخوا له خاورو د ډکو جوالونو دوه پوړه محکم دیوال راتاو شوی وو ، کله چې یوه نیمه میاشت مخکې امریکایانو له دې ځای څخه دوتلو نیت وکړ ، نو ترهرڅه لومړی یې دڅرخکو لپاره جوړ شوی هوایي ډګر دوپال کړ او په بل مخ یې واړاوو ، وروسته یې خپلې ټولې داوسیدو ودانۍ ړنګې کړې او لرګیو ته یې اور ورکړ ، خپل چپرکټونه ، غالۍ او فرش او ظرف یې هم په اور وسوځول ، دبریښنا دمرکز په جنراتورونو او نورو ټولو وسائلو یې هم اور بل کړ ، دقرارګاه دترصد برجونه یې راونړول ، دقرارګاه په شاوخوا کې دڅارونکو کیمرو او څراغونو لپاره جوړې شوې لوړې پایې هم ماتې او ټوټه ټوټه کړې ، او کله  یې چې ټولې شیان له منځه یووړل نو دقرارګاه په شاوخوا راګرځیدلي دجوالونو نه جوړدیوال باندې یې برید خښ کړ ، ددې محکم دیوال دجوالونو پاسنی پوړ یې ګردچاپیره راونړاوو مګر کله یې چې د جوالونو په لاندیني پوړ باندې شروع وکړه ، نو ځایي عسکرو ورته زارۍ شروع کړې ، چې که دا جوالونه هم له منځه یوسي نو دوی به یو مخ بې پردې شي ، ځکه دقرارګاه په شاوخوا بله هیڅ پنایي نشته ، امریکایانو له ډیرو زاریو وروسته ددوی داغوښتنه ومنله ،اوهغه یو پوړ جوالونه یې په ځای پریښول  خو کله چې تلل ، نو خپل زاړه ټانګونه  او د ( جغتو غږ راډیو ) سټیشن یې ورسره بار کړ ، او په راغلي لار بیرته لاړل .

دامریکایانو له دې عمل وروسته په جغتو کې په میشتو داخلي عسکرو هغه حالت راغی چې ښایي پخوایي تصور هم نه وو کړی ، دجغتو داوسیدونکو په وینا دهماغې ورځې په مازدیګر یې لیدل چې دجغتو ولسوالۍ پولیس او داردو عسکر په داسې حال کې چې دتیلو ګیلنې یې په لاسو کې وې ، دجغتو په بازار کې دوکان په دوکان ګرځیدل او د ( تیل خاک ) پوښتنه یې کوله ، یوه دوکاندار ترې وپوښتل

ــ  تېل خاک څه کوئ ؟

ــ  په څراغ کې یې لګوو .

ــ پخوا مو څه شی لګول ؟

ــ پخوا خو برقونه  او بجلي وه

ــ نو په هغه اوس څه شوي ؟

ــ امریکایانو ټول شیان خراب کړل او لاړل ؟

ــ  ولې ؟

ــ بس نو څه ورسره وایې ( کافران دي )

دا یوازې دامریکایي بریښنا ستونزه نه ده چې دنیستۍ له امله یې دجغتو چارواکي مازدیګر څملي ، بلکې دامریکایانو له تلو وروسته په دې سیمه کې داخلي عسکر نور هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي ، له کومې ورځې چې امریکایان له جغتو وتلي ، نو عسکر په قرارګاه کې دبندیانو په توګه شپې سبا کوي ، دجغتو دیوه اوسیدونکي په وینا دجغتو بازار له قرارګاه څخه  ۴۰ متره لرې پروت دی ، مګر اوس دغه بازار هم دطالبانو ترنفوذ لاندې دی ، طالبان په کې اکثره وخت ازاد ګرځي خو عسکر ورته په خلاصه پښه نه شي راوتلی ، اوس چې دجغتو عسکر خپل څنګلوري بازار ته وزي نو دومره تیاري کوي لکه پخوا به یې چې دعملیاتو لپاره کوله ، ډیر ځله داسې لیدل شوي ، چې عسکرو دځایي خلکو نه چاته پیسې ورکړې وي ، چې ورشه له بازار سودا یا دټیلفون کارت راته راوړه .

دامریکایانو له وتلو وروسته دځایي عسکرو چې شمیر یې سلګونو ته رسیږي روحیه خورا کمزورې شوې دي ، دوی اوس یوازې په خپله قرارګاه کې دننه یو خوا بله خوا ګرځي ، او کله هم له قرارګاه نه دي راوتلي ، دجغتو یو مجاهد وایي چې دعسکرو پخوانۍ غورې لاپې او خبرې اوس نشته ، دی وایي په نږدې ورځو کې یوه ورځ یو عسکر په مخابره کې راسره مخامخ شو ، دتماس  په وخت چې کله خبرې توندې شوې ، نو عسکر د وروستي ګواښ په توګه راته وویل  ، کور دې راته معلوم دی ته صبر کوه خدای به یو وخت امریکایان راولي !!!  مطلب داچې دامریکایانو ځایناستو اجیرانو اوس په بشپړ ډول  په ځان باور له لاسه ورکړی او هسې دتیښتې یوې بهانې ته سترګې په لاره دي .

جغتو یو کوچنۍ نمونه ده ، له دې څخه په درست افغانستان کې دمسؤلیتونو دانتقال ، داخلي قواوو دبسیاکیدلو او نورو موضوعاتو په اړه روښانه انځور ترلاسه کولای شئ ، دکابل دفاع وزارت شاید دمطبوعاتو په وړاندې دعوه وکړي ، چې جغتواوس د داخلي قواوو لخوا ساتل کیږي ، خو حقیقت دا دی چې هورې عسکر لکه دبندیانو غوندې په یوه محدوده چاردیوالي کې دناکام ګوزاره کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x