ټولنیزه برخه

آیا نړۍ د دسمبر په درویشتمه د یوې وېرونکې پیښې په تمه ده !؟

د دسمبر درویشتمه چې دجمعې ورځ او د جدې له دېرشمې سره برابره ده، په دې ورځو کې  پر ژبو هومره زیاته زمزمه کیږي چې هر څوک یې په اړه خبرې کوې، ځنې ورته تیاري نیسي او ځینو بیا دا خبره هومره پیچلې نیولې چې د اثبات لپاره ځېنې  استدلالونه وړاندې کوي، ولې پوښتنه دا  ده چې آیا په رښتیا هم  نړۍ د دسمبر په ۲۳ د یو ورانوونکي او ځوځنده  بدلون  لپاره انتظار باسي؟!

راځی تر هرڅه وړاندې د نړۍ د پای ته رسېدلو او یا هم د دری ورځو پرله پسې تیارې په اړه  ګونګوسې وڅیړو.

لومړنۍ وېره : په دغه ورځ به یو وژونکی لمریز توپان پیښ شي، چې د ځمکې او د هغې د موجوداتو د سوځېدو  لامل به شي،

دوهمه وېره:  د (ایکس یا نیبیرو) په نوم یو ستوری د ځمکې پر لور د حرکت په حال کې دی چې په دغه وځو کې به د ځمکې او لمر ترمنځ ځای ونیسي او ددری پرله پسې ورځو لپاره به ځمکې ته دلمر نور  رسېدلو مخه ونیسي، او ټوله ځمکه به تیاره شي.

یا هم یو لکۍ لرونکی ستوری  C/2010+7 به د لمریز نظام له منځه تیر او ځمکې ته به نږدې شي او  د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ به  ځای ونیسي.

دریمه وېره: د لمریز نظام ټولې سیارې به په یوه موازي خط کې واقع او ځمکې ته به د لمر د رسېدلو مخه ونیسي.
اوس راځی ددغه ګونګوسو علمي اړخ وڅېړو، او دا چې  د اسلام د مبارک دین د شریعت له نظره اوفزیک د علم د منل شوو قوانینو پر بنسټ دا پیښه هم شونې ده  که نه؟

د اسلام مبارک دین له نظره:

اسلام وروستنی اسماني دین دی چې ځمکه یې په الهی انوارو  روښانه کړې او د ناپوهۍ او مزخرفو باطلو عقایدو تروږمۍ یې رد کړې ، او انسان  ته یې د اشرف المخلوقات خطاب کړی، د نر او ښځې حقوق یې ثابت ، منطقي او حکیمانه، الهی اصول یې بشر ته ډالۍ کړل، د اسلام پر سپیڅلو او حق عقایدو باور، د شیانو د ریښتینې پېژندنې او د طبیعت  په اړه څیړنیز آند یو داسې رواني ډاډ انسان ته ډالۍ کوي، چې د نړۍ طبیبان ورڅخه نا توانه دي.

د نړۍ ریښتینی پای د قیامت ورځ ده ، چې لویې او کوچنی نښې یې په کتاب الله او نبوي احادیثو کې ذکر شوې او په هیڅ وجه به قیامت د لو یو نښو تر واقع کیدو له مخه پیښ نه شي، تر او سه چې د قیامت له لویو نښو کومه هم  نه ده واقع شوې  پس نه شو کولای چې د قیامت د ورځې ریښتینې وړاند وینه و کړو.

