نظــر

د اوباما اوښکو تویدل د امریکا د ۲۰ ماشومانو په وژنه

یوه اونی مخکی یو شل کلن زلمی د امریکا دکنتوکی ایالت په یوه ښوونځی کی د ځان په ګډون ۲۷ بی ګناه کسان ووژل چه شل یی کم عمره ماشومان وو ، نوموړی خپل پلار اومور له اوله وژلی وو ، بیا ښوونځی ته ولاړ هلته یی  نور لوی واړه ووژل او اخره کی یی ځان هم وواژه  نو د دده په وژنه تر ډیری کچی اصلی حقایق پټ پاتی شول  چه دا ناروا او بی رحمه کار ولی وشو ؟ هر څه چه وو وشول ، د امریکا حکومت به یی دلایل پیدا کړی خو د  دلایلو پیدا کول هغوی ته بیا نوی ژوند نه شی ورکولی،   هو ، یوه لویه ګټه لری که د شوی پیښی  عوامل پیدا کړی او ددی ډول بی رحمیو مخه ونیسی ، خو ډیر ځله دوی عوامل نه اعلانوی  ځکه د عواملو اعلان د مقاماتو په ګټه نه وی .

مونږ ددی پیښی په دی هکله چه  د امریکا د لسوزه ریس جمهور ورباندی ولی  اوښکی توی او یا یی وژړل ، خبری کوو:

 د حالاتو په بی رحمیو او ظلم  زړونه  نرم او  سترګی ( اوښکی) جوړی کړی او کله د زړه  دردونه د  زړه  واویلا ( ژړا ) څرګنده کړی چه څومره ظلم په ماحول کی روان دی چه مونږ یی له مخ نیوی عاجز پاتی یو.

د ښاغلی اوباما د اوښکو توییدل او یا ژړا کول دامریکا خلکو ته دده خواخوږی او ښه سړیتوب څرګندوی( چه اوباما لکه د یو ښه او ژمند  مشر په شان یی اوښکی تویی او وژړلیدو)  هو په دی قضیه کی  چه ناڅاپی پیښه شوی وه داوباما له واکه بیرون خبره وه ، خو داچه دڅه عواملو د شتون له امله دا پیښه رامنځته شوی وه اوباما کولی شو دیو بیدار ریس جمهور په صفت یی هغه عوامل لری کړی وی ډیر به شه وو او دی به د یو مبتکر ، فعال او عادل ریس یامشر په صفت پيژندل شوی وی،  خو که ددغو عواملو شتون د راتلونکی وختونو  د پاره لیری کړی بیا هم لویه خبره ده .

مونږ اوس د اوباما د ژړا په ماهیت اوکیفیت خبری کوو:

  مونږ په چم ګاونډ کی  تل وینو چه شه او بد خلک په هره تولنه کی لږ و ډیر شتون لری  هغوی چه ډیر شه وی نو د چم ګاونډ په خلکو یی هم لکه د خپلی کورنی په شان اوښکی تویږی او د مرستی د پاره یی هلی ځلی کوی  او په څانګړی ډول هغه چه د کور کلی مشری هم په غاړه لری او دا ډول خلک نه یواځی دا بلکه د داسی تراجیدو پیښو له کیدو مخکی  یی د مخ نیولو هڅی کوی . یا په بل عبارت د نیکو او صالحو خلکو زړه سوځیدل او ترحم په کلی کور او یا ټوله نړی کی د ټولو مظلومو انسانانو سره یو شان  وی . خو که څوک په یوځای کی دا کار کوی او بل ځای کی یی نه کوی یا یو ځای کی رحم او بل ځای کی ظلم ،  فساد  او ناروا وینی تویوی ، نو دا ډول زړه سوی د خپلو ګټو د پاره ریاکارانه اومنافقانه وی دغه ډول خلکو ته فریب کاران او داړه ماران ویل کیږی .

