نظــر

په هند کې افغانان د افغانانو په لومه کې

لیکوال: غریب الله هلال
لیکوال: غریب الله هلال

تاریخ: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵
لیکونکې: غریب الله ( هلال )-

دا چې مو هیواد بي وزله، غریب او ناآمنه دی او هیڅ زیربنایې پروژوