نظــر

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې اودامريکا نوماند ؟

 د تیرو وختونو او تجربو ته په کتو سره د نړۍ  هر هیواد د خپلو ملی گټو لاسته راوړلو هڅې کوی چی په تیر بیا امریکا او د هغوی ملاتړی هیوادونه تل  په سمیه او په ځانګړی ډول په افغانستان کې د تېرو او روانو حالاتو نه خپلې  گټې پورته کړی دی او اوس یې هم له پورته کوی .

د نړی دغه  هیوادنه هیڅ کله هم د خپلو گټو لپاره هیڅ کوم خنډ نه مني خو مونږ افغانان په دې  پوهیږو چی یوازی طالبان دی چی له دوی سره په  هیڅ ډول  کومو پریکړو ته نه راسیږی ځکه چی په افغانستان کې هره ورځ  د امریکا او ناټو پوځیان د طالبانو لخوا وژل کیږی طالبان هغه څوک دی چی د امریکا او د ناټو په خلاف یې عقیدوی جګړه پیل کړې ده ب

یا دا پوښتنه ټولو افغانانو ته په ځانکړی ډول پښتون قوم ته چی په لر او بر کې اوسیږی دا راپیدا کیږی چی ولی جکړه د پښتنو په سيمه کښې روانه ده او ولی پښتانه دد روانې جگړې قربانیان دي خو دا فکر چا نه د کړی چی په سیمه کې دا  جګړه ولی پيل شوې  ده ؟

دا  جګړه چی په دې  سیمه کې روانه ده دا هم د امریکا او د ناټو هیوادونو د گټو لاس ته راوړلو لپار دوی په افغانستان کې جهادی راهبران ټول په ډالرو واخستل دوی دې  ته مجبوره کړل چی  افغانستان دولت کې ناست کسان او دغه رهبران د امریکا او د دوی ملاتړو هیوادونو غوښتنې ومنې  ، یواځې طالبان دی چی په افغانستان کې اوسه پورې د دوی لپاره خنډ دی دغه طالبان چی زیاتره یې پښتانه دی او د دوی په سیمو کې په قصدی ډول د امریکا او د ناټو لخوا جگړه روانه ده چی د دغه قوم ریښه وباسی او کمزوری یې کړی چی ترڅو بیا دغه قوم د دوی د مذهبې او اقتصادی گټو لپاره خنډ نشی . کله چی د جهاد رهبران پاکستان ته راغلل نو هغه وخت د پاکستان او د امریکا دولتونو ډیرې مرستې ورسره وکړی تردی چی د امریکا د هغه وخت ولسمشر ریګن د ناصر باغ کې د افغانانو کیمپ ته راغی او لیدنه یې وکړه چی بیا یې مجاهدینو ته د پښې  لوڅو لقب ورکړ هغه ځکه چی مجاهدینو د افغانستان ملی گټو ته کار نه کاوه  بلکی خپلو شخصی او د امریکا او د پاکستان گټو لپاره یې  جهاد او جگړه کوله .

کله چی امریکا پاکستان ته د 24 ساعتونو وخت ورکړ  چی یا د امریکا  سره د طالبانو پرضد جګړه کښې د دوی ملاتړې شی او یا د طالبانو سره ملګری شی نو د پاکستان  د هغه وخت ولسمشر پرویز مشرف خپل قوم ته وینا وکړه چی اوس خپلې گټې د امریکا سره د طالبانو پرضد جګړه کې ویني نو هغه وخت زیات شمیر طالبان یې د خپلو گټو لپاره امریکا د وسپارل ، امریکا د خپلو گټو لپاره مجاهد او طالب سره هم وفا نه ده  کړی ځکه چی مرستې یې هم د هغوی په گټه ورکول کیدی او اوس یې جگړه د طالبانو په خلاف هم د دوی په گټه روانه ده او د افغانستان په اوسنې دولت کې هم پخوانیو مجاهدینو ته ونډه د دوی په گټه وه .

کله چې  د افغانستان په تباهی کې د امریکا او گاونډیانو لاس دی دومره د جهادی رهبرانو او په افغانستان کښې د نورو ګوندونو اود ډلو لاس هم دی دوی ول چی د امریکا او د گاونډيو هیوادونو گټو ته یې کار کړی دی نه د دین او د وطن گټو لپاره ، اوس راځم خپل اصلی خبرې ته .کله چی په افغانی ټولنه کې  مجاهدین په خپل مینځې جگړو پر وخت خپل ځانونه بدنام کړل نو بیا یې  نو اسلام ته هم ضرر ورسید او دواړو خواو پښتانه هم اوسه پورې پر د جرم کې سوځیږی چی دوی خپل مذهب او عقیدی ته ډیر ژمن دي او امریکا او د افغانستان گاونډیانو گټو ترلاسه کولو ته یو لوی خنډ دغه قوم جوړ کړی دی امریکايا نو په افغانستان کی د یو داسی دولت سرپرستی او ملاتړ یې کولو چی اوس په نړې کې رشوت او فساد په ډګر کې یی اول مقام ترلاسه کړی دی او افغانستان د اوسنې ادارې نه ډیر په تنګ دی او دې  ته اماده دي  ترڅو په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې نه هم مجاهد او نه هم نوری داسی ګوندونه وینی چی د هغوی ته خپلې د سر په قیمت رایه ورکړی اوس امریکا افغانستان کې داسی زمینه برابره کړې ده چی یو داسی کس راولی چی نه هم مجاهد وی او د افغان په نوم امریکي د افغانستان ولسمشر کړی چی اوس مهال د امریکا دولت په هڅه کې دی چی  په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد په راتلوونکو ټاکنو کې نوماند کړی زیاتې پیسی د ټاکنو کمیسون ته ورکړی ترڅو د هغه په گټه کار وکړی زلمی خلیلزاد د یوې رسنی سره په امریکا کې وویل چی زما د نوماندی په اړه سلا او مشوری روانې دی خو د افغانستان اوسنې ولسمشر حامد کرزی دد ه په نوماندې کې مخالفت کوی او امریکا اوس لپاره په افغانستان کې د خپلو هڅو سره افغانان دې  ته تیار کړی دی چی ترڅو د دوی د ژوند ښه کولو لپاره داسی شخص وټاکي . پر دې  هم پوهیږو چی هیڅ کله هم د امریکا او ناټو نه غواړی چی پاکستان د یو اټومی هیواد پاتی شی ترڅو چی پاکستان د خپل کنټرول لاندی راولی هغه ځکه چی زلمی خلیلزاد چی کله هم کابل کې وه نو د پاکستان سره یې اړیکې چندانې  دومره ښه نه وی .

حامد کرزی ځکه د زلمی خلیلزاد مخالفت کوی چی کرزی هم خپلې موخې لری کرزی ورور قیوم کرزی د یوی رسنی سره په مرکه کښې وویل چی د افغانستان خلک باید د دوی د کورنی یو غړی ته  رایه ورکړی ځکه چی کرزی په خپله دولتداری کې افغانستان ته ډیر خدمت کړی دی . زه ګوروم چی زیات افغانان د افغانستان بدامنی او د خلکو وژونه پر طالبانو او گاونډی هیوادونو لاس لرل  گڼی خو زما په اند که طالبان د بهرنیانو په خلاف عقیدوی جګړه کوی نو د جګړه په وخت حلواګانی نه ویشل کیږی او دغه مرګ ژوبلی چې په دې  سیمه کې روانې ی خو دد پیښو پړه په هغه چا اچولی شو چی یو وخت د یوی ډلې سرپرستی کوله خو بلخوا بیا د هغوی د مخنيوی جګړه هم د خپلو گټو لپاره کوی

ایا ولی د افغانانو یو شمیر مشرانو مذهب او وطن د خپلو شخصی موخو لپاره کارولی دی بیا افغانان د خپلو کردارونو پړه هم په بل چا وراچوی ایا افغانان عقل نه لری وطندوسته نه دی د دونیا په روانو حالتو یې سر نه خلاصیږ نو بیا د ګیله د بل چا و نه کړو گناه او تیروتنه مو ځګه خپله ده چی هیڅ بل هیواد د افغانستان په ابادولو کې مرسته نه کوی ترڅو چی یې خپل هیواد گټې نه وی اوس د افغانستان ملت هم فکرمن دی چی ایا هغه جهادی او نور ګوندونه یا ډلې چی د وطن یې تبا او افغانستان يې  یې د خاوری سره خاوری کړی دوی ته رایه ورکړی او که هغه افغان اصلا امریکی زلمی خلیلزاد ته چی ټول افغانان یې په ځانکړې ډول د پښتنو سیمو کې ډیر درنه افغانان بی عزته کړل او ډیر افغانان یې وژل ؟

لیکنه : عبدالحق عمري

پريښنالیک :  af.omeri@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x