خبرونه

لوېديځو رسنيو د پاريس د بريدګرو انځورونه او معلومات خپاره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په فرانسه کې له بريدونو وروسته يو شمير لوېديځو ورځپاڼو د دغه بريد د ځينو شکمنو کسانو نومونه او د هغوی انځورونه او ځینې مالومات خپاره کړي دي.

په فرانسه کې د جمعې د ورځې په چاودنو کې چې ۱۲۹ تنه په کې ووژل شول او ۳۵۲ نورټپيان شول له هغې وروسته د فرانسې امنيتي چارواکو ويلي و چې د تورنو کسانو د نيولو له پاره يې هڅې پيل کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي چې د لسو تنو بريد کوونکو له ډلې څخه يې ۷ تنه وژلي او ۳ تنه بريد کوونکي ژوندي تښتېدلي دي چې يو يې نيول شوی دی.

په دغو کسانو کې د صلاح عبدالسلام، ابراهيم عبدالسلام او محمد عبدالسلام په نامه درې وروڼه هم وه چې دوه يې وژل شوي او يو يې ژوندی نيول شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د روان مېلادي کال په جنورۍ کې هم په فرانسه کې د چارلي هبدو په مجلې چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونه يې جوړ کړي وو دوه تنو بريد کوونکو چې دواړه وروڼه وو، بريد کړی و، چې له امله يې د مجلې د کارکوونکو په ګډون ۱۲ تنه فرانسويان وژلي و.

د برتانيې انډيپينډيټ ورځپاڼې د راپور له مخې د بريد اصلي شکمن طراح عبدالحميد اباعود دی چې له بل يو تن ملګري صلاح عبدالسلام سره يو ځای دواړه ژوندي تښتېدلي دي.

د فرانسې ملي راډيو ويلي چې عبدالحميد اباعو ۲۷ کلن ځوان دی او د داعش يو له فعالو کسانو څخه دی چې د مراکش د هېواد تبعه و او په بيلجيم کې اوسېده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ويل شوي چې اباعو په بلجيم کې هم په ځينو بريدونو کې لاس درلود او څرګنديږي چې د پاريس بريدونه هم نوموړي طرحه کړي وي.

دوهم شکمن کس صلاح عبدالسلام نومیږي چې ۲۶ کاله عمر لري چې دا هم په بليجيم کې زېږېدلی او ستر شوی دی، د فرانسې په بريدونو کې نوموړی هم له مهمو کسانو څخه ګڼل کیږي چې ګومان کيږي د پاريس د کنسرټ بريد همدغه ترسره کړی وي.

درېیم مشکوک ابراهیم عبدالسلام ښودل شوی دی چې د صلاح عبدالسلام ورور دی ۳۱ کاله عمر لري او د فرانسې د امنيتي چارواکوو په وينا د پاريس په بريدونو کې د خپل واسکټ پرمټ چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځای په ځای کړي و، بريد وکړ.

څلورم شکمن کس محمد عبدالسلام دی چې د نوموړي د عمر اټکل نه دی شوی خو محمد د ابراهيم عبدالسلام او صلاح عبدالسلام کشری ورور دی چې له بريد نه يوه ورځ وروسته نيول شوی خو د ځان د خلاصون او بې ګناهۍ له پاره يې محکمې ته عريضه کړې ده.

پنځم شکمن کس بلال هدفي نوميږي چې شل کاله عمر لري، دی هم د بليجيم اوسېدونکی دی چې د راپورنو د مالوماتو له مخې نوموړی هم د پاريس د فوټبال په لوبغالي له شکمنو برید کوونکو څخه ګڼل شوی دی، بلال هدفي څه موده وړاندې سوريې ته د داعش د ډلې د ملاتړ له پاره تللی و چې وروسته بېرته بيلجيم ته ستون شوی و.

شپږم شکمن بريد ګر عمر اسماعيل مصطفی نوميږي چې ۲۹ کاله عمر لري چې د الجزاير هېواد تبعه دی او د پاريس په جنوب ختيځ ښار ((کورکورون)) کې اوسېده.

اووم شکمن کس احمد المحمد نوميده چې پاسپورت يې له بريد نه وروسته د پاريس لوبغالي ته څېرمه موندل شوی چې نوموړی په کې د سربيا هېواد ښودل کيږي.

خو د پاريس پوليسو ويلي چې دوی دا نه شي تصديقولی چې نوموړی دې د پاريس هېواد تبعه وي کيدای شي دده د پاسپورت له پاره بل چا ګوتې لګولې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x