افغانستان

ننګرهار: امنيتي ځواکونو د ننګرهار پوهنتون ۲۷ محصلين نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د ننګرهار پوهنتون د لیليې پر ودانیو يې «عملیات» ترسره کړي او د وروستي لاريون په تړاو يې ۲۷ محصلين له ځان سره وړي دي.

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څو ورځې وړاندې د پوهنتون د ځينو ستونزو له امله لاريون وکړ، چې پکې زرګونو محصلینو د معمول په څېر د شعارونو د لېږد لپاره تورې، سپينې او زرغونې ټوټې لېږدوي، خو امنیتي مسوولینو دا ځل د دېټوټو لېږد جرم بللی او په تړاو يې نږدې دېرش تنه محصلین نیولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د دوی ځواکونو تېره شپه د لیلیې پر ودانۍ «عملیات» ترسره کړي او ورسره په لیست کې شاوخوا ۲۷ تنه محصلين يې له ځان سره وړي دي.

ببرک میاخېل؛ چې په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوی
ببرک میاخېل؛ چې په دې وروستیو کې د ننګرهار پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوی

د ننګرهار پوهنتون نوی رییس ببرک میاخېل منلې چې امنیتي ځواکونو تېره شپه پرليليه کې پلټنې کړې او له ځان سره يې ۲۷ محصلین وړي دي، هغه پر دې خوښ برېښي چې د نوموړي غږ اورېدل شوی دی، ببرک مياخېل چې نوی د پوهنتون رییس ټاکل شوی دی د لاريون پر مهال يې هم له امنیتي ځواکونو غوښتي و، چې لاريون کوونکي یا ونیسي يا يې هم د ګواښ په وسیله لاريون ګډوډ کړي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي یو تن محصل د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ویلي چې په لاريون کې د ټول پوهنتون محصلین شریک و، خو عملیات یوازې پر لیلیه شوي دي چې مسافر محصلین يې په نښه کړي دي.

د ده په قول دغه لاريون د لیلیې د ستونزو، د استادانو د غیر حاضرۍ، بدل اعاشې او د نوي رییس له لوري د ښځينه محصلینو پر حجاب د نیوکو له امله شوی و، چې ټول محصلین پکې شریک و.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې نوي رییس پر ځینو پوهنځیو ګرځيدلی او ښځينه محصلینو ته يې ټاکلې موده ايښې ده چې باید نور له چادري سره ټولګي ته لاړې نه شي او امر يې کړی چې په ټولو پوهنځيو کې باید درېشې جبري شي.

دغه محصل وايي چې په ننګرهار پوهنتون کې د لاريون په مهال محصلين له ځانو سره د شعارونو د لېږد لپاره سپينې، تورې او زرغونې ټوټې لېږدوي، چې د پوهنتون نوي رییس تورې ټوټې د داعش بیرغونه بللي او د محصلینو د نیولو امر يې ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم ببرک میاخېل چې مخکې د ژورنالیزم پوهنځي رییس او د بې بې سې خبريال و، ځينو سرچینو ته ویلي و، چې دا لاریون د نوموړي د ناکامۍ لپاره د پوهنتونو د پخوانیو چارواکو یو دام دی.

میاخېل نه دي ويلي چې ولې په تېرو څوارلسو کلونو لومړی ځل د ده په ریاست کې امنیتي ځواکونو ته په نیمه شپه کې لیلیې ته د ننوتلو او د محصلینو د زنداني کولو اجازه ورکړل شوه او نه يې هم په پوهنتون کې د خپلو حجاب ضد څرګندونو د رد یا تاييد په اړه څه ويلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدالله

زما په نظر باید د فاسد ریس ته یوه چاره وسنجول شی تر څو یی محلصین له شره خلاص شی

Abdul

نن کوټی پنجاب څه دروغونه مو باد کړي ريس داسي هيڅ نه د ويلي له همدي ستاسي دروغ مالوميږي

مالک شاه

ډېرو درنو او قدرمنو،
دننګرهار پوهنتون ریس ببرک میاخیل ، ځان په مجاهدینو کې وهلی، خو نور په زړه کافر دی، علاج یې په کار دی، او یو ریموډي بم ورته ضرور دی. ځکه دې بې حیا انسان، په پوهنتون کې ډېر بې حیا کارونه شورو کړي، سربېره په دې، چې ډېر رشوتخور انسان دی، په زړه هم کافر دی. دانګلیس جاسوس دی، دبي بي سي خبریال یعنې دانګلیس جاسوس، له امریکایانو سره هم لار لري. شراب، کباب او فحشا یې څرګندې نښې دي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x