نظــر

د طالبانو په مشرتابه اعتراضات او د هغو ځوابونه / لومړۍ برخه

مجاهد افغان-

نن سهار مې په یوه غرب پاله او طالب ضد ویب پاڼه کې د مولوي ابواحمد دردمن په نوم یوه لیکنه ولوسته چې د طالبانو د پخواني او اوسني مشر موازنې ته یې تله ایښي وه، نه پوهیږم د دردمن صاحب کوم ځای درد کوي خو داسې معلومیږي چې د طالبانو د نوي مشر ټینګ مخالف دی خو دا چې له بله اړخه نه شي کولای د ملایانو په چم اعتراض باندې وارد کړي نو یي له مرحوم ملامحمد عمر سره د پرتلې له لارې دغسې یوه غچ اخیستونکي هڅه کړې ده .

یوه خبره به روښانه کړم چې په هیڅ نړیوال سیاسي یا غیرسیاسي تحریک کې د لومړني رهبر یا مؤسس ځای چا نه دی ډک کړی، لومړنی رهبر همیشه یوه استثناء وي،له همدې امله خو تر رهبر رالاندې خلک باید هیڅکله له رهبر سره پرتله نکړای شي، د طالبانو په منځ کې داسې هیڅوک نشته چې له ملا محمد عمر مجاهد سره د کاریزماتیکو او برترۍ د مشخصاتو په لحاظ د پرتلې وړ وي. دردمن صاحب که ملا اخترمحمد منصور ته رښتیا له درده ډک وي هیله ده چې په بل فورم کې خپل نقد او اعتراض وړاندې کړې دغه د پرتلې چوکاټ یي د استدلال د چوبین توب او ضعف نغد دلیل بلل کیدای شي. په هرحال .

بله دا چې بایدووایم چې که بالفرض ابواحمد دردمن صاحب واقعا طالب یا د طالبانو خواخوږی وي نو دا بیا د ناځوانی اوج دی چې څوک دې خپل حریف ددښمن له سنګره تر برید لاندې ونیسي،دغه ویب پاڼه چې نوموړې ترې خپل اعتراضات توغولي د امریکا د ازادۍ راډیو یو تحت الحمایه نارسمي ویب پاڼه چې د ازادې اروپا د راډیو غوندې کټ مټ د امریکایي حکومت اسلام ضد او جهاد ضد پالیسي تعقیبوي،زه خو باور مو وشه د هغو کسانو په کردار له شرمه په اوبو کې خولې کیږم چې د ازادۍ راډیو او طلوع ټي وي د مصاحبو په مټ غواړي په امارت کې اصلاحات راولي یا ددین خدمت وکړي. بنا به هر تقدیر

د ابواحمد دردمن صاحب په لیکنه کې مې څو ښکاره دروغ  او غلط معلومات ولیدل د یوه مسلمان او متمدن انسان وجیبه داده چې د ګمراه کوونکو دروغو سپیناوی وکړي تر څو د انسانانو د غولونې سبب ونه ګرځي . راځم   د ښاغلي تقابلي پرتله وال  دردمن صاحب شبهاتو او د هغو سپبیناوي ته .
ښاغلي تقابلي پرتله وال صاحب لیکلي:

۱ –  ملا اختر محمد منصور ، د آی ایس آي له غېږې راپورته شو ، د پاکستاني کرنلانو په ملاتړ یې  د امیرالمومنین پر جوړ کړي کور خېټه واچوله ، لومړنۍ جګړه یې د خپلو همسنګرو ملګرو پر ضد وه  چې سلګونه طالبان او مجاهدین په کې ووژل شول.

