نړۍ

بلوچستان: د اورګاډي اوښتو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د بلوچستان ايالت په بولان سيمه کې يو اورګاډي له پټلۍ اوښت او چپه شوی چې له امله يې ۱۳ تنه وژل شوي او نږدې ۱۵۰ تنه نور وژل شوي دي.

د پاکستان د «جعفر ايکسپريس» په نامه له مسافرو ډک اورګاډی چې له کوټې څخه د راولپېنډۍ ښار ته په لاره و، نن غرمه مهال د کوټې جنوب ته د بولان په سيمه کې د چلوونکي له واکه ووت چې له امله يې د اورګاډۍ مخکينۍ حصه او څلور نورې ډبې له پټلۍ وغورځېدې او مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

په پېښه کې د نږدې دېرشو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی چې د تداوۍ له پاره يې د هليکوپترو په واسطه د کوټې مرکزي روغتون ته ولېږدول شول.

سيمې ته د بلوچستان ايالت د مليشې ځواکونو لسګونه سرتيري او دوه هليکوپترونه د مرستې له پاره ورغلي و تر څو مړي او ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته وليږدوي.

د اورګاډي ژونديو مسافرو خبريالانو ته وويل چې اورګاډی چې کله د مج سيمې له تمځای څخه روان شو په لومړي پيچومي ډير تېز ورغی، په دويم پيچومي هم تيز تاو شو، چې په درييم پيچومي هم تيز ورغی مسافرو سره اندېښنه پيدا شوه چې کيدای شي د اورګاډي بريک ناکام شوی وي خو په څلورم پيچومي له تېرېدو وروسته اورګاډی له پټلۍ ورغړېده او چپه شو.

په پېښه کې د ۱۳ مسافرو په ګډون د اورګاډي چلوونکی او یو امنيتي سرتيری هم وژل شوی دی.

په سيمه کې امنيتي ځواکونو رسنيو ته ويلي چې تر اوسه ۱۳ تنه وژل شوي دي او نږدې ۱۵۰ کسان ټپيان شوي دي چې په کې د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی چې د کوټې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د اورګاډي وزير خواجه سعد رفيق له پېښې وروسته رسنیو ته ويلي چې ددې پېښه په اړه به څېړنه کوي ترڅو د پېښې لامل معلوم کړي چې دغه پېښه رښتيا هم د بريک د ناکامېدو له امله رامنځته شوې که په اور ګاډي بريدونه شوي دي، ځکه چې په دې سيمه کې له دې وړاندې هم په اورګاډو د وسله والو بلوڅانو له خوا بريدونه شوي وو.

د يادونې وړ ده چې د نومبر په دوهمه نېټه د جعفر ايکسپريس پر اورګاډي د مستونګ په دښته کې بمي چاودنه شوې وه چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي چې د بريد مسؤليت يې بلوڅو وسله والو په غاړه اخيتسی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x