نادري ناولده

پاکستاني سیاستوال اردو زده کولو ته مخه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري د پاکستان ملي ژبې، اردو زده کړې ته مخه کړې. بلاول، چې د خپلې مور، بېنظر بوټو له مرګ وروسته د ګوند مشرۍ ته نوماند و، د زده کړو تر بشپړېدو یې پلار د دغه ګوند سرپرستي وکړه.

۲۷کلن بلاول، چې په انګلستان کې له اکسفورډ پوهنتونه فارغ شوی، له خپلې ملي ژبې سره نابلده برېښي. 

ډېری پاکستانیان د بلاول پر کړکېچو اردو نیوکه کوي. د خلکو ګوند مشر دغه کمزوري د ده د سیاسي مخالفینو له لورې د فشار د آلې په توګه کارول کېږي. بلاول د خپل عمر زیاته برخه په بهرنیو هېوادونو کې تېره کړې ده. دغه ځوان پاکستانی سیاستوال تر خپلې ملي ژبې په انګلیسي ښې روانې خبرې کولی شي.

د خلکو ګوند پرېکړه کړې، چې د دغه ګوند د سند ایالت ولایتي شورا ویانده، شهلا رضا د ګوند مشر ته ملي ژبه ورزده کړي. داسې ښکاري چې بلاول بوټو زرداري اوس هڅه کوي چې اردو ژبه پخه کړي.

که څه هم هغه په ځينو ولسي غونډو کې په اردو خبرې کړي خو پاکستاني رسنۍ وايي چې هغه خبرې ورته لیکل شوي او د ده مخې ته ايښي کمپيوتر څخه یې لوستی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x