مونږ بی له دی چه له چا یی واورو ، په خپلو سترګو یی وینو ،  چه د اوباما د وژنی کارخانی دده په دی څلور کلنه دوره کی څومره بی ګناه او بی دفاع خلک ، په افغانستان ،عراق ، لیبیا ،یمن ، سومالیا ، سوریه او بحرین کی  ووژل ، معیوبه ، بی کوره او بی اوره یی کړل او څومره روغتونونه له زخمیانو ، څومره  زندانونه له بندیانو اوڅومره لیاری کوڅی له معتادانو او لیونیانو ډکی دی اودا ټول د اوباما د قوماندی او پلانونو په وسیله تر سره کیږی په دی وژنو کی  زاړه ، ښځی  او ماشومان هم شامل دی . د مثال په ډول د قندهار په پنجوایی ولسوالی کی د دوی دوحشیانو یو ټیم  ۱۷ ماشومان په ډیره بی رحمانه ( د شپی په خواږه خوب بیده  نه یی د لاسونو او نه یی د پښو ګناه درلوده ) شهیدان  او له شهادته وروسته یی ورباندی تیزاب وشیندل او ویی سوځول چه تصویرونه یی د سوو سټکوورو په شان اوښودل شول خو جلالت ماب اوباما  ورباندی اوشکی  او ژړا خو پریږده افسوس هم ونکړو  حتی د هغه شهیدانو له کورنیو یی معافی هم ونه غوښتله  او حتی په ډیرو داسی وژنو کی  ځپلو دی ناروا وژنو ته قانونی بڼه هم ورکړیده، دا ډول وژنی د جګړی ریسک ګڼی  او یا وایی چه طالبانو هلته کمین نیولی وو .  د پنجوایی د ډیری بی رحمانه پیښی قاتلینو ته یی د جزا او زندان په ځای جایزی او کورونه ورکړل  اوکله ورته  دملی قهرمانی مدالونه ورکوی . زما پوشتنه له ښاغلی اوباما څخه ( چه د خپلو ملګرو له خوا ورته د سولی جایزه هم ورکړی شوه ) داده چه د افغانستان دماشومانو وژنه او د امریکا دکنتوکی  دماشومانو په ناروا وژنه کی څه توپیر وو ، او که وو خو  د ظلم تشدد اوتوهین څو واری د افغانستان د پنجوایی ولسوالی دماشومانو په وژنه کی وو .  او بیا  ستا د قوماندی لاندی  شهیدان شوی وو  تاسو خو پرهغو بی مور او پلاره او بی حکومته ماشومانو یوه اوشکه هم توی نه کړه او نه مو وژړل  او نه مو د خفګان اوسیلی (که ریا کارانه هم وی پروا یی نه کوله) وکړل او نه مو دهغو د ورثه وو د تلفاتو جبران وکړو خبره څه ده ؟ . او نه مو ددی ډول واقعو نور مخ نیوی وکړو ،  په سوونو او زرونو دا ډول واقعی  هر چیری او هره ورځ ،هره اونی او هر میاشت ستاسی په قومانده تکراریږی او حتی له دی ډیرنور بد واقعات دی چه له هیوادوالو او نړیوالو تر اوسه پټ پاتی دی .

نو د امریکا دکنتوکی ایالت دماشومانو په وژنه  به تاسی څرنګه واقعی اوښکی توی کړی وی  او یا به مو ژړلی وی ؟  د ظالمانو په سترګو کی اوښکی کله وی ، اوښکی له مهربانو زړونو منشا اخلی اوستاسی په زړونو کی رحم نشته نو اوښکی مو له کومه ځایه  راووځی ، تاسی خو فکر کوی چه دا خلک خدای نه لری که لرلی یی نوله تاسوبه یی ژغورلی وی د اوښکو تویدل خو د هغو کار دی چه په معنویاتو عقیده لری ، تاسو خو ځانونه دنړی خدایان ګڼی  ، د خدایانو د پاره د اوښکو تویدل که ریا کارانه نه وی نور څه مفهوم لری .  خو دا د تیرویستلو او ریا کارانه اوښکی دی چه جلالت ماب ریس جمهور صاحب یی د کنتوکی په معصومو ماشومانو  توی کوی .

دا هم امکال لری چه وژونکی به د افغانستان او یا عراق د جنګونو عسکر اویا  کاریګر وو  ، او لا به د هغه بشردوسته امریکایانو له ډلی څخه به  وو چه د ناروا اود بی ګناه وژنو او د ناروا جنګونو سره به مخالف وو ، داچه چا یی خبرو او غوشتنو ته غوږ نه نیوه  نو دا به یی د احتجاج یواځنی لیار وه چه په  داسی ناروا افراطی عمل یی هم یی نور او هم یی ځان وواژه  او لا به د چا په واسطه وژل شوی وی( چه دا راز پټ پاتی شی)  .  او که مونږ قبوله کړو چه ددی سړی ماغزه خراب شوی وو دا کار یی وکړو نو بیا هغه لیونی چه پنجوایی کی  یی ۱۷ ماشومان شهیدان کړل ولی مو د جزا پرڅای د قهرمانی مدال او مادی مرستی ورکړی او  تاسی د هغه معصومو  بی ګناه او بی دفاع ماشومانو په ناروا او بی رحمانه وژنه   اوشکی توی نه کړی چه د نیمی شپی په خواږه خوب ویده وو ، هغوی خو طالبان هم نه وو هغوی خو لویان هم نه وو. هغوی خو د کنتوکی د  ماشومانو په شان ماشومان وو او حتی د هغو ورثه وو ته مو د هغو قاتل په لاس ورنکړو چه د افغانستان د اساسی قانون په اساس چه تاسو ورله جوړ کړی وو ، جزا ورکړی شوی وی ، دا  څرنګه قانون  او منطق چه ماشومان یی په افغانستان کی وژلی او سوی دی  خو جزا د پاره دی امریکا ته یوړی شی . دا که د هغه قاتل او قاتلانو  د پریښودلو او له جزا نه د خلاصولو دسیسه نه وه نوڅه خبره وه ؟ د بارک اوباما دا ژړا د امریکا د ماشومانو په سر حتمی ریاکارانه وه .

 د امریکا دجنګ تصمیم نیونکو( ماسونیستانو چه اکثریت یی یهودان دی ) ټوله نړی غریبان په غلامانو   او د ټولی نړی حریص سرمایدارا ن په  بادارانو ویشلی ده  ، یعنی دنړی ټول سرمایداران لکه دیوه ملک خلک او د نړی تول غریبان د بل ملک خلک دی ، که دغه شل کسه ماشوما ن د امریکا د غریبانو اولاد وو نو د اوباما اوښکی صرف خلکو ته ځان شودل وو او که چیری د سرمایدارانو بچی وو نو بیا خو په حقه یی  اوښکی توی کړی وی .

نړیوال استعمار چه د نړیوال حکومت د تاسیسولو په تکل کی دی، امریکا استعمار نه بلکه نړیوال استعمار دی  د نړیوالو حریصو سرمایدارانو ظلم او استثمار په نړیوالو نادارو او غریبانو دی که هغه غریبانان په امریکا کی دی ، که افغانستان او یاعراق او یا اروپا کی دوی ته توپیر نه لری.  مونږ دزاړه  بشری ژوند په اخری پیړیو او یا شیبو کی  ژوند تیروو ، داسی معلومیږی چه د ناداره اومظلوم  بشریت راتلونکی ډیرو تاریکو ، فسادونو او وینو تویولو کی ده .  قدرت د مجرمینو او مفسدینو په واک کی دی ، معیارونه بدل شوی دی هغه چه پخوا به مثبت وو اوس منفی او هغه چه به منفی وو اوس مثبت دی . سیاسی ، نظامی ،اجتماعی ،اقتصادی ،فرهنګی او داسی نور ټول قدرتونه د دجالی سیستم په لاس کی دی دتولی نړی میدیا هم د ظالمانو په لاس کی ده ،( څه چه کوی هغه نه وایی اوڅه چه  وایی هغه نه کوی)  د دوی جنتونه اودوزخونه سرچپه دی ،په دی نوی سیستم کی هغه اشخاص او یاګروپونه مخکی او مقتدره دی چه په دروغو ،فریب کاریو ،غلا ،قاچاق ،وحشت او ظلم کی له نورو مخکی والی ولری ، اوس د قیمتی کالیو ، د قیمتی ګاړو ،قیمتی کورونو او بزنسونو لرونکی هوشیار سیاست مدار او د شه شخصیت خاوندان دی دوی باید نورو ته وښایی چه څرنګه کینی او پاڅیږی ،د دوی هر څه سم او د نورو هر څه وران او ناسم دی  .

یا به  د دوی غلامی منی(  او هغه هم که دوی د ی په غلامی ومنی )  د دوی په ساتنه او روزنه کی به نیم مړ او نیم ژوندی ژوند تیروی که نه بیا ته نه یواځی په کلی کور او ملک کی ځای نه لری بلکه په توله نړی کی اوسیدی نه شی ( مګر داچه ټوپک په اوږه کیږدی) او د خپل ژوند پاتی برخه د دوی سره په جنګ  کی تیره کړی ،دا  ډول خلک  دهشت ګر ، غل ، رهزن او تروریست دی او تور لست کی یی نوم لیکل کیږی  دنړی هر ګوټ ته  چه ځی په نوم یی تور یا سور بیرغ نشانی شویوی، نیول کیږی او لوی دجال ته سپارل کیږی بیا د دجال خوشه چه څه ډول جزا او شکنجی ورکوی که چاته کمه جزا ورکوی نو ژر یی وژنی او که د دیری جزا مستحق وی نو بیا یی  وژنه له ډیرو شکنجو او ربړنو وروسته وی.
مونږ د اوباما د ریاکارانه اوښکو تویولو او یا ژړاکولو به هکله اوس هم په خروار کی خورد نه دی لیکلی مونږ که دنړی اوسنی نړیوال استعمار په هکله په سلو کی یوه برخه لیکو نو کتابونه به پری ډک شی

(الحاج استاد بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x