نظــر

افضل خان لالا او اعظم خان ماما اينډ کمپنۍ

خپلواک

په نړۍ کې سترقوتونه او مقتدر قومونه خپل افتخارات اوسیاسي دريځونه له خپله سټيجه د خپلو فکري او تاريخي ارزښتونو په دايره کې پخپله خوښه ټاکي، خو غلام ولسونه بيا ددې واک اوځواک نلري، بلکې د چا له خوا چې یرغمل شوی وي، هغوي د دوي لپاره سياسي مسير ټاکي او پر دوي يې تپي.

يوه سليزه وړاندي موږ يو خپلواک ولس و؛ سیاسي او ديني قيادت مو هم خپلواک و، زموږ پر خاوره پرله پسي انګلیسي يرغلونه روان وو، هر افغان چې د دغه يرغل په وړاندي کومه کارنامه کوله هغه ورته ملي افتخار و؛ هغه ته القاب ورکول کيدل او هغوي تر ننه په تاريخ کې وياړمن ياديږي، خو د يوې سليزي په تيريدو نن دلته هرڅه برعکس دي، ځکه موږ يو پرمختللي ازاد او خپلواک ملت او ولس پاتي نه يو.

د روسي او امريکايي دواړو یرغلونو غلامان راباندي په ګډه حکومت کوي، له همدي امله مقتدره فضا د فوځي ډګر تر څنګ په سیاسي او تبليغاتي ډګرونو کې هم د پردو په واک کې ده او د ولس خپله ژبه ګنډلې ده.

که دغو یرغلچيانو هرڅه ښه وګڼل هغه ښه دي، که يې بد وګڼل هغه بد دي، بس همدا ورځنی معیار باله شي.

د امريکا د فوځي حضور په لومړيو کې زلمی خليل زاد په کابل کې ظاهرا د امريکا سفير و، خوکار او اختیار يې د ويټامن کل و.

يو چا د هیواد د پیاوړي فرهنګي شخصیت، مورخ، عالم او اکاډومیسن، مرحوم پوهاند علامه رشاد بابا کور ته خليل زاد د بابا دناروغۍ د عیادت په پلمه بولی و، رشاد بابا خليل زاد ته په خبرو کې ويلي و: چې امريکا په وچ فوځي زور زموږ پرخاوره، ولس او هيواد یرغل راوړی، خلیل زاد خفه ترې پاڅيدلی و، او دغه تمه او اراده يې ناکامه شوې وه چې له بابا نه د يرغل د تایيد ټاپه ترلاسه کړي.

څو ورځې وروسته علامه بابا له دنيا وکوچيد، کرزي په دې بهانه چې په واتيکان کې د پاپ جانپال جنازې ته تياری نیسي، د علامه رشاد په جنازه اوفاتحه کې له ګډون نه ډډه وکړه، څه وخت وروسته يو فرهنګي سلاکار ورياده کړې وه ، کرزي ورته د خليل زاد کیسه دلیل ګرځولې و.

دا ځکه چې کرزی هم د خليل زاد په څير د امريکا د کیمپ ډيوډ په استخباراتي ځاله کې تربیه شوی وفادار مامور و، نو د هغه لپاره هره هغه څيره افتخار نشواي کيدای، چې د امريکايي ګټو مخالف نظر ولري.

افضل خان لالا دپاکستاني فوځ او پنجاپیانو افتخار دی که زموږ؟

په دوه زره لس او نهو ميلادی کلونو کې د سوات په دره کې له پاکستاني فوځ سره د افضل خان لالا د مرستي او همکاري په بدل کې د پاکستان د هغه وخت فوځي مشر جنرال پرويزکياني افضل خان لالا ته هغه القاب ورکړل، کوم چې د کشمیر په جنګ کې د پاکستان فوځي جنرالانو ته ورکول کيږي، د وخت صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په هغه دولتي غونډه کې چې د افضل خان لالا په ویاړ جوړه شوې وه افضل خان لالا ته د غازي لقب ورکړ!

دا څه نادري او پټې خبرې نه دي، دا ټول جریانات په انځوريز ډول اوس هم د هغه وخت په پاکستاني اخباراتو کې موندل کیږي او په انټرنيټ کې هم ښايې ډیره برخه وموندل شي.

د سوات په مټه کې د يوه سپین ږيري بابا دا خبره مي تر اوسه په دماغ کې ګرځي چې زما يوه دوست ته يې په ژړغونې لهجه ويلي و:

چې «د عزت زموار مي افضل خان نیشنلی ده، زما کور خو ده پنجابیانوته په ګوته کړی».

ددې بابا بیچاره درې زامن او دوه پیغلي لورګاني پنجابي عسکرو له ځانه وړې وې، زامن يې درې ورځې ورسته راخوشي کړي وو، خولورګانې يې دوه هفتې له ځان سره ساتلې او د خپل هوس ښکار کړې وې.

داسي په زرګونو پیښې هلته شوې دي، چې په بدل کې يې دا فتخار پګړۍ افضل خان لالا ته ور په سر شوې وه .
ددې جرياناتو په اړه پاکستاني ميډیا تر اوسه خاموشه ده او د فوځ له خوا په سوات کې د خبري کوریج او رپوټنګ اجازه هم يواځي هغه ژورنالست ته ورکول کیږي، چې له فوځ او استخباراتو سره اړیکه ولري.

د بشري حقوقو يوې پاکستانۍ فعالې اغلې جنجوعه ته تیر کال له همدې امله د مرګ ګواښونه وشول، چې غوښتل يې له همدي پیښو څه نا څه پرده پورته کړي ، دغې میرمني نړيوالې ميډیا ته ویلي وو، چې په دې اړه يې د تفتیش هڅه کوله چې د يوې خفیه ادارې له خوا ورته تليفون وشو او په مرګ وګواښل شوه، هغې دا هم ويلي و، چې د دغو پیښو يو لوی شمېر شکایت کوونکې ژوندي تري تم دي، چې په دې کې عمرخوړلي سپين ږیري او سپین سرې هم دی.

د حيرانتيا وړ خبره ده، چې د پاکستان ټول هيواد ته د يوې میرمنې عافیه صديقي په اړه چې د امريکا په زندان کې اسيره ده، پیغور ورکول کيږي، خو افضل خان لالا ته د خپل کلي سوات د زرګونو پښتنو پیغلو د بي عفتي پيغور ورنه کول شو، چې دده په سرپرستي او همکاري کې پنجابيانو بې پته کړې او لا يې بې پته کوي.

همدا اوس هم دسوات درې دريالس نیم سوه پښتنې ميندي او خويندي د پاکستاني فوځ په زندانو کي په ډیره ناوړه توګه ساتل کيږي.

يوه اونۍ وشوه چې زموږ ميډیا ناخبرو افغانانو ته افضل خان لالا د يوه ملي افتخار په بڼه ځلوي او يو شمېر دولتي کړۍ پري محفلونه جوړوي، خو تر اوسه دا پوښتنه چا ونکړه چې دا زموږ ملي افتخار دی او که د پنجاب ملي افتخار؟

تا ته يې څه وکړل او هغوي ته يې څه وکړل؟

هغه د پښتنو پر حریم د متجاوز پنجاب لپاره ښکاره فاتح دی، نو بيا يې ته په کوم حثيت خپل افتخار او خپل اتل ګڼې؟!
حقيقت دادي، چې دا دعام افغان لپاره هيڅ ملي او د افتخار وړ څېره نه ده، بلکې د نړيوال یرغل او سمه‌یيز تربور لپاره فخر دی او زموږ لپار عار او شرم دی.

له همدې امله خو يې د يرغل چوپړيان په خپلو کې فخر ګڼې ،ځکه د غلام لپاره هر هغه څه سپین دي چې بادار يې سپين ګڼی او هر هغه څه تور دي چې بادار يې تور ګڼي.

د اعظم خان ماما د ایزي لوډ او افغان ضد حکومت پنځه کلنه دوره:

څو میاشتې وړاندي د پښتونپال ګوند يوه بله مشهوره څېره، د ګوند د مشر اسفنديار ولي ناسکه ماما اعظم خان هوتي هم مړ شو، ما غوښتل د هغه په اړه خپل تاثرات او معلومات هم پر خپل وخت قلمبند کړم، خو وخت رانه تير شو، اوس دا زما لپاره بیا يو فرصت دی چې له موضوع سره د زور تړاو په موخه د هغه د شخصيت او د نشنل عوامي ګوند د پنځه کلنې دورې په اړه څه ولیکم:

د پښتونخوا د مردان د بارهوتي کلي اوسيدونکی اعظم خان هوتي چې څو مياشتې وړاندي د ستوني او سپږمو د سرطان له امله وفات شو، د خان عبدالولي خان د تاسیس شوي ګوند نیشنل عوامي پارټۍ يوه با اثره او مشهوره څېره وه.

اعظم خان هوتي هغه وخت هم پر دغه ګوند پوره اغيز لاره، چې د ګوند د يوه مهم غړي او د عبدالولي خان د اوښي په توګه پیژندل کيده، خو هغه وخت لا ډير زيات اغيزناک شو، چې کله د پاکستان د دوه زره اتم کال د ټولټاکنوپه پايله کې دپښتونخوا ايالتي حکومت د نیشنل عوامي ګوند په برخه شو او د ايالت د وزیر اعلی څوکۍ د اعظم خان هوتي زوي اميرحيدر خان هوتي ته ورکول شوه، ددې کار دوه لاملونه وو، يو دا چې د ګوند مشر اسفنديار ولي غوښتل چې خپله ناسکه مو راو د ګوند پخوانۍ مشره اغلې بيګم نسیم ولي او د هغې پلويان په دې اقدام خوشحاله کړي، تر څو د وراره پر وزارت ترور هم ځان په واک کې شريک احساس کړي.

دوهم لامل يې دا و، چې اول کې اسفنديار ولي غوښتل د بلور خاندان نه چې د غفارخان کورنۍ تاریخی ملګري دي، څوک وزيراعلی غوره کړي، خو څرنګه چې نیشنل ګوند اړ و چې له خپل متحد پیپلزګوند سره په ګډه کابينه جوړه کړې او د بلور کورنۍ د پیپلز ګوند د يوه مهم غړې پرقتل تورنه وه، نو پیپلز ګوند د بلور کورنۍ وزارت اعلی ونه مانه، اسفنديار مجبوره شو چې د دوهم درجه ملګري اعظم خان هوتي زوی غوره کړي، دريم لامل دا و، چې معمولا د وزارت اعلی څوکۍ ته په ټاکلو کې د پاکستان د خفيه کړيو رضایت هم ضروري وي، دغو ادارو غوښتل چې د نورو مشهورو نیشنليانو پر ځای له ملي او تاريخي آند نه عاري ځوان امیر حيدرخان وزير اعلی شي.

امیر حيدرخان وزير اعلی و، خو پلاريې ورباندي زيات اغیز لاره، په خلاص مټ يې دزوی واک او اختيار کارول.

اعظم خان هوتي له پخوا نه هم د ګوند له دننه او د باندي په مالي چاروکې ښه نوم نه لاره، خو د زوي له وزارت نه وروسته د هغه مالي فساد او شوکې د سیمې په کچه دهغه د ژوند ورستي يادګار وګرځيد.

د هغه خور بيګم نسيم ولي خان د پاکستان د جيو تلويزون سره پخپلو خبروکې د ورور پر مالي فساد اعتراف وکړ او د خپل وراره وزارت يې هم د خپل ګوند اشتباه وګڼله، اغلې بيګم نسيم ولي د جيو تلويزون د جرګه په نامه خپرونه کې په رسا ټکوکي وويل: ورور مي په مالي فساد کې ترستوني ککړ و، او دا د هغه داسي يو عادت و، چې نه د خور په مال بند و، نه د ورور، نه د ښځي او نه د زوي ، له ټولو يې غلا کوله.

هغې زياته کړه زه د وراره د وزارت مخالفه وم، ځکه چې ورور مي ورنه د غلا او اداري فساد کار واخيست.

د دې ګوند د حکومت په دوهم کال د پښتونخوا په ليرې او نږدې سیمو کې د دې حکومت لپاره د ایزي لوډ اصطلاح مشهوره شوه، چې ددې اصطلاح لامل د اعظم خان هوتي د ایزي پیسه اداري سستم و.

هغه د پښتونخوا ايالت په يو شمېر برخو کې څه خلک ټاکلي و، چې له خلکو به يې د کارونو په بدل کې رشوت د ایزي پیسه سستم له لاري ترلاسه کاوه، په پاکستان کې د ایزي پيسه سستم له لاري هر ډول پیسې له بانکي حساب او د شخص له پیژندنې پرته يو بل ته انتقاليدای شي، په دې کې ليږونکي او ترلاسه کوونکی، بدل نوم او بدله تذکره هم کارولي شي، چې بيا يي قانوني اداري هم نشي پیژندای.

دغه کار د نیشنليانو د حکومت يوه پیژندنه وه او په هره اداره کې دغه طريقه عامه وه، خو ويل کيږي چې اصلي پیلوونکي يې د وزير اعلی پلار اعظم خان هوتي و.

زه د ددغه ګوند دایالتي حکومت په دوهم کال دمردان ښارګوټي ته تللی وم، هلته مي په ښار کې پولیس وليدل چې رکشې يې درولې او ځینې ډريوران يې بنديانول، له چا مې پوښتنه وکړه چې داڅه خبره ده، هغوي راته وويل چې رکشه وانان پر خپلو رکشو د ایزي لوډ توري لیکي او په دې سره حکومت ته پیغور ورکوي او کله ناکله په ښار کې د ایزي لوډ ناري هم وهي، ماته دا خبره اول ټوکه ښکاره شوه، خو څو قدمه وړاندي مي د يوې رکشي پرشا لیکل شوی مزاحيه بیت ولوست، چې ليکلي و:

بابا ته ايزي لوډ، بي بي له لګ اچار= خپله خاوره خپل اختيار.

واه واه واه اسفنديار.

دلته رکشه وان نیشنليانو ته په پیغورکې د هغوي همیشني شعار «خپله خاوره خپل اختيار» وريادوي او بيا د ايزي لوډ پیغور ورکوي، دلته په بيت کې د بابا له کلمې نه موخه اعظم خان هوتي دی!

دغو ولسي جزباتو د دوه زره ديارلس کال په ټاکنو کې په رښتینې بڼه ځان راڅرګند کړ، چې له امله يې د پښتنو د سوبې په کم و زيات اويا څوکيو کې دغه ګوند يوازي درې څوکۍ خپلې کړې او هغه يو درجن معلومي څوکۍ يې هم خپلې نه کړای شوای، چې دپاکستان له جوړيدو ورسته کله هم چا له دغه ګوند نه نه وې ګټلې.

د پښتو او پښتنو سره مينه!

له پښتو سره مينه معنا له پښتنو سره مينه، د پښتنو ټاټوبی افغانستان دي، نو له پښتنو سره مينه له افغانستان او افغانانو سره د مینې په معنا ده.

دغه ګوند د واکمني په دوره کې له افغان مهاجرینو سره ډير دښمنانه او له کرکې ډکه رويه وکړه، پولیسو ته وزير اعلی د مهاجرینو د هر ډول کړولو امر کړی و، پر کاروباري افغانانو يې پټې پيسې ايښې وي، چې وربه يې نکړي نو خطرناکې ستونځې يې ورته جوړولې، په همدې دوره کې د پیښور په رينګ روډ يو افغان زلمي چې پوليسو ته يې پیسې نه ورکولې پوليسو په رڼا ورځ په مخامخ ډزو وواژه .

د هغه وخت ناخوالې چې افغانانو ته اوس هم وريادې کړې، نو اوس يې هم ستوني ځيږ شي؛ افغانانو ته د چارواکو او عامو خلکو مخامخ ښکنځل هم په همدې دوره کې پیل شول، د وزير اعلی يوه بيان مي د ورځپاڼې پر تندي پر خپلو سترګو ليدلی، چې ويلي و: افغان مهاجر يو ګند دی، ترڅو چې دا ګند په دي ملک وي، داملک نه جوړيږي!

ددې ګوند اکثره فعال غړي له خپلې حکومتي دورې نه وروسته ډير زيات شتمن شوي دي، بیګم نسیم ولي خان په يوه تلویزوني مرکه کې د خپل ناسکه زوي او د ګوند د مشر اسفنديار ولي هغه جايداد ته هم اشاره کړې چې له حکومتي دورې وروسته يې ترلاسه کړی.

ددې ګوند د چارواکو د زيات شتمن کيدلو لامل دادی، چې دوي له بډو او رشوت نه علاوه له څو متضادو خواوو نه پټې پیسې ترلاسه کولې:

دوي د پاکستان له فوځ او خفیه ادارې نه د سوات په جګړو کې د جاسوسي او همکاري په بدل کې جلا پیسې ترلاسه کولې؛ د همدې جګړې پر سر يې د امريکا له سفارت نه جلا پیسې ترلاسه کولې؛ د کابل د حکومت په توسط يې د هندوستان له استخباراتو جلا پیسې ترلاسه کولې.

يو ځل چې د پاچاخان په اړه په کابل کې کانفرانس جوړشوی و، ددې ګوند مشران کابل ته تللی و، هلته د هند د استخباراتو له خوا يوه زياته اندازه پیسې د حامدکرزي د فرهنګي سلاکار زلمي هيوادمل په لاس ورکول شوې وې.

تاریخ ثابته کړې چې دا خلګ د پیسو په بدل کې هر چاته وفادار دی او په حقيقت کې هیچا ته هم وفادار نه دي.

دوي له عام پښتون او افغان سره هيڅ مينه او تړون نه لري، بلکې د پردو په غوښتنه پښتون ته هرډول زيان اړوي.

په دوه زره شپږم کال کې د دغه ګوند يو ناراضه غړي فريد توپان د خيبر له پښتو ژبې تلويزون سره په خبرو کې پر دې خبره اعتراف وکړ، چې پر افغانستان د روسانو د يرغل په دوره کې اعظم خان هوتي د افغانستان د هغه وخت له کمونيستي حکومته پیسې ترلاسه کولې، په بدل کې يې د افغان مهاجرينو په کیمپونوکې چاودنې کولې.

د عدم تشدد دعوه کوونکو د روسانو د پیسو په بدل کې د خپلو پښتنو، بې وزله ، مهاجرو او مسافرو افغانانو ویني بهولې، هغه افغانان چې د خپل سر او عزت د ساتنې لپاره يې د دوي لمن ته پناه راوړې وه.

ددې ګوند مشران اکثره فيوډالان دي، دوي د عام پښتون د سوکالي سره دلچسپي نلري، بلکې غواړي د پښتونپالني په سمبوليکو شعارونو سياست وکړي او پیسې ترلاسه کړي.

په عمل کې د عام پښتون ولس پر ضد د نړۍ له هره استعمار سره عملا درېدلې دي، که څوک داسي فکر کوي چې دغه ګوند به په جغرافیايي ډول د پښتنو ازادي ته عملي کار وکړي، نو دا يوه لويه اشتباه ده، ځکه چې په عمل کې ثابته شوه، چې هغوي د مال او واک په بدل کې د پنجاب هر ډول غلامي منلې او بيا به يې مني، زما لپاره نه ملي وياړ ګرځېدای شي اونه ملي ګټه رارسوي، بلکې هر افتخار او خدمت يې له پنجاب سره شريک دی، زموږ نه تشه مالي ګټه پورته کولای شي.

ددغه ګوند پر غړو لګښتونه فایده نلري، دغه لګښت بايد په بله ملي پروژه وشي، دلته يې ضايع کول بې کاره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

ددی گوند دمشرانو کیسی کیدای د درمسال له ختی کتاب له لوستو سخه په شه توگه معلوم شی کوم چه ددی گوند پخوانی غری صوفی جمعه لیکلی ده په هغه کی د باچاخان په هکله په زره پوری معلومات دی لوستل یی مه هیروی .

الحاج استا ذ بیانزی

خپلواک صاحب ډیره مننه ، ته هم ښکلی او لیکنه دی هم ښکلی وه ، د خپلواک نوم زما ډير خوښیږی خو یو وخت می تری زړه تور شوی وو چه غلامانو ( نشنلستانو ) به ځانته دغه نوم کیښودلو ما ویل که خپلواکی هم دا وی له دی نشنلستی خپلواکی خو په غلامی شکر ویستل په کار دی . دا چه ستاسی نوم می خپلواک ولید ، او لیکنه دی هم د یو غلام نشنلست ( … لالا ) په اړه لیکلی وه ، زړه می وو چه له لوستلو یی صرف نظر وکړم ما ویل تاسی به ورله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x