
يو سوريايي وګړي په ۱۲ کلونو کې ټول قرانکريم په ګلدوز ليکلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): يو سوريايي وګړي محمد ماهر حيدري په ۱۲ کلونو کې ټول قرانکريم په ګلدوز ليکلی دی.
محمد ماهر حيدري چې په ۲۰۰۰ زيږديز کال کې يې د قرانکريم د ليکلو چارې پيل کړی دي د ۱۲ کالونو په موده کې يې سرته ورسولې.
نوموړي ويلي چې قرانکريم يې په لبنان، کويټ، قطر، متحده عربي امارات، او د ترکيې په استانبول او بورسا ښارونو کې نندارې ته وړاندې کړی او غواړي چې دغه قرانکريم د ترکيې هېواد ته ډالۍ کړی.
محمد طاهر حيدري ويلي چې دغه قرانکريم په ۱۲ ټوکونو کې تيار شوی چې ۲۰۰ کېلو ګرامه وزن لري، همداراز د قرانکريم بر ۸۰ سانتي متره او سور يې ۶۰ سانتي متره دی.
حيدري ویلي چې قرانکريم د ليکلو چارې يې د سوريې په حلب ښار کې پېل کړې وي چې د قرانکريم د يوې برخې له بشپړېدو وروسته يې د حلب ښار په يوه نندارتون کې چې د ترکيې پخوانی ولسمشر عبدالله ګل هم د سوريې د سفر پر مهال هغه نندارتون ته ورغلی و نندارې ته وړاندې کړ، چې د عبدالله ګل هم دغه قرانکريم ډېر خوښ شوی و.
حيدري وايي چې د قرانکريم د ګلدوزۍ د چارو د پای ته رسېدو وروسته ورته د سوريې ولسمشر بشار الاسد د ۵ ميليونو ډالرو په بدل کې د قرانکريم د اخيستو وړانديز وکړ خو کله چې دی د سوريې د کورنيو جګړو له امله ترکيې ته راکډه شو نو بشارالاسد ته يې د قرانکريم د ورکولو څخه ددې له امله لاس په سر شو چې د نوموړي په وينا هغه ولسمشر چې په هېواد کې بې ګناه مسلمانان وژني داسې چاته د قرانکريم په څېر یو عظيم کتاب ورکول کومه معنا نه لري.
محمدماهر وايي چې يو شمېر کسانو ورڅخه د ميلیونونو ډالرو په بدل کې ددغه اثر د اخيستو غوښتنه کړې خو ده نه دی ورکړی او غواړي چې د ترکيې هېواد د اسلامي اثارو موزيم کې يې د کېښودلو له پاره نندارې ته وړاندې کړي.
هغه دا هم وويل چې له ده څخه په بېلابېلو بيو خلکو دغه قرانکريم غوښتی چې يوه هم ۲،۵ ميليونه ډالره و خو ده ور نه کړ.