ادبي لیکني

اعتماد یو ځل ماتیږي

ژباړه: حمدالله حلمیار

او بیا هیڅکله نه رغیږی…

یو سپاره کس چي پر لاره روان پیاده سړي ته زړه وسوځیدی، هغه ته یې خپل اس په لاس ورکړ، ورته ویې ویله: وروره ستومانه شوی یې دادی زما اس واخله او تر یو حده ځان ورباندي ورسوه…

پیاده چي سپور شو، اس  یې راوګرځاوو ویې ویل: زه نو ولاړم ساده انسانه!

خو آس دي نور زما دی…!

او له دې سره یې آس ته قمچینې ور حواله کړې او ویې ځغلاوو

مخکې تر دې چي لیري ولاړ شي د آس څښتن ورپسي غږ کړ: ګوره نامرده! زما دا یوه  خبره واوره!!!

تا زما آس نه ده غلا کړی، تا زما اعتماد او باور له ځانه سره یووړ…

د آس څښتن بیا ورغږ کړ ته لږ ودریږه او یوه بله خبره مي هم واوره! نامرد پیاده د آس جلو را ټینګ کړ او تر شا یې ورته وکتل…

د آس والا ورته کړه: ګوره نامرده! بل ځای دا خبره مه کوه چي آس دي څنګه په دوکه ترلاسه کړی؟!

ځکه که خلګ په دې نامردي خبر شي، د تل لپاره به یې د خیر له کاره را وګرځوې، بیا به هیڅکله کوم سپور د پیاده سړي سره مرسته نه کوي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x