fbpx

د قطب مينار

د قطب الدين مينار د افغان پاچا  سلطان شهاب الدين غوري د ټول هندوستان  د نيونې يادګار دى او د هغه مينار بنسټ د نوموړې سلطان سپه سالار قطب الدين ايبک په لاس چې په ډيلې کې د ده نائب ؤ، ايښود شوى دى. او په (قطب مينار) يې موسوم کړى دى.

د قطب مينار جهانې شهرت لرې او د نړۍ د اوو تاريخې اعجوبو له جملې څخه يې ګڼې، د نړۍ اوه اعجوبې دادي:

١-د قطب مينار په ډيلې کې ٢-  د آيا صوفيه مسجد په اسکندريه کې ٣- د الحمرا ماڼۍ په اسپانيا کې ٤- د مصر اهرامونه ٥- د ايفل برج په پاريس کې ٦- د عراق معلقې باغيچې ٧-تاج محل  په اګره کې.  د قطب مينار په هند کې د سلطان شهاب الدين غازې په عصر کې د پښتنو د برم تاريخې يادګار دى. د روايت له مخې :

په ٥٩٠ هجرې کال هغه وخت چې دا ښار د سلطان معز الدين غوري د لښکرو له خوا فتح شو، نو قطب الدين معزې په اول کې د لمانځه د آذان کولو د پاره (د قوة الاسلام د مسجد د آذان کولو ځاى) دا مينار جوړ کړ. او د ١٣ کيلو مترو په واټن د ډيلې جنوبې خوا ته دى. او د دغه مينار جګوالى ٣٣٨ پوټه دى. او د هغه ګومبزه په ١٨٠٣ ع کې د انګليسانو د راتلو په وخت کې خرابه او ونړيده، او ځينې روايات داسې دې چې په ١٣٧٨ ع کې د مينار يوه برخه د صاعقې په اثر ونړيده.

په تاريخ هند کې ليکې:

د قطب مينار ډير مجلل برج دى. چې ډيلې ته نژدې قطب الدين ايبک جوړ کړى دى. دا مينار استوانيې شکل لرې. له رملې قرمز ډبرو څخه جوړ شوى دى. او پر هغه باندي ځاى پر ځاى ليکنې او د قران کريم آياتونه ليکلي دي. (تاريخ هند ٩٦ مخ)

د قطب الدين مينار د غوري پښتنو يو دا ډول يادګار دې چې په نړۍ کې زيات شهرت لرې. وايي: دا مينار اوه طبقې جګ ؤ. اوس له هغو څخه يواځې پنځه طبقې پاته دي او په اوسنې حال کې دا مينار (٣٣٨) پوټه جګوالى لرې. او ښکتنۍ خوا يې (٤٧) پوټه او پورتنۍ خوا يې (٩) پوټه پلن والى (قطر) لرې. لومړى د هغه په ودانولو قطب الدين ايبک پيل کړى دى. او له قطب الدين ايبک څخه وروسته د ده زوم سلطان شمس الدين التمش د دغه مينار نور پاته پړونه تکميل کړل.

اوپه ١٣٥١ ع کې سلطان فيروز شاه تغلق او په ١٣٨٨ کې سلطان بهلول لودې دا مينار ترميم کړ.

د دغه مينار په هر پوړ کې ډول ډول نقشونه شوي دي، او په لومړۍ طبقه کې يې د قرآن کريم آياتونه کښل شوي دي.

او د دغه مينار لومړۍ طبقه (١٥٦) زيني او دوهمه طبقه يې (٧٨) زيني او دريمه طبقه يې (٦٢) زيني او څلورمه او پنځمې طبقې يې هره يوه پنځوس پينځوس زيني لرې. او د دغه مينار په دوهمه طبقه کې د سلطان شمس الدين التمش د نامه کتيبي هم په عربې حروفو په دې ډول کينلى دى:

(امر باتمام هذه العمارة الملک المؤيد من السماء شمس الحق والدين ايلتمش الناصر) او به بل ځاى کې ليکلې دې:

السلطان الاعظم……ابوالظفر… ايلتمش سلطانى…. (ډيلې د پښتنو په وخت کې ١١-٥٦ مخونه).

د مجله مارچ آف انډيا ١٩٦٠ ع کال ٦ گڼه کې ليکې:

د قطب الدين مينار په جوړولو قطب الدين ايبک شروع کړې ده، ځکه چې د ده بادار معز الدين محمد سام يعني شهاب الدين غوري چې ډيلى ونيو، نو دوى د دغې خوشحالۍ په وياړ دغه کار ته اقدام وکړ.

د قوة الاسلام مسجد او د قطب مينار په ډيلې کې لومړنى اسلامې تعمير دى. د قطب مينار له ودانولو څخه لوى مقصد او غايه دا وه چې  آذان کولو دپاره ډير لوړ ځاى جوړ کړي چې له دغه ځاى څخه د آذان غږ ليرې ورسيږې او مسلمانان د لمانځه لپاره خبر شې.

د قطب مينار د قوة الاسلام د مسجد يوه الحاقيه ده.

ابن بطوطه دغه مسجد او مينار هغه وخت ليدلى ؤ، چې هند ته يې سفر وکړ او په دې باره کې يې ليکلې دې: د قوة الاسلام مسجد او د قطب مينار په ١١٩٣ ع کې د محمد سام د عالي رتبه قوماندان قطب الدين ايبک په ذريعه ودان شوى دى. او په هند کې د مسلمانانو د لمانځه لومړنۍ ودانۍ دى، او په ١١٩٧ کې تکميل شوى دى. پاى

حافظ محمد احمد الخراسانی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د