ټولنیزه برخه

ډيموکراسي او تيوکراسي…!

ډيموکراسي په حقيقت کې د تیوکراسۍ پر ضد د یوه ځواکمن او غښتلي غبرګون نوم دی. څومره چې له رنسانس نه په مخکې دوره کې تیوکراسۍ د ولسونو اراده په سختۍ سره تر ستوني نيولي وه، هماغومره په شدت او سختۍ سره ډيموکراسۍ د ولسونو د فردي او ټولنيزي ازادۍ ناره پورته کړه.
د اروپايي ډيموکراسۍ پر وړاندي ستر اوو غښتلی غليم يواځې تيوکراسي وه چې خپلو استبدادي موخو ته به يې د زورواکه سلطنتونو د ډنډې پر زور عملي جامه ور اغوستله.
په اروپا کې حاکمه تيوکراسي د ماهيت او ټولنيز ترکيب له مخې سره يوه وه او کليساګانو د آند او نظرياتو او همدا راز د هغو د تطبيق د لارو چارو پر سر هيڅ اختلاف نه سره درلود، ځکه نو د ډيموکراسۍ نهضتونه هم له هغې سره د مبارزې په لاره کې د ماهیت، کمیت او کيفیت له پلوه د يوه اصل په تطبيق اکتفاء او بسنه وکړه او هغه وه ملقه فردي ازادي چې نهايتاً متضمنه ګڼل کيدله مطلقې ټولنيزي ازادۍ ته.

 له بده مرغه زموږ په ټولنو کې د ډيموکراسۍ د تجربې پرمهال د ځايي عيني واقعيتونو پر ځای د رنسانس له دورې نه مخکې د اروپا عيني واقعيتونه په پاکې نيول کيږي. دلته له دين سره د تيوکراسۍ او له عُلماوو سره د پادریانو په څير چلن کيږي، پداسې حال کې چې لومړی خو موږ د سيمي په نژدې تاريخ کې د ديني رژيمونو د حاکميت تجربه نلرو، خو هغه رژيمونه چې موږ د دين تر نامه لاندي تجربه کړي، له دين نه د فردي او ګروهي برداشتونو ، تمايلاتو او رجحاناتو په پايله کې منځته راغلي، ځکه خو له ناکامۍ سره هم مخامخ شویدي.

هغه مهال چې د رنسانس له دورې نه مخکې په منځنیو پيړيو کې اروپا د تيوکراتيکو سلطنتونو د سخت ترينه جبر تر جغ لاندي ښکيل وه او فردي او ټولنيز باورونه،آندونه او ځواکونه ټول د کليسا له لوري غصب شوي وو، اسلامي نړۍ د ديني او دين پالونکو دولتونو يوه روښانه دوره تجربه کوله او که د تاتاريانو يرغل نه وای، کيداي شي زموږ سسټمونو آن اروپايي انسان هم د کليسا او پادري او همدا راز له هغو سره په همغږۍ کې د مستبدو سلطنتونو له جغه خلاص کړی وای.

زموږ ډموکراتان له بده مرغه زموږ روښانه پېر د ماهيت، انګيزو او ټولنيزو اغيزو له پلوه د اروپا د تيوکراسۍ له دورې سره پرتله کوي او پدې ډول د خپلو تهذيبي او تمدني لاسته راوړنو تر ټولو روښانه دوره تر ډيموکراسۍ قربانوي….!

په اسلامي ټولنو کې د ډيموکراسۍ پر وړاندي چيلنج دا ندی چې ديني کړیو ته دې د تيوکراسۍ نوم ورکړل شي او هغه دې د ډيموکراټيکې مبارزې پر وړاندي د يوه ګواښ په بڼه و انګيرل شي.
د ماهيت له پلوه د حقيقي ډيموکراسۍ د تطبيق پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ له دغې فلسفې نه د ډيموکراتانو غيرمنطقي او ناسم برداشت او د همدغو ناسالمو برداشتونو له مخې د ټولنيزو قضاياوو به اړه ناسم قضاوتونه او له عيني واقعيتونو سره په تفاوت کې د هغوي چلنونه دي.
ډيموکراسي د انساني فکر زيږنده يوه پديده ده او له ټولنيزو عيني شرايطو او عيني واقعيتونو سره د چلن او تطبيق په لاره کې د هغې په آرونو کې د پراخه اجتهاد ګنجايش شته، ځکه نو ډموکراتان بايد چې ډيموکراسي د يوه سازج تصور پر ځای له عيني واقعيت سره سم د یو متحرکي، ډايناميکي، انرژيتيکې، بدلون او انعطاف منونکي پديدې په بڼه رامنځته کړي…..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x