شعـــــرونه

غزل – عاکف مهاجر

شاعر: عاکف مهاجر

ژوند می هم ته یی زه په تا ژوندی یم
هر چاته وایم په یو چا ژوندی یم

داسی وخت مکړی چی زه یم او ته نه یی
ستاپه یوه ښکلی دعا ژوندی یم

تاچی وینم زه وایم جهان زما ده
په دی جهان ستا په موسکا ژوندی يم

ته می روح یی ژوند می په تاولاړ ده
ته یی ځکه زه په دی دنیا ژوندی یم

ته چی لپه کړی لاسونه زما لپاره
ګرانی زه بیا په رښتیا ژوندی یم

موری دعاکف دنیا په تاباندی ودانه ده
بی له تا زه هسی بی معنی ژوندی یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x