فرانسویان دې نور عبرت واخلي!

لیکوال: أنس شیرزاد – 

فرانسویان د اسلام سره د دښمنۍ ډیر اوږد او پخوانی تاریخ لري، په تیرو ۷ صلیبي جګړو کې چې د بیت المقدس په ازادۍ سره پاې ته ورسیدې فرانسویان له ټولو صلیبيانو مخکې ول، د جګړې رهبري یې کوله او د دوی په قیادت کې وحشي صلیبیانو په ملیونونو مسلمانان ووژل، په مصري، جزائري، تونسي او په مجموع کې د مسلمانې افریقا په مظلومو ولسونو ډیر ځله وحشي تجاوزونه او تیري همدې فرانسویانو کړي، مؤرخین لیکي چې د ۱۸۳۰م کال څخه تر ۱۹۶۲م کال پورې یوازې په الجزائر کې فرانسویانو کابو ۱۰ ملیونه مسلمانان ووژل، له مظلومو انسانانو سرونه غوڅول، بربنډول، غوښې او د بدن غړي ترې پرې کول، پر ښځو او پیغلو ډلییز جنسي تیري د دې ولسونو سره د فرانسویانو معمول ګرځیدلی وو.

د اسلام سره د فرانسویانو د دښمنۍ دا ستره لړۍ یوازې د مسلمانانو تر وژلو، مسجدونو او کورونو نړولو او ځمکو، سیمو او هیوادونو تر نیولو پورې محدوده نه وه بلکې د اسلام شعائرو او دیني ارزښتونو ته یې په وار وار سره سپکاوی کړی، فرانسویان د صلیبي کفارو په منځ کې په بې ادبۍ، بد اخلاقۍ، ګستاخۍ، خیانت او دوکې له پخوا مشهور ول، د صلیبي جګړو په ترڅ کې ډیر ځله د دوی خپل ملګري د دوی د شیطاني هوس او خواهشاتو ښکار شوي، دوکه یې ورسره کړې تردې چې د هغوی په ښځو یې هم تجاوز کړی.

په وار وار یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي کړې، د رسول صلی الله علیه وسلم ګستاخانه کاریکاتورونه او رسمونه یې کښلي، سپکې سپورې یې ورپسې ویلي او د هغه صلی الله علیه وسلم په حق کې یې د بې ادبۍ کړنې په څو ځله تکرار کړي چې وروستۍ پيښه یې د چارلي ایبدو مجلې ګستاخانه کړنه وه.

نو چې د فرانسویانو دا ډول اسلام او مسلمان ضد کړنې وي نو دا خو شونې ده بلکې طبیعي ده چې دوی به تل د مسلمانانو لخوا د انتقامي ګوزارونو سره مخامخ کیږي ځکه هره کړنه یو رد فعل او ځوابي برخورد لري.

نن چې د فرانسې د پاریس په ښار کې کوم بریدونه ترسره شول او یا هم له دې مخکې د چارلي ایبدو د مجلې په دفتر کوم بریدونه ترسره شوې وو دا ټول بریدونه که  د هرې اسلامپالې ډلګۍ یا ټولي له لورې ول خو ډیری مسلمانان پرې خوښ ول ځکه چې مسلمانانو د فرانسویانو څخه کومه ښه خاطره نه درلوده، تل یې د فرانسوي استعمار څپړې په مخ او ټپونه په بدن خوړلي وو او دا د ظلم او وحشت سلسله لا روانه ده.

فرانسویان اوس هم د تیر په څیر په خپلو اشغالګرانه کړنو او استراتیژیو روان دي، دوی اوس هم د خپلو نیکونو او پلرونو په تګلاره روان دي کومې تګلارې چې د دوی نیکونه د تباهې کندې ته وغورځول دوی اوس هم هماغه تګلاره راټینګه کړې نو طبیعي ده چې په دوی به هغه حالت راځي کوم چې د دوی په نیکونو راغلی وو.

څوارلس کاله مخکې د فرانسویانو استعماري لاسونه د امریکا په چوپړ کې زمونږ ګران هیواد ته را اوږده شول، دلته یې بې شمیره هیوادوال په شهادت ورسول، ډیرې غیر اسلامي کړنې او دسیسې یې د افغان مسلمان ولس پرضد ترسره کړې او په کار واچولې، ددې ترڅنګ یې د تونس، مغرب او الجزائر په ولسونو تر اوسه خپل فکري استعمار او جګړه برقراره ساتلې، همداراز یې په مالیا، نایجیریا، صومال او ځینو نورو اسلامي افریقایې هیوادونو کې د مسلمان وژنې لپاره خپلې لښکرې لیږلي، ددې هرڅه ترڅنګ یې په سوریې کې د امریکایې ایتلاف په چوکاټ کې د اسلامي دولت د ځپلو په پلمه د بشار الاسد د وحشي رژیم سره د سوریې د مظلوم ولس د وژنې لپاره لاس یو کړی، هره ورځ فرانسوي الوتکې د بشار، امریکا، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو د الوتکو ترڅنګ د عراق او سوریې په مظلومو ولسونو بمونه اوروي.

فرانسویان او په مجموع کې غربیان باید نور د تعقل لاره خپله کړي، دوی باید نور د اسلامي هیوادونو څخه خپلې لښکرې وباسي، په اسلامي هیوادونو کې خپل نظامي حضور او شتون ته د پاې ټکی کیږدي، د اسلامي ارزښتونو په وړاندې د ګستاخۍ بهیر ودروي ترڅو د دوی امن او سوکالي برقراره پاتې شي…خو که دوی پخپل تمرد او استعماري طغیان کې همداسې مخکې ولاړ شي او د مسلمانانو سره یې د ظلمونو دا لړۍ روانه وي او ښایې دوی د خپل خوی او عادت له امله همداسې وکړي هم نو بیا دې مسلمانان نه ملامتوي، بیا دې د مسلمانانو له لورې ددې د لاسختو ګوزارونو او بریدونو انتظار وکاږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د