ذهني غلامي

ليكوال: قنداغا همت

په نړيوال تاريخ کي په څو ځله دا تکرار شوې دي چي د وخت زورور ځواکونه پر کمزورو واکمن شوې دي او کمزوري يي لاندي کړي دي خو دوخت په تيريدو سره همدغو کمزورو ځواکونو ته الله ج دا توان ورکړي چي دغه زورور ځواکونه يي دخپلي غلامي په زنځيرونو تړلي دي.

مګرپه نني وخت کي چي نوي ټکنالوژۍ هم زور اخستي زورور ځواکونو دکومي سيمو له له نيولو پرته په کمزورو خپله باداري جوړه کړې ده او دا يوه داسي غلامي ده چي فاتح قومونه له هغې سيمي نه د وتلو ورسته هم خپل اثر پريږدي.

که مونږه وګورو جسماني غلامي دومره زيانمنه نه ده لکه څومره چي ذهني غلامي په تاوان تماميږي ځکه چي که چيرته ديو قوم فکر او سوچ خپلواک وي کله هم خپل شکست نه مني او په همــت او هڅو خپله خپلواکي لاسته راوړي او بالمقابل هغه قومونه چي ذهنا غلام وي له هغوي سره ددي سوچ او فکر صلاحيت هم نه وي چي راتلونکي ته به څه کوي.

هغه قومونه چي د ذهني غلامي ښکار وي هغه ددي پرځاي چي له خپل فکر نه کار واخلي ,حالات هم نشي څارلی بلکه هغوي دخپل بادار په لاره تګ کوي څنګه يي چي د بادار مفکوره او نظريه وي دوي يي دخپلي لاري مشال بولي دغه بي چاره ګان دغم له پاسه غم باندي دا سوچ کوي چي دوي خپلواک دي، خو داسي نه وي

داسلام په څلور کلن پير کي په مسلمانانو ډير نازک نازک حالات راغلي د (محمد مصطفي ﷺ) تر وصال ورسته د ارتداد فتنه څه وړه فتنه نه وه که چرته دغه فتنه د اسلام له سپيڅلي دين څخه پرته په بل دين کي را پورته شوې وه دهغه قوم او دين نوم او نشان به هم پاتي نه واي بياهم له دغي فتني څخه دمسلمانانو راوتل او دغه فتنه نسکورول دمسلمانانو لپاره يو برياليتوب وو.

1258 کي د تاتار فتنه چي په اصل کي له نړي نه دمسلمانانو څادر ټولولو يو نړيوال سازش وو. تاتاريانو د مسلمانانو سيمي يو په بل پسي داسي نیولې تابه ويل چي ددغي سيلاب مخه به څوک ونيسي، ځکه د هغه قوم لپاره به له مايوسې نه بل څه وي چي د هغوي پلازمېنه (دارالخلافه) له خاورو سره خاوري کړي او دوخت پر خليفه باندي څادر ټول کړي او د اسونو دنالونو سره يي خاوري کړي.

خو سره له دي مسلمانانو همت له لاسه ورنکړ او د تاتاريانو مقابلي لپاره دجهاد ميدان ته را ووتل او بالاخره يي تاتاريان له ماتي سره مخ کړل، لنډه داچي کله هم په مسلمانانو کي خلافت موجود وي کله هم ذهني غلامان کيداي نشي بلکه ددوي فکر هميشه ازاد وي.

دخلافت په ړنګيدلو سره که يو خوا کافر دمسلمانانو پر سيمو باندي قبـضه کوي له بل پلوه مسلمانان دکافرو ذهني غلامان کيږي ددي غلامي اثرات دومره مؤثر او تر لري پوري لاړل چي دجسماني خپلواکي لاسته راوړل بل خوا پاتي شول ان تردي چي دکافرانو دطاقت غلامي ته يي سرونه ټيټ کړل.

د ذهني غلامي تر ټولو بد سپيره توب Adversity دا ده چي تل داسي قومونه ښه ته بـد، بـد ته ښه، تاوان ته فايده، ګـټي ته تاوان، دوست دښمن، دښمن خپل دوست ګـڼي.

ذهني غلامي دمسلمانانو په منـځ کي دا زهرجن اثرات شيندلي چي خلک يي په دي عقيده کړل چي اسلامي خلافت اوس نشي راتلاي اوس د ډيموکراسي دور ده او ډيموکراسي داسلامي خلافت نعم البدل ده.

نور مکمل بحث ان شـاءالله په بله ليکنه کي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د