ادبي لیکني

رحمت الله حکيمي مو غږولى

ښاغلى رحمت الله حکيمي د عبدالمناف زوى،چې درويشت کاله وړاندې د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد په تنګي کې وزېږيد، دامام ابوحنيفه رحمة الله عليه د  لېسې له فراغته وروسته دننګرهارپوهنتون ته کامياب شو،چې اوس دژبو او ادبياتو پوهنځي دپښتوڅانګې د څلورم کال محصل دى،نوموړى شعرليکي، کيسې ليکي او دژند ادبي بهير فعال غړى دى، تاسې يې خبرو ته رابولم.
ناوک.


ناوک: که دې خپله خوښه واى، د رحمت الله پرځاى به دې ځان ته کوم نو خوښاوه؟
حکيمي:مننه ناوک صيب! په همدې نوم خوشال يم.
ناوک: ولې شعرليکئ؟
حکيمي: بس، دټولنې درد دى چې زه يې د شعرليکلو ته وهڅولم.
ناوک: نو څه فکر کوئ، په شعر مو دغه دردونه څومره دواکړي؟
حيکمي: څنګه چې تنها ديوه شاعر په ليکنه دټولنې درد نه شي دواکېدلاى، بلکې عملي تګلارې ته هم اړتياده. خو ترډېره حده پورې هڅه کوم، چې خپل فکر د ټولنې درد او دهغه د حل لارې ته ځانګړى کړم.
ناوک: څومره وخت کېږي چې شعر ليکئ؟
حکيمي: د مکتب د دورې نه مې په شعر ليکلو پيل کړى.
ناوک: په نثرکې مې ستا دوه لنډې کيسې(هنداره، ښه شپه) لېدلې دي، نورې هم ليکئ، او که مو هسې د تمرين له پاره هغه دوه وليکلې؟
حکيمي: لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه، چې هر ليکوال بايد ديوه ريښتيني طبيب پر حيث د ټولنې پر امراضو ځان پوه کړې، نوماکه په نثر کې څه ليکلي وي، که په شعرکې د يوه فکر له مخې مې ليکلي دي، په کوم چې د ټولنې درد دواکېږي.
ناوک: نوکوم يو يې ښه دوا کولاى شي، شعرکه نثر؟
حکيمي: دا خو واضح خبره ده چې نثر په خپله لمن کې ډېر خبرې ځايولاى شي، خو تر ډېره بريده هڅه کوم چې په شعرکې هم اوږد لاس وغځوم.
ناوک:تاسې شعر په اصولو ليکئ، اوکه شعر ته اصول جوړوئ؟
حکيمي: شعر پخپله د اصولوپه رڼاکې ليکل کېږي، په سرکې کوم الهام چې انسان ته کېږي،غواړي چې د ا صولو په رڼاکې يې ټولنې ته وړاندې کړي.
ناوک: نوکه د شعر ليکلو پرمهال دهغه اصول په نظرکې وساتئ، شعر به موتکلفي نه شي؟
حکيمي: ناوک صيب ښې پوښتنې ته مو اشاره وکړه، کوم شعرونه چې مې ليکلي دي، دشعر دليکلوپه وخت کې اصولو ته متوجه نه وم،کله چې بشپړ شي، نو وروسته يې ګورم چې په خپلو اصولو کې ځاى لري، کنه؟
ناوک: که مو دغه هنر (ليکوالي، شاعري) نه لرلاى، څه احساس به مو کاوه؟
حيکيمي: ديو شي په درلودلو سره احساس پيداکېږي، که مې دغه هنر نه لرلاى نو احساس به مې هم نه شواى کولاى.
ناوک: مګر موږ ډېرڅه نه لرو، خو دهغه د نه شتون احساس کوو، اوکله_کله هيله کوو چې کاش هغه څه چې نه يې لرو، لرلاى مو؛ مثلاً : زه انځورګر نه يم، دهغه نه شتون احساسوم، او دغه تمه هم کوم،چې کاش يو انځورګر شم.نو ايا ستاسې په نظر د يو څه يا حالت په نه شتون کې د هغه په اړه احساس ناشونى دى؟
حيکيمي: د انسان فطري غوښتنه  ده چې د خپلو سهلتونو برابرولو له پاره هغه اړينې لارې ولټوي،چې دهغه نيمګړتياپوره کړي.خو احساس او نيمګړتيا بېله ده، ځکه چې موږ د يوشي داصولو اومقرراتو نه خبر نه يو، دهغه په احساس هم نه پوهېږو.
ناوک: تاسې واياست:
راځه اور ورکى شه ، هم رڼاکوه هم ژوند
له پښو نه دې يوڅو قدمه لرې پام کوه!
نو ايا په اوس وخت فکر کول(په دې شرط چې راتلونکى په نظرکې ولرو) ياهم له پښوسره کتل،په دې تمه چې دغه پښې مو په بله لاړه نه شي، د ژوند کولو سم اصل نه دى؟
حکيمي:  جوړه خبره ده ناوک صيب! ښه بايد له سره ښه وي، ځکه چې که له سره پرنيمګړتياوو سرشو،بيايې جبران ډېرسخت دى.او زموږ ټولنه وروستي فکر ژوبله کړې ده.
ناوک: خو تاسې واياست، چې له پښو لرې ګورئ، دغه څه مطلب؟
حيکيمي:يعنې ديو شي په اړه وړاندې فکر کول، دحقيقي ژوند تګلورى دى.
ناوک: نوايا ژوند هم حقيقت او مجازلري؟
حکيمي:بالکل ژوند دحقايقوهنداره  ده.
ناوک: نوکه څوک (ديو شي په اړه وړاندې فکر) ونه کړي، دهغه ژوندحقيقت نه لري؟
حکيمي: هغه به ژوندى وي، خو په معنوي لحاظ به د يو مجازي ژوند په چوکاټ کې خپل وخت تېروي.
ناوک: نو تاسې خو ژوند(دحقايقو هنداره) بولئ، نو بياو لې دغه کس ته ژوندى واياست؟
حکيمي:  هغه ژوندى به دفکر له لحا‌ظه ژوندى نه وي.
ناوک: نو ژوند بې فکره پر مخ تلاى شي؟
حکيمي: شته داسې کسان چې  ژوند کوي، خوبې فکره.
ناوک: حکيمي صيب!وخت يعني څه؟
حکيمي: وخت د ښه ژوند د تېرولو په مفهوم دى.
ناوک: نو د بد ژوند خلک (وخت) نه لري؟
حکيمي: وخت لري، خوهغه وخت زه وخت نه ګڼم.
ناوک: په شاعري کې له چامتاثره يې، که هو نو ولې؟
حکيمي: د کاروان صيب او پسرلي له شاعري نه متاثره يم. ځکه هغه څه چې زما فکر يې غواړي،نوموړيو شاعرانو په ډېر ښه انداز ټولنې ته وړاندې کړي دي.
ناوک: چې ستاسې فکر هغوى ډېرښه بيانوي،نوبياهم دځان شاعري د ټولنې يا ځان اړتيابولئ؟
حکيمي: څرنګه چې زه هم دټولنې يو وګړى يم، اوزه هم د ځان شاعري د ټولنې اړتيا بولم.
ناوک: نثر مو خوښ دى که شعر؟
حکيمي:دواړه.
ناوک: دواړه ولې؟ ځکه دليکلو ډېر مخالف اصول سره لري؟
حکيمي: خو تر ډېره بريده نثراوشعرپه فکر او پيغام د وړاندې کولو له پاره ويوه ښه وسيله ده.
ناوک: په روان پښتو ادبي بهير څه واياست؟
حکيمي: د تېر پر پرتله يې ښه ارزوم.
ناوک: لنډې کيسې مو دچا خوښې دي، او ولې؟
حکيمي:په اوس وخت کې دنصير احمداحمدي کيسې خوندراکوي، ځکه چې دښه فکر پر بنياد ليکل شوې دي.
ناوک: تاسې په (ميدان وردګ) پورې اړه لرئ، نو د (افغان بېسيم شرکت) له خوا دهغوى په مجله کې د کړې سپين سترګې په اړه څه واياست؟
حيکيمي: کېداى شي، داشرکت په خپله ادراه کې داسې غړي ولري، چې سمتي اوشخصي تعصبونو ته لمن ووهي.
ناوک:کور مو ودان.
حکيمي: له تا څخه هم ډېره مننه.
د رحمت الله حکيمي د شعرنمونه
غزل
نرمۍ کې يې دي اوښکې ، زورې پام کوه!
لاسونو نه يې لرې کړه ډبرې پام کوه!
د تا په رنګ ښکاري دام غوړولى په تدبير
د سمې نه چې غره ته تلې کوترې پام کوه!
راځه اور ورکى شه، هم رڼاکوه هم ژوند
له پښو نه دې يو څو قدمه لرې پام کوه!
ونه د حيا شه، ګړنګ لاندې لمر ته ګوره!
پلولاندې دې پټې کړه ګورګورې پام کوه!
تدبير غوندې تدبير چې و چاکړى په دار شوى
ور وتړه يو څوتنو ته زغرې پام کوه!
دښکليو خواته تللم، مور مې غلي راته وېلې
پر سر دې حکيمې ګرځې بمبرې پام کوه!

———

مرکچي: دادمحمدناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x