د طبیعي قوانینو او ساینسي علومو د اصولو له نظره:

که څه هم علم الغیب د الله تعالي صفت دی ، اما لکه چې  الله انسان ته متفکر ذهن ورکړی او همیشه یې هغه په مخلوقاتو کې تعقل او تفکر ته هڅولی، کولای شو چې ووایو: پر نړیوال طبیعت د حاکمه قوانینو  او علم فزیک د اصولو په اساس نړۍ  به په دغه ورځو کې د هیڅ ډول ډاروونکو ، وژونکو او مخربو پیښو ښکارندویه نه وي، انشاء الله تعالی.sayyary

د (ناسا) د فزیک پوه الکس یانګ د ویلو پر بنسټ، د ځمکې سیاره د هوایی بیړیو په واسطه تر ۲۴ ساعته  نظارت لاندې ده ، او د هغه مالوماتو له مخې چې له لمر څخه اخیستل شوي ، دداسې لمریز توپان وریځې نه خپریږي او نه به هم د ځمکې پر مخ د دا ډول  ډاروونکې او ویجاړوونې پیښې لامل شي، که څه هم لمریز توپانونه شته ، ولې ددغه وروستیو ۱۰ زره کلونو په جریان کې یې پر ځمکه د هېڅ ورانوونکې اغېړې هېڅ کوم خبر هم نه دی ثبت شوی.

د ایکس یا نیبیرو سیاره ، چې ویل کیږي د دسمبر په درویشتمه د ځمکې او لمر تر منځ قرار نیسي، شتون نه لري، او که چېرې داسې کومه سیاره د ځمکې پر لور د حرکت په حال کې وای، ستوري پیژندونکي او فزیک پوهان به لږتر لږه  یوه لسیزه وړاندې  ورته پام شوی وای او اوس به د غیر مسلح سترګو په واسطه دهغه د لیدلو شونتیا موجوده وای، همدارنګه د میلکی کهکشان (Milky Galaxy) په مرکز کې د  “سیاه چاله” په طرف د ځمکې د حرکت ادعا ګانې هم بې بنسټه او غیر علمي ثابتې شوې او د ناسا د ادارې له خوا نه رد شوې دي.

همدارنګه په یوه موازي خط کې د ټولو سیارو واقع کېدل هم یوه غیر علمي او بې بنسټه ادعا ده، که بیا هم په یوه موازي خط کې واقع شي په هیڅ شکل به ځمکې ته د رڼا د رسېدلو مخه ونه نیسي، د ځمکې او لمر تر منځ د عطارد او زهره سیارې واقع دي چې په هېڅ ډول د رڼا د لېږد مانع نه شي کېدلای،  دا سیارې د لمر په نسبت ډېرې کوچنۍ دي که څه هم له ځمکې سره په یوه موازي کرښه واقع شي، د ځمکې پر مخ به په رڼا او تیاره کې هیڅ ډول بدلون ښکاره نه شي، کوم کسان چې د فزیک او ستورو د علم په اړوند لومړی مالومات هم لري دغه ډول ګونګوسې او فرضیې ورته دمنلو وړ نه دي.

د یادولو وړ ده چې: د  ستورو پېژندونکو د وړاندوینو له مخې یوه لکۍ لرونکې سیاره د لمریز نظام پر لور د حرکت په حال کې ده او لمریز نظام له منځ څخه به تېره شي اما هېڅ ورانوونکې اغېزه به پر ځمکه ونه لري او په هېڅ ډول نه شي کولی چې له ځمکې څخه د لمر د رڼا مخنیوی وکړي، ځکه چې قطر یې د لمر د قطر په نسبت ډېر کوچنی دی، دا سیاره به په لرې فاصله کې له ځمکې څخه تېره شي . او دا  هغه پیښه ده  چې  زرګونه کلونه به بیا تکرار  نه شي او له علمي اړخه د تشویش وړ هم نه ده

پس له ټولو مسلمانو وروڼو   په درنښت غوښتنه کیږي ترڅو په دې اړه هېڅ تشویش ونه لري، ډاډمن او تل د لوی الله تعالی په یاد مشغول واوسي.

ستاسې د تل پاتې نېکمرغي په هیله

لیکوال : حمید الله عبدالهی
۲۸/۰۹/۱۳۹۱
زرنج افغانستان

ژباړونکی : محمد اشرف غیرت

اخځلیکونه : دیني مالومات ، د آفتاب ګردون سایت او نور علمي او څېړنیز منابع

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x