سپیناوی : دا خبره قطعا دروغ ده چې اختر محمد منصور د آی ایس آی لخوا له غیږې راپورته شوی، ملا اختر محمد منصور د طالبان د تحریک له مهمو غړو څخه و چې د طالبانو د واکمنۍ په ټوله موده کې د هوانوردۍ وزیر و،د امریکا تر یرغل وروسته د طالبانو په نظامي تشکیلاتو کې د کندهار مسؤل یا والي شو،د ۲۰۱۰ میلادي کال په لومړیو کې چې د مارجې دجنګ سره هم مهال پاکستان د طالبانو نائب مشر  ملا برادر اخند ونیو، او طالبانو په سخت حالات کې یو داسې څوک له لاسه ورکړ چې په صحنه کې حاضر و او د طالبانو د ټولو اجرایوي چارو مشري یې په غاړه وه،ملامحمد عمر مجاهد د یوه صوتي پیغام له لارې اختر محمد منصور د ملابرادر په ځای  خپل نائب یا اجرایوي مشر وټاکه، ملا اختر محمد منصور له هماغه شیبې د طالبانو د تحریک په رأس کې واقع شو،نوموړی خو نه په خپله د طالبانو د تحریک مشرتابه ته پورته شوی او نه ورته  آی ایس آی یا بل چا زینه ایښي، ملااخترمحمد منصور  د مرحوم ملامحمد عمر په حکم او فرمان دغه مقام ته پورته شو، ملا محمد عمر مجاهد د ژوند تر وروستۍ شیبې په افغانستان کې په یوه مخفي ځای کې د ټولو استخباراتي او سیاسي فشارونو څخه پرته ژوند کاوو نو ځکه یي دغه تصمیم چې اخترمحمد منصور دتحریک مشر کړي کاملا یو مستقل تصمیم بلل کیږي چې د هیچا فشار په کې دخیل نه و، له هماغې نیټي وروسته پوره شپږ کاله اخترمحمد منصور د طالبانو  دتحریک اجرایوي مشر و،چې ټول کارونه یي د ملامحمد عمر لخوا څارل کیدل، دوه نیم کاله مخکې چې کله محمد عمر مجاهد وفات کیږي، خبره یي د کورنۍ لخوا له اختر محمد منصور، عبدالقیوم ذاکر، شیخ هیبت الله ،شیخ عبدالحکیم، شیخ عبدالسلام او یو شمیر نورو  مهمو کسانو سره شریکیږي،په همدې غونډه کې د همدې مشرانو په تاکید اخترمحمد منصور ته د مشرتابه چارې سپارل کیږي نوموړی امیر ټاکل کیږي اود عبدالقیوم ذاکر صاحب په ګډون ټول ورسره بیعت کوي،په دې ډول په لومړي ځل  اختر محمد منصور د طالبانو د نوي امیر په حیث ټاکل کیږي چې وروسته یي په دوهمه ټاکنه کې هم د ګڼ شمیر طالب مشرانو لخوا هماغه لومړنی انتخاب منل کیږي او سرتاسري بیعت ورسره کوي. نو بناء اخترمحمد منصور صاحب د ملا صاحب په امارت خیټه نه ده اچولې ملا صاحب په خپل ژوند په ټولو طالبانو کې احق او د مشرۍ وړ بللی و او وروسته ورته  د علماء کرامو او د طالبانو د مشرانو په ټینګار دغه مسؤلیت په غاړه کې وراچول شوی دی.

پرتله وال صاحب لیکلي. اخترمحمد منصور لومړنی جنګ له خپلو ملګرو سره پیل کړ،خو ددې لپاره یي هیڅ دلیل او بیلګه نه ده پیش کړې، د ملا اختر محمد منصور  له اعلان وروسته د طالبانو لوی جنګ د کندز فتحه او د هیواد په لراوبر کې د ولسوالیو فتوحات و، داچې نوموړی له داعش سره جنګ د طالبانو خپل منځي جنګ بولي په دې اړه به وروسته وضاحت وکړو.

دوهمه شبهه

ملا اخترمحمد منصور د پاکستان د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه  کې ۵ کسه خپل قومیان ( اسحاقزیان) را وبلل بیعت یې ځيني واخیست او  ځان یې په امیرالمومنین کړ.

سپیناوی

پرتله وال صاحب دلته بیا دروغ باد کړي، لومړی خو زه په لوړه سره هم ویلی شم چې اختر محمد منصور د کوټې په پښتون اباد کې نه دی ټاکل شوی او بله داچې نوموړی وایي پنځه تنه اسحاقزیان یي راغونډ کړ او بیعت یي ځیني واخیست،دا هم کاملا بې ځایه او دروغ خبره ده.

که د ملااختر محمد منصور لومړنۍ ټاکنه وځیرو نو په هغه کې د ملا صاحب مرحوم ورور ،شیخ هیبت الله، شیخ نورمحمد ثاقب،شیخ عبدالسلام،ملا عبدالقیوم ذاکر او داسې نور د طالبانو لوړپوړي کسان ګډونوال و چې دوی یو هم په قوم اسحاقزی نه دی، د اخترمحمد منصور د ټاکنې دوهمه غونډه چې سږ کال د مرحوم ملاصاحب د وفات دخبر له اعلان وروسته دائره شوې وه، په هغه کې اکثره د طالبانو د رهبري شوری غړي ، دغه راز د شیخ هیبت الله ،مولوي محمد فرید او شیخ عبدالحکیم صاحب غوندې ځیني نور مشائخ کرام و،دا خو ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو د رهبري شورااعضاء د ملامحمد عمر مجاهد په صریح حکم سره انتخاب شوي وو، آیا دا به د ملامحمد عمر مجاهد په حق کې لوی درواغ نه وي چې وویل شي نوموړي یوازې اسحاقزیان  په رهبري شوری کې راټول کړي وو؟ آیا تردې ښکاره دروغ شته، د رهبري شورا غړي لکه  نورمحمد ثاقب،ملا عبدالمنان، مولوي عبدالکبیر، عبداللطیب منصور،حافظ مجید،سراج الدین حقاني او دغسې نور ټول اسحاقزیان وبلل شي، نه پوهیږم پرتله وال صاحب شرم په کوم ارشیف کې ایښی چې دومره ښکاره او بربنډو دروغو ته یي ملاتړلې، نوموړی فکر کوي چې ټوله دنیاناخبره ده او چې هرڅه ورته وایي نو مني به یي، مګر په دې باید پوه شي چې نن سبا هر سړی د حقیقت او دروغ پیژندلو صراف دی او د صراف په مخ کې کوټه پیسې نه چلیږي.

دریمه شبهه

ملا اختر محمد منصور چې په غیر شرعي او غیر اصولي توګه ځان د ټولې نړۍ د مومنانو امیر اعلان کړ نو د کوټې ، چمن ، کراچي ، پېښور او ….. تر بیعتونو راټولولو وروسته یې سم دستي  د قاري طاهرجان یلداش مجاهدینو او مهاجرینو ته کسان ولیږل  چې یامي غیر شرعي امارت ومني  او یاهم ځانونو ته د کفن غم وخوري.

د طاهرجان ملګرو چې وار د مخه یې لا نوموړي ته د شک په سترګه کتل ،د اخترمحمد منصور پر امارت یې  له شرعي اړخه ځيني  ملحوظات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې که زموږ شرعي ملحوظات لیري کړای  شي او موږ ته په شرعي توګه قناعت راکړل شي نو هغه وخت به په پټو سترګو بیعت وکړو.

ملا اخترمحمد منصور د دي پرځای چې د هغوي شرعي غوښتنو ته په شرعي توګه ځواب ووایي او په اصولې توګه یې د پوهولو هڅه وکړي له  هلمند، روزګان ، کندهار او زابل څخه یې سلګونه وسلوال راټول کړل او د داعش په نوم یې د هغوی د له منځه وړلو امر ورته وکړ، چې په یوه اوونۍ کې یې باید له نره تر ښځې ، له کونډې تر یتیمه او له زاړه تر واړه ټول له منځه یوسي .

سپیناوی

دلته پرتله وال صاحب د طالبانو د نوي مشر ټاکل غیرشرعي او غیر اصولي بولي مګر د نامشروعیت لپاره یي هیڅ شرعي دلیل هم نه وړاندې کوي،بې دلیله دعوې ته  تحکم ویل کیږي چې د استدلال په بازار کې دوه توته ارزښت هم نلري.

طالبانو خپل نوی امیر ملا اخترمحمد منصور د اهل الحل والعقد شوری له لارې ټاکلی دی،چې ددوو نورو مشروعو لارو  تغلب او استخلاف په نسبت له هره اړخه برتري لري که چیرې پرتله وال صاحب ته له دغې لارې پرته بله افضله شرعي لار معلومه وي لطفا دې پیش کړي، د اسلام له نګاه د زعیم ټاکلو تر ټولو اصولي لاره همدا د شوری له لارې انتخاب دی.

پرتله وال صاحب د تیر امارت په مهال د ازبکستاني مهاجرینو د راتګ او بیعت یادونه کړې، مګر د نوموړي معلومات دومره ضعیف دي چې په دې نه دی خبر چې هغه مهال د ازبکستان د حرکت مشر طاهر یولداش نه بلکې شهید جمعه نمنګاني و چې ملا صاحب له بیعت وروسته د ټولو بهرنیو مجاهدینو مسؤل ټاکلی و.

نوموړي د مرحوم ملاصاحب  لخوا په بهرنیو مجاهدینو د ترحم او ځای ورکولو یادونه کړې،مګر که خدای ته مخ کړو او حقیقت ووایو ملا اخترمحمد منصور هم تیر کال له همدې ازبکستاني مهاجرو سره همداسې ځواني وکړه، کله چې پاکستاني پوځ تیرکال منی په وزیرستان کې د ضرب عضب عملیات شروع کړل،نو ازبکستانیان د یومخیز هلاکت سره مخامخ شول،دغه مهال ملا محمد عمر مجاهد وفات و او دامارت ټولې چارې او تصامیم د اخترمحمد منصور په لار کې و، ازبکستانیانو د ملا جنت ګل په واسطه ملا اختر محمد منصور ته عرض وکړ چې موږ ته په خپل هیواد کې پناه راکړئ، ملا اختر محمد منصور چې د ازبکستانیانو له ټولو بدماشیو، بي اطاعتیو او جنجالونو خبر  و یوازې یي د اسلامي درد او شفقت په اساس  د هغوی غوښتنې ته لبیک ووایه، په داسې حال کې چې خپله یي یو عالم مشکلات درلودل، د بهرنیو اتباعو په سر یو ځل بیا له نړۍ او ګاونډیو سره د جنجال خطر و، مګر دا ټول خطرات یي نادیده وبلل او د اسلامي رشتې له مخې یي هغه غریب ازبکستانیان افغانستان ته راوړل چې حتی تر افغانستانه د کرایې پیسې یي هم نه درلودې، دلته یي په زابل کې په مختلفو سیمووویشل او هر ډلګۍ مشر ته یي لس کورنۍ وروسپارلې چې د اعاشې او اباتې ټول مسؤلیت یي په غاړه واخلي.

تردې ځایه ملااخترمحمد منصور د یوه مسلمان زعیم په حیث خپل ټول مسؤلیت سم اداء کړ، مګر دا بیا د بې علمه ازبکستانیانو  ګناه وه،چې د خپلو کوربنو په دسترخوان کې یي د کبر او بغاوت لغتې وهل شروع کړل، لومړی تخلف یي دا وه چې له امارت سره د کړي تعهد خلاف ټول یوځای ته راټول شول، امارت یي د پټولو او پردې غم کاوو مګر دوی  ځانونه نیغ نیغ کول او د امارت له میلمستیا یي غلطه استفاده پیل کړه،تردې اضافه یي خپلسري عملیات شروع کړل، د لارو نیول،د انسانانو تښتول،د مجاهدینو ترمنځ  تفرق پیدا کول او یو شمیر داخلي مجاهدین د ځان په ګټه کارول  او دغسې نورو نخرو ته یي مخه کړه.

په وروسته کې یي له داعش سره بیعت وکړ، او د داعشیانو غوندې یي په ټول امارت او امارتي مجاهدینو د ارتداد ټاپه ووهله، د زابل د یوه ډلګۍ مشر مجاهد دخولې خبره ده، چې محلي جهادي مشرانو د ازبکستانیانو مشر ته وویل چې تاسو په کومه ګناه موږ  مرتد بولئ. ازبک مشر لنډ قیاس ذکر کړ چې  له امارت سره بیعت له  آی ایس آی سره بیعت دی، له آی ایس آی سره بیعت له اوباما سره بیعت دی اوله اوباما سره بیعت کفر او ارتداد دی، نوځکه موږ هر امارتي ته مرتد وایو.

له دې پرته یي ښکاره جنایاتو او فساد ته مخه کړه، تجاران ، ماشومان، هزاره ګان او حتی د هزارګانو د ښځو تښتول یي شروع کړل،چې ټولې نړۍ ولیدل چې له عملیاتو وروسته یي له بندي خانوڅخه ذبح شوې ښځې هم راووتلې.

څومره چې ماته معلومات دی مرحوم ملامحمد عمر مجاهد د طالبانو اسلامي تحریک ځکه پیل کړی و چې د کندهار دژړۍ ولسوالۍ په پاشمول کې یوه پاټکي قومندان چې صالح نومیده له موټر څخه ښځه ښکته کړې وه او له زبرزنا وروسته یي وژلې وه،همدې پیښې د ملامحمد عمر صبر پای ته ورساوو، کتاب یي کت کړ او د ښځې تښتوونکو پاټکیانو په خلاف یي جهاد پیل کړ.

د ملا اخترمحمد منصور تر مشرۍ لاندې طالبانو له هغه وروسته د ازبکستاني داعشیانو په خلاف نظامي عملیات پیل کړل،چې هغوی د هزاره ګانو ښځې له لویې لارې وګرځولې، چې په مقابل کې یي هزارګانو د پښتنو کاکړانو په کلیو برید وکړ او د ګزې له کلي یي د نارینه وو له وژلو وروسته  پنځلس تنه ښځې او ماشومان وتښتول، چې په دې پیښه ټوله دنیا خبره ده او ټولې راډیوګانې هم پر وغږیدې .

اوس مسئله دا ده  که چیرې د ښځه تښتونکي او ښځه وژونکي کومندان صالح په خلاف د ملامحمد عمر مجاهد جهاد برحق وي، ولې د ازبکستاني ښځه تښتونکي او ښځه وژونکي عثمان غازي په خلاف د اخترمحمد منصور جهاد ناحقه شي؟؟  آیا په قرآن کریم کې داسې راغلي چې که افغان ټوپکمار ښځه تښتوله  مخه یي ونیسئ مګر که ازبکستاني ټوپکمار ښځې تښتولې او بیا یي د مینځو په نوم زبرزنا ورسره کوله، نوش جانش  هیڅه خبره نده او کار مه پرې لرئ . آیا په شریعت کې داسې استثناء شته؟ که د ازبکستانیانو یا نورو بهرنیو اتباع په اړوند داسې کومه استثناء وي  خو بیا اخترمحمد منصور ملامت دی او که نه وي او شرعي حکم د ټولو فسادیانو په اړوند یو ډول وي، بیا نو هیڅوک د اعتراض حق نلري.

که د ازبکستانیانو دغه عمل د توجیه وړ وي، بیا خو والله که څوک افغان فسادیان لکه زرداد،زلمی توپان،استاد عبدالعلیم، شفیع دیوانه،قمبرلنګ  او نور ټوپکیان هم راڅخه ملامت کړي، هغوی خو هم والله که د کفر کلمې ویلې وې او یا به له خدایه منکر وو، خو یوازینۍ ګناه یي همدا وه چې لارې یي نیولې، ناخبره او بې دفاع مسلمانان یي ازارول، د پیسو لپاره یي خلک تښتول او د خلکو ناموسونو ته یي په سپکه کتل .

پرتله وال صاحب د ازبکستانیانو داسې تصویر وړاندې کړی لکه هغوی چې سپینې ملایکې، له ګناه معصوم او ډیر په خبره پوه،تجربه کاره او عالمان خلک وي، نوموړی وایي ازبکستانیانو په امارت ملاحظات لرل، او ویل یي که دغه څو ملاحظات یي رفع شي نو دوی به له امارت سره بیعت کوي.

لومړی خو د اخبره قطعا دروغ ده،چې هغوی امارت ته د بیعت لپاره ملاحظات وړاندې کړي. څه یي وړاندې کړي؟ د چا په لاس یي وړاندې کړي؟ چیرته یي وړاندې کړي؟ په دې خبره خو هیڅوک نه دي خبر پرتله وال صاحب دې مستند معلومات وړاندې کړي.

بله داچې هغوی لا هغه مهال له امارت څخه بغاوت اختیار کړی و چې د ملاصاحب د وفات خبر نه و افشاء شوی، هغه مهال یي لا  په ښکاره امارت د پاکستان ګوډاګی باله، وروسته خو یي صراحتا له داعش سره بیعت وکړ او د داعش له عینکو یي په امارت د ارتداد حکم وکړ.

بله داچې د طالبانو دعوه له ازبکستانیانو سره قطعا د بیعت په سر نه وه، بلکې اصلي خبره ددوی د غیرشرعي ،ناروا او فاسدو کړنو وه، چې په هیڅ قیمت نه ترې ګرځیدل، طالبانو په بیا بیا دوی ته زارۍ وکړې، عذرونه یي ورته وکړل چې د خدای په خاطر له دغو تښتونو، لارې نیولو او نورو جنایاتو لاس ونیسئ، مګر هغوی پیوسته خپل فساد ته ادامه  ورکوله.

طالبان که له یوې خوا شرعا مأمور و چې باید د فساد او ظلم مخه ونیسي، له بلې خوا عرفا،مصلحتا او عقلا هم مجبور شول، کله چې دوی د هزاره ګانو ښځې وتښتولې او هزاره ګانو بالمقابل دپښتنو پنځلس تنه ښځې او ماشومان وتښتول، نو دا یوه داسې حساسه پیښه وه،چې دلته یي د یوې خونړۍ قومي جګړې خطر راپیدا کړ، د زابل په همدې شمالي سیمو کې پښتنو او هزارګانو پیړي پیړۍ دښمنۍ سره پاللي دي، مګر ددوی ددښمنیو یوه نالیکلی قانون او معیار داو، چې نارینه به هرڅه سره کوي مګر متقابل لوري به  د یو بل په ښځو او ماشومانو کار نلري، په دې سیمه کې د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله یوه جانب د بل لوري په ښځه تعرض نه و کړی، مګر ازبکستانیانو په خپل جنایت سره دا د پیړیو نالیکلی قانون مات او د ناموسونو د بي حرمتۍ ترویج ته یي لاره هواره کړه.

وایي یوه سړي ټوپک اخیستی و او بیا یي په پوښونو کې نغښتی و چې دا به په بده ورځ په کار راځي، بله ورځ یي چا په ناموس تیری کاوو، ښځې یي ورته ویلي و، چې ورشه هغه ټوپک راواخله ،ده ورته ویلي وو چې هغه مې بدې ورځې ته ساتلی ، ښځې یي ورته ویلي و چې احمقه تردې  لا بدې ورځې ته منتظر یې !؟

نو اسلامي امارت چې ځان د افغان اولس د عزت او ناموس مدافع بولي که چیرې په داسې ورځ چې د افغانانو ناموسونه دتعرض له خطر سره مخامخ وي هم مداخله ونه کړي نو ته وا په کومه ورځ به بیا دوی د افغانانو د عزت دفاع کوي؟

بله داچې پرتله وال صاحب د ازبکستانیانو ډیر ایډیال او معتبر تصویر وړاندې کړی چې ګواکې پاک او معصوم ، سپیڅلي مجاهدین وو.

دا خبره به ومنو چې ازبکستاني مجاهدین د اسلام او شریعت په نوم راپاڅیدل او په همدې نوم یي هجرت وکړ، ددوی پخواني مشران تر یوه حده عالمان و، شهید محمد طاهر یولداش هم قرانکریم حفظ کړی و، مګر ددوی اکثره کسان مطلق بې علمه و چې اسلام ورته په میراث کې رسیدلی اود جهاد یي یوازې نوم اوریدلی وو، د منځنۍ اسیا هیوادونه ټول همدا ستونزه لري چې اکثره خلک یي یوازې نسبتي مسلمانان دي نور د اسلام فقهي علوم، روا او ناروا، دجهاد فلسفه او مسائل په دې اړه یي علم تقریبا د نشت برابر دی.

د دوی همدا بي علمي خو همیشه ددوی لپاره سرخوږی وه چې په ظلم او تجاوز کې یي واقع کول، کله چې همداازبکستانیان د امارت له سقوط وروسته د طالبانو له شرعي کنترول څخه ووتل نو بیا یي په وزیرستان کې په خپل بې علمه اجتهاد هغسې قتلونه او ظلمونه وکړل،چې شاید له داعش پرته کوم بل جهادي تنظیم نه وي کړي.

د جنوبي وزیرستان  ګڼ شمیر مسلمان مشران، ملکان ، مجاهدین  او حتی د وزیرو د ستر استاذ شیخ الحدیث مولوي نورمحمد صاحب غوندې علماء یي په قتل ورسول، د دوی د جنایت او قساوت یوه لویه بیلګه د هغو لسو تنو کم عمره او معصومو ترکمنو حافظانو ذبح کول و چې دوی ته یي د نژادي شراکت له امله د جهاد په خاطر رجوع کړې وه، د پښتونخوا په اټک  او هریپور کې د هغو شهیدو ترکمن حافظانو والدین اوس هم په سروسترګو ژاړي، چې وزیرستان ته دجهاد په نیت ورغلي و، خو ازبکستانیانو ورباندې دجاسوس ټاپې ووهلې او بیا یي یو یو تر تیغ تیر کړل.

د همدغو ازبکستانیانو اسلام او شریعت ته التزام خو له دې هم معلومولی شئ،چې دافغان ازبکانوپه یوه وتلي او ویاړلي مجاهد مولوي عطاء الله یي د وژلو حکم کړی و خو الله تعالی ترې وساته چې بیا یي داسلامي امارت په چوکاټ کې د فاریاب او سرپل د والي په حیث ستر جهادي خدمتونه ترسره کړل.

زه وایم که بالفرض الله تعالی  طالبان له دې امله مأخوذوي  چې ولې یي په ازبکستانیانو برید وکړ او هغوی یي ووژل نو ضرور به یي له دې امله هم مأخوذ کړي چې ولي یي دا خلک سراېله پري ایښي وو،چې خلک په خپل سر وتښتوي، ویي وژني، ذبح یي کړي  او  مظلومې ښځې بندیانې وساتي. دا ځکه چې دالله تعالی بندګان یوازې ازبک داعشیان نه دي، بلکې هغه مظلوم خلک هم دالله تعالی بندګان و چې په وزیرستان او زابل کې یي ددوی د وحشت څکه کړې، هغه متل دی وایي : هزاره هم خدا داره … نو الله تعالی خو ددغو مظلومانو رب هم دی چې د داعش تر چړې لاندې یي پرته له جرم او ګناه څخه  ترپکې وهلې، الله تعالی خو د هغه تاجک تجار رب  هم دی چې یوازې د پیسو د اخیستلو په نوم یي تښتولی و او ترمرګه یي محبوس وساته، زه وایم که پرتله وال صاحب ډیر له عاطفې ډک وي نو لږ عاطفه دي ددې بل اړخ یعني داعش ځپلو مظلومانو ته متوجه کړي .

او وروستۍ خبره دا چې طالبانو ټول ازبکان ، نر او ښځې، واړه او زاړه ووژل یا یي په بمونو والوزول ، دا هسې هوایي ډوزې دي، طالبانو په ازبکانو له همدې امله دشپې په تیاره کې عملیات پیل کړل چې د تلفاتو کچه  کمه شي، هیڅ ښځه او ماشوم نه دی وژل شوی یوازې د ازبکستاني داعشیانو هغه جنګیالي وژل شوي چې په جګړه له منځه تللي، اکثره یي ژوندي دي او تسلیم شوي چې همدا اوس د امارت تر تسلط لاندې په محفوظو سیمو ژوند کوي .

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عشاق

مجاهدصاحب رب دي ژوندي لره يوداسي ليکنه دي کړي ده چي ده خلګو ټولو شبهاتوته دي جواب ويلي دي اوخصوصا ډرډ(<دردمن تهح

الحاج استا ذ بیانزی

مجاهد افغان صاحب ، ستاسی له حقایقو ډکه لیکنه ستایم او لمانځم یی ، سالسی لیمتنع ذ هماغه مجاهد په شان چه محاذ کی جهادی او استشهادی کړتی تر سره کوی ، سره ورته ده یعنی تاسی له دی ډول حقایقو ویلو څخه هماغه اجر ترلاسه کوی او ستاسی کړنی هغومره اغیزه لری مونږ درته دعا کوو چه د نورو مجاهدینو په شان دی الله ج اجرونه درکړی . څه به مونږ هم ورسره ورزیات کړو : دا ضرور ده چه د دغه ګیدړانو ناولتیا زمونږ د مظلوم اولس سپڅلی زړونه او مغزونه ناولی نه کړی ، تاسی یی په… نور لوستل »

ظریفی ظریف

مننه قدر من افغان صیب خدای دي دهرې کرښې ثواب درته ورسوي او دقلم سیاهي دي دشیدله وینو سره تول شه

البلاغ

جزاک الله تعالی خیر الجزاء ښه کافی جوابونه دی د افغانی استخباراتو حلقه بګوشانو ته یعنی د تاند مزدورانو ته ویلی دی دا هغه تاند (استخبارات ) دی چې تر اوسه یی د مرحوم ملا صاحب بد ویل او هغه یی د پاکستان تر قوماندی لاندی بولی اوس بیا هغه خپل درواغ یی هیر سول د شیطانت لپاره پر نوی امیر (خلد الله امره ) باندی درواغ جوړوی خذلهم الله تعالی و من والاهم ــــــــــــ عرفی تو میندیش ز غوغایی رقیبان ــ سګان کم نکند رزق ګداها را

یاسر

سلام پرتولومجاهدینوباندی بالخصوص پرمجاهدافغان باندی خدای پاک ج دیه ده دارینوکامیابی درنصیب کری چی تاسه ده دی بیغیرتوجوابونه په واقع دول سره ورکری دی همدارنگه تول دوستان چی په دی آره واقعیات بیان کری بالخصوص جناب استادبیانزی صاحب داگیدران اوده انگریزبچیان په سل دالررقم رقم رقصونه کوی که چه هم دا بدبختان دغه ته نگوری چه دالندمهال دولت اوقدرت اوده بل ترسایه لاندی زغاسته تیریژی اوده پاک خدای ج په درگاه کی داتور مخی رسوا کیژیی چی داخبری ده چاپه خاطرتاویلی هغه ورزبه دا تورمخی خپل ده بادرانوتربیرغ لاندی جواب وه وایه مسلمان هیچ وقت تفرقه نه خوشوی اونه هم… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx