fbpx

اسیا فونډیشن:۵۷سلنه افغانانو په حکومت باور له لاسه ورکړی

د اسیا فونډېشن یوه تازه سروې ښيي چې د راتلونکي په اړه د افغانانو هیله مندي او پر حکومت باور په یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلی دی. د دغه بنسټ په یوه تازه راپور کې چې نن یې خپور کړی ۵۷ سلنه افغانانو ویلي چې هېواد یې پر سم لوري نه دی روان. په دغه راپور کې نا امني، کمزوری اقتصاد او ناوړه حکمتولي د افغانانو اساسي ستونزې بلل شوې دي.
د آسیا فونډیشن په خپل کلنی راپور کی چی له ۷۵۱۴۴ کسانو سره یی د امنیتی او اقتصادی وضعی په اړه خبر کړی ویلی چی ۳۷ سلنه خلک په دی باور دی چی هیواد ښه لوری ته روان دی خو ۵۷ سلنه بیاپه دی آند دی چی هیواد سالم لوری ته نه دی روان .
هغه کوم علتونه دی چی پر حکومت یی د افغانانو باور کمزوری کړی ؟
۴۵ سلنه خلک یی علت ناامنی

۲۵ سلنه خلک یی بیکارۍ

۱۲سلنه خلک یی اقتصادی کمزورتیا

۱۱ سلنه خلک یی بده حکومتوالی

او ۵ سلنه خلک یی سازمان شوی فساد مهم علتونه ګڼی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د