افغانستانخبرونه

ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند ولایت کې د کندهار-لښکرګاه پر غځېدلي سړک د ټریلر او کوچني تېز رفتار موټر د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي.

پېښه د لویې لاري په اوږدو کې د هلمند ولایت په نهرسراج سیمه کې رامنځته شوي ده.

عیني شاهدان وایې د ټکر له امله کوچنۍ تېز رفتار موټر تخریب شوی او ټریلر ته هم زیان اوښتی دی، په پېښه کې ۱۵ تنه چې ډیری یې ښځي او ماشومان دي وژل شوي دي.

څو ورځي وړاندي هم په میوند ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې چې د پولیسو زغره والي شوبلي د ملکي خلکو یو موټر سره ټکر کړی وو مرګ ژوبله رامنځته کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x