مدني ټولني د مسلمانانو سره غم شریکي کوي که د کفارو سره ؟

محمد عارف محتاج-

په نړۍ کې له اسلامي نظام را وروسته د بشري نظامونو په راتګ سره ډول ډول قوانين رامنځ ته شول چې د هغو له ډلې څخه يوهم مدني قوانين دي. مدني قوانين هغو قوانينو ته ويل کېږي چې بشر په خپل لاس د خپلو ستونزو، غوښتنو او ګټو له پاره د خپل فکر په اساس قوانين وټاکي، چې ځينې يې د وضعي قوانينو په نوم هم يادوي. مدني قوانين د حاکمو چارواکو او زورواکو له خوا د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه ټاکل کېږي او د دې قوانينو د تطبيق او دعوت په موخه ځينې ډلې ټپلې جوړوي چې دغو ډلو يا ټولنو ته مدني ټولنې او فعاليت کوونکو ته يې مدني فعالان ويل کېږي.

د مدني ټولنې په اړه بېلابېل تعريفو راغلي دي غواړم د ځينو يې دلته يادونه وکړم. د مدني ټولنې د تعريف په اړه يو غربي عالم جايی سن داسې وايي: ((مدنې ټولنې نوې استعماري پروژې دي چې نړيوال يې د خپلو ګټو لور ته لارښوونه کوي)). د مدني ټولنې بل تعريف په دې ډول سره شوی دی: (( مدني ټولنه د يو پُل حيثيت لري، دولت د ملت خواته او ملت د دولت خواته پرې تېرېږي يا هغه کړۍ ده چې ښي او چپ سره نښلوي)).

په دې وروستیو لسیزو کې په نړئ کې تر بل هر چا په مسلمانانو باندي زیات ظلمونه شوي دي . په دوۍ باندي هغه بمباردونه وشو چې د نړۍ په تاریخ کې یي ساری ډیر کم لیدل کیږي ، هغه کیمیاوي وسلې په مسلمانانو او د مسلمانانو په خاور کې وازمویل شوې چې په نړۍ کې یي استعمال منع دی ، ځمکي یي ونیول شوې ، په بې رحمي او وحشت سره ژوندي وسوځول شول شهیدان او بندیان شول . که يي په منځني ډول راواخلو هره ورځ په سلګونو مسلمانان وژل کیږي.

په برما او میانمار کې د نجسو بودایانو له لوري بې ګناه مومنان نارینه ، ښځي ، سپین ږیري او ماشومان ژوندي په اور کباب شوو ، د بدن غړي یي په ژوند ورڅخه پرې شوو ، د ایغور په بې وسه او عاجزه مسلمانانو باندي د چین کمونیستي حکومت تر خپله وسه ظلمونه وکړل ، بشار د سوريې مسلمانان دومره وځورول چې کفار یي وشرمول ، د فلسطین مسلمانان څه باندي شپیته کاله د مسلمانانو د تر ټولو سرسخت دښمن له لاسه د اور په لمبو کې ژوند کوي ، د کفري نړۍ په زیاتو هیوادونو کې د ښځو په حجاب بنديز لګیدلی او مسلمانان د ډیری احکامو په ځای کولو ته نه پریښودل کیږي.

لنډه دا چې د نړۍ ټول قوانین تر پښو لاندي کیږي او په مسلمانانو باندي ظلم روان دی .

خو یوه ورځ هم داسي ونه شو چې یوې مدني ټولني دي په دې اړه د خواخوږي یوه وړه اعلامیه خپره کړي وي ، یوه ورځ یي هم د برما ، فلسطین ، سوریي او … له مظلومو مسلمانانو سره غم شریکي ونه کړه ، په هغوۍ باندي چې هر څومره ظلمونه وشول دوۍ یي ظالمان ونه غندل.

خواخوږي او غم شریکي خو یي پریږده ، هغه څوک چې له د هغو مظلومانو په حال دردمن او خفه وي هغه هم د دوۍ په نظر ښه نه ورځي ، ورته وایي تاسو د خپل سر څخه اور مړ کړئ ، د هغوۍ غم خوري په تاسو نه دی راغلي ، پردي پال له ځانه مه جوړوۍ.

په دې هکله یي د الله تعالی دا اقوال له پامه غورځولي دي : الله تعالی فرمایي(إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً… الآیه) ، (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ… الآیه) . د نبي صلی الله علیه وسلم هغه قول ته چې مومنان یي د یو جسد په شان بللي دي دوئ هیڅ اهمیت نه ورکوي.

اما نن د پاریس د کفارو په مرګ باندي په کابل کې د خواخوږي او غم شریکي شمعي بلوي ، حیا ، ننګ او غیرت یي هر څه د مادیاتو په خاطر له منځه تللي دي.

مدني ټولنو ! تاسو هیڅکله د نړئ د مسلمانانو سره غم شریکي ونه کړه ، د هري ورځي په تیریدو سره ستاسو اصلیت چې د کفارو خدمت دی واضح کیږي .

راشۍ نور له الله تعالی څخه وډاریږۍ دا هر څه له منځه تلونکي دي ، دا دنیا له زوال سره مخ دی ، د الله تعالی په وړاندي د حساب او کتاب ورځ راتلونکي دی ، تاسو هلته لاجوابه یاست ، د ویلو لپاره هیڅ نه لرۍ ، نو په اخلاص او عاجزي سره له خپلو دغو ناوړه اعمالو څخه نصوحا توبه وباسۍ اوس هم لا وخت شته.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak.khan
میلمه
mayak.khan

له نن څخه وروسته دمدني ټولنو په نوم کسان مسلمانان ندي ، که څوک پدغه أړه دلیل غواړی ، نو داهسې دسترګو دپټولو په معنا دی،

شمس الحق
میلمه
شمس الحق

دا هغه نجس کسان دی چی د مشخصو کړیو لخوا په دغه ماموریت لګیا دی او ځان ته دمدنی حرکت لقب ورکوی دوی د د یهودو په ټول وژنه اوشکی نه تویو دوی یی د په هغه بیکناه مسلمانان چی په ټوله اسلامی نړی کی ددغه وحشی یهودو لخوا په ډیر وحشت سره په شهادت رسیژی د هغوی سره د غمشریکی وکړی دوی نه وجدان نه ضمیر او نه اسلامی عاطفه لری دوی واقعا چی ډیر کم عقلان خلک دی ددوی په دغه روانی حالت افسوس پکار دی