افغانستان

طالبانو د درقد ولسوالۍ هټۍ والو ته خپله نرخنامه ټاکلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د اکتوبرپه ۲۸ مه نېټه طالبانو د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ ونيوله، په دې ولسوالۍ کې يې د نرخونو د کنټرول او د لوړو بيو د مخنيوي له پاره نرخنامه ټاکلې.

ددې ترڅنګ طالبان اوس هم د درقد ولسوالۍ په ښار کې ګرځي او ولسي خلکو ته په ډاډه زړه د ورځنيو چارو د پرمخ بېولو اطمينان ورکوي.

په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي کميسيون رئيس مولوي شمس الدين همت چې خپله يې د درقد ولسوالۍ په ښار کې ترتېب شوې نرخنامه اعلان کړه او چاپ شوې نرخنامه يې په دوکاندارنو وويشلې چې د ځينې توکو نرخونه يې په دې توګه تاکلي دي.

یوه کیلو د پسه او میده مالونو غوښه په ۲۳۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې ۳۲۰ افغانۍ ده.

یوه کیلو د غوایي او سخوندر غوښه په ۱۸۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې ۲۶۰ افغانۍ ده.

پوخ شوی کب (ماهي) کیلو په ۱۸۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې کیلو ۲۳۰ ده.

شاوخوا ۲۰۵ ګرامه وچه ډوډۍ په ۱۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې وزن له ۱۸۰ هم لږ دی.

د وېښتانو اصلاح په ۲۰ افغانۍ حال دا چې په کابل كې له ۵۰ نیولې تر ۸۰ او ۱۲۰ افغانیو پورې دی.

د ماشومانو یو جوړ جامې ګنډل په ۸۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې ۱۵۰ دی.

د مشرانو یو جوړ جامې ګنډل په ۱۸۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې ۳۵۰ دی.

خام ماهي په ۱۳۰ افغانۍ حال دا چې په کابل کې ۱۸۰ افغانۍ ده

دطالبانو د نوې پريکړې او نرخنامې له امله د درقد ولسوالۍ ښاريان خوښ و او ويل يې چې د طالبانو له دغې پرېکړې سره به اوس په ښارونو کې د توکو نرخونه خپل مناسب حالت ته راشي.

په دې وروستيو کې طالبانو د افغانستان د بيلابېلو ولایتونو ولسوالۍ نيولي چې هلته يې د خپل نظام او په اصطلاح يې اسلامي قوانين پلي کړي دي.

د يادونې وړ ده چې په هغو سيمو کې چې طالبان واکمن دي د سيمې اوسېدونکي ټولې ستونزې او پريکړې د حل له پاره د طالبانو ځانګړو محکمو ته وروړي.

ددې سربېره طالبانو په دې وروستيو کې د بغلان او کندوز په ولايتونو کې د سړکونو د قير چارې هم په اساسي توګه ترسره کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس

ستاسو له معلوماتو منندوی یو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x