ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۲۵) – زموږ لپاره الله تعالی پوره دی!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

زموږ لپاره الله تعالی پوره دی!

( حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْلُ )

خپل کارونه الله تعالی ته سپارل، توکل پری کول، پر وعدې یې باور لرل، رضا ته یې تسلیمېدل، نېک ګومان پرې لرل، او دهغه له لورې د ستونزو او اندېښنو د غوټې پرانیستلو ته انتظار ویستل، د ایمان له سترو ثمرو او د مومن له مهمو صفاتو څخه دی، کله چې بنده د خپل عاقبت په اړه مطمئن شی، او په هره معامله کې پر الله تعالی باور او توکل وکړی، نو د الله تعالی د مرستې، نصرت او پام وړ ګرځي.
کله چې ابراهیم علیه السلام اور ته وغورځول شو، نو ویې ویل:

( حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْلُ )
” زموږ لپاره الله کافی دی، او هغه غوره کار جوړوونکی دی. ”

الله تعالی پرې اور یخ او سالم کړ ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګری یې د کفارو له لښکرو نه ووېرول شول، نو ویې ویل:

( حَسْبُنَا ٱللَّهُ وَنِعْمَ ٱلْوَكِيلُ 【۱۷۳】 فَٱنقَلَبُوا۟ بِنِعْمَةٍۢ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَضْلٍۢ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوٓءٌۭ وَٱتَّبَعُوا۟ رِضْوَٰنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ )
” زموږ لپاره الله تعالی کافی دی، او هغه غوره کار جوړوونکی دی، په پای کې هغوی د الله تعالی له نعمت او لورېینې سره بېرته ستانه شول، هغو ته هېڅ راز زیان هم ونه رسېده، او د الله تعالی له خوښې سره سم تګ کولو مرتبه یې هم وموندله، الله ډېر ستر لوروونکی دی. ”
انسان د خپلې کمزورۍ له امله نشې کولای، چې په یوازې ځان له پېښو سره پهلوانی وکړی، او د ستونزو مخه ونیسی؛ خو کله چې پر خپل پروردګار توکل او باور وکړی، او خپل کارونه هغه ته وسپاری، نو بیا کولای شی چې له پېښو سره پهلوانی او له ستونزو سره مقاومت وکړی.
که انسان پر خپل رب توکل او باور ونه کړی، نو کله چې حادثې، ستونزی، مصیبتونه او ناروغۍ له ده څخه غېږې راچاپېره کړی، نو څه لاره به ولری؟

( وَ عَلَی اللهِ فَتَوَکَّلُوْا اِنْ کُنْتُمْ مومنینَ )
” پر الله تعالی توکل وکړی، که تاسې مومنان یی. ”

ای خلکو! که غواړئ چې بریالی اوسی، نو پر قوی او غنی ذات توکل وکړی، چې له بلاګانو او پېښو نه مو وساتی.

( حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْلُ ) خپل شعار وګرځوه، که شتمنی دی کمه شی، او پورونه درباندی زیات شی، غږ وکړه:
( حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْلُ ) کله چې د دښمن وېره درباندی غالبه شی، یا څوک درباندی ظالم شی، نو ووایه چې: ( حَسْبُنَا اللهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیْلُ ).

( وَ کَفی بِرَبِّکَ هَادِیا وَّ نَصِیرًا )
” او ستا لپاره ستا رب لارښوونکی او مرستندوی کافی دی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x