افغانستان

د غزني امنیه قومندان: زه اسناد لرم، چې اربکیان د خلکو پر ناموس تجاوز کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنیه قومندان وايي چې دی کره شواهد په لاس کې لري چې په اندړو ولسوالۍ کې مېشت اربکيان د خلکو پر ناموس تجاوز کوي.

جنرال امین الله امرخېل وايي چې نوموړي داسې فلمونه او ويديو کليپونه ترلاسه کړي چې د اندړو اربکيان د خلکو پر نامس ډله ییز تېری کوي.

نوموړي د اندړو د خلکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې په دې سیمه کې مېشت اربکيان د دوی پېغلې او مېرمنې پوستو ته بیايي وویل، چې دی پخپله د دې پېښو پخلی کوي او له ده سره شواهد او اسناد هم شته.

امرخېل د اندړو د دوو تنو د اربکيانو رحمت او نورمحمد نومونه اخلي او وايي چې له دوی سره نور ملګري يې هم ورته کړنې ترسره کوي.

هغه ژمنه وکړه چې دا خلک به یا وژل کېږي یا هم زنداني کېږي، خو ويې نه ویل چې دوی به کله دا اقدام کوي.

د غزني امنیه قومندان دا هم وویل چې د اندړو اربکيان د دې ولسوالۍ تر خپل لاس لاندې سیمو کې هره میاشت له هر کور نه ۲۷۰۰۰ کلدارې په زور اخلي.

دا په داسې حال کې دی چې د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو تر دې وړاندې هم د اربکيانو له لوټ، چور، ځور او وژنو نه شکایتونه کړي و، خو دا لومړی ځل دی چې د اندړو ناموس ته د لاس لوېدو خبره کېږي.

پژواک خبري اژانس د دې ولسوالۍ د کابلو د سیمې د اوسېدونکي کابلو له خولې ليکي چې اربکيان د خلکو له کورونو یا هم د لویو لارو پر سر ځوانې پېغلې او مېړوښې ښځې له ځانو سره بیايي او په بدل کې يې درې سوه زره کلدارې غواړي.

سرچينه د خیال محمد په نوم د یو بل تن له خولې لیکي چې تر اوسه پورې څو ځلې دا پېښې شوې دي خو په اندړو کې مېشت امنیتي مسوولین د اربکيانو د وحشت په اړه څه نه وايي، هغه پژواک ته ويلي: «پلار ولاړ وي، لور يې ترینه یوسي، ایا دا وحشت نه دى؟ ظلم نه دى؟ موږ ورته انسانان نه ښکارو؟ کفر هم داسې نه کوي.»

خیال محمد وايي چې که څه هم په کورونو کې هم د خلکو ښځې د اربکيانو له منګولو خلاصې نه دي خو بیا هم خلک زړه نه شي کولی چې روغتيايي مرکزونو ته لاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
معان الرحمن

داسی خبرونه خو بلکل دزغم نه ده یا خو غزنی کی مجاهدین نشته او یا خو دخلکو ایمان کمزوری ده چی اربکیان دخلکو ناموس ته خدای نا خواسته لاس واچوی او بیا دی دکامل ایمان څښتن زغم ولری که حکومت دکابل دداسی خلکو او اربکیانو مخ ونه نیسی بیا خو حکومت هم بی ناموسه ده زه چی لری مسا فریم په خدای قسم چی له غو ثی می ورته طاقت ونه شو دا کار خو روسانو هم نه کا وه نو داسی به څوک وی چی دابیغیرتی وکړی الله دی دوی تبا ه کړی دا موضوع خو باید ټول چار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x