پژواک: د اندړو اربکيان د پیسو لپاره د خلکو ښځې برمته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې مېشت اربکيان د خلکو ښځې پوستو ته بیايي او بیا د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

پژواک خبري اژانس د دې ولسوالۍ د کابلو د سیمې د اوسېدونکي محمدالله له خولې ليکي چې اربکيان د خلکو له کورونو یا هم د لویو لارو پر سر ځوانې پېغلې او مېړوښې ښځې له ځانو سره بیايي او په بدل کې يې درې سوه زره کلدارې غواړي.

سرچينه د خیال محمد په نوم د یو بل تن له خولې لیکي چې تر اوسه پورې څو ځلې دا پېښې شوې دي خو په اندړو کې مېشت امنیتي مسوولین د اربکيانو د وحشت په اړه څه نه وايي، هغه پژواک ته ويلي: «پلار ولاړ وي، لور يې ترینه یوسي، ایا دا وحشت نه دى؟ ظلم نه دى؟ موږ ورته انسانان نه ښکارو؟ کفر هم داسې نه کوي.»

خیال محمد وايي چې که څه هم په کورنو کې هم د خلکو ښځې د اربکيانو له منګولو خلاصې نه دي خو بیا هم خلک زړه نه شي کولی چې روغتيايي مرکزونو ته لاړ شي.

د اندړو ولسوالۍ د کجير د کلي اوسېدونکی د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته هم د پورته پېښو پخلی کړی، هغه وايي چې د اندړو امنیتي مسوولین هم د اربکیانو پر وړاندې بې وسه دي.

د اندړو ولسوال محمد قسیم دېسيوال هم پژواک ته د خپلې بې وسۍ اظهار کړی او له څرګندونو يې برېښي چې د ولسوالۍ واک د اربکیانو په واک کې دی، هغه پژواک ته ويلي چې که ټوله ولسوالۍ هم طالبان ونیسي خو دوی په اندړو کې اربکيان نه غواړي.

هغه ويلي: «که اندړ سقوط وکړي او ټول د وسله والو طالبانو په لاس کې شي، فرق نه کوي خو موږ په دې ولسوالۍ کې سیمه ييز پولیس او پاڅون کوونکي نه غواړو.»

په سیمه کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې تر دې وړاندې هم په اندړو کې مېشتو اربکیانو یوازې د خلکو کم عمره زامن پوستو ته بېول، خو له څو میاشتو راهیسې يې د پېغلو نجونو او مېړوښو مېرمنو د ناموس لوټ هم مټې را نغښتې دي.

د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل هم د پورته پېښو پخلی کړی او ویلي يې دي چې نوموړي ته د ټولو پېښو راپورونه او اسناد ور رسېدلي دي.

امرخېل وايي چې نوموړی د غزني د خلکو د ناموس ساتنې مسوول دی، خو د اندړو پر اوسېدونکو يې غږ کړی دی چې د خپل ناموس ساتنه دي وکړي او هر څوک چې ورته اقدام کوي ودې يې وژني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د