
د بیوسۍ او ناکامۍ سمبول – سرلیکنه
نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې ۱۶۵۰۰ زور واکو غاصبینو دولتي او د خلګو شخصي ځمکې غصب کړې.
ښاغلی ولسمشر د دې پرځای چې د هیواد والو غصب شوي حقونو له غاصبینو څخه تر لاسه او غاصبین مجازات کړي يواځې د غاصبینو د کړنو او جنایاتو رپوټ ورکول د ځان مکلفیت ګڼي.
ولسمشر اشرف غني چې لومړنی شعار يې اداري اصلاحات ، د فساد له منځه وړل او د قانون پلي کول و نن د خپلې واکمني په مهال د مفسدینو او غاصبینو په حلقه کې داسې راګیر دی چې خپلو نیږدي مشاورینو يې له مفسدینو سره لاس یو کړی او د محکمې په حکم محکوم مجرمین يي د میلیونونو ډالرو په مقابل کې له زندان څخه راخلاص او بیايي ورسره دولتي قرار دادونه لاس لیک کړي.
ولسمشر یې په وړاندې د هیڅ ډول اقدام جرئت نه لري ، او مفسدین لګیادي د قانون خلاف له خپلو کړنو څخه دفاع کوي او خپلې کړنې د قانون له حکم سره سمې توجیه کوي.
همدا لامل دی چې هیواد په امنیتي ، اداري او سیاسي لحاظ له بحران سره مخ دی او ټول هیواد وال د ولسمشر غني د ناتوانه او بیوسه واکمنۍ له بي کفایتي څخه کړیږي.
هره ورځ په زرګونو افغانان د هیواد د ناوړه امنیتي شرائطو له کبله له هیواد څخه مهاجرت ته اړیستل کیږي ، پانګوال له هیواد څخه د خپلو پانګو ایستلو ته مجبوریږي او په هیواد کې د نا امنۍ او بي عدالتي واکمنۍ ورځ تر بلې ځواکمنه کیږي.
خو که په هیواد کې نا امني خپریږي، که د هیواد په سرحدي سیمو ګاونډیان تیري کوي ، که له زندان څخه محکوم مجرمین د دولتي لوړ پوړو چارواکو د رشوت په مقابل کې له زندانه ایستل کیږي که پر لویو لارو باندې افغانان اختطاف کیږي او که … هیڅ څوک يي په وړاندې نه د مسؤلیت احساس کوي او نه هم د دې ګډوډي د مخنیوي توان لري.
یواځې هغه څه چې د ګډ حکومت چارواکې یې په تر سره کولو ځان مکلف ګڼې هغه یود بل پر خلاف توطیې جوړول او یو د بل د فعالیتونو پر خلاف موقف نیول دی چې هغه د ولس لپاره له مزیدې تباهي پرته بل هیڅ پیغام نه لري .
دا د متفکر ولسمشر د هغې واکمنۍ نتیجه ده چې د امریکايي حمایت په زور پر افغانانو تپل شوی او د افغانانو د ملي وحدت د ځپلو لپاره ورباندې د ملي یووالي حکومت نوم ښودل شوی ، هغه حکومت چې افغانانو یې نه په خپل تیر تاریخ کې یبلګه لیدلې او نه به په راتلونکي کې تري د نیکمرغۍ او کامیابي توقع ولري .
د عینی حقایقو او واقعاتو له مخی : غنی ، کرزی او د هغوی نور لوړپوړی غلامان د کارمل بچیان او د شاه شجاع لمسیان دی ، څوک جه له پلار او نیکه څخه غلامان او په وینو ، رنګو او قوارو کی یی د بادارانو نښی هم ځلیږی دوی وجدان نه لری او د دوی مغزونه پریمنځل شوی ، د چا چه مغزونه پریمنځل شوی ( د څیړنو او پلټنو اټکل څرنګه وکړی ) او د چا له ناپاک بدنه چه وجدان هجرت کړی وی یعنی د عاطفی ، غیرت او شهامت حس او خصلت یی هم له لاسه… نور لوستل »
دا غنی د ناکامی خو لا څه کوی چی بیخی د شرم او فساد سمبول و ګرځید الله د دا فاسده اداره نوره سرکوبه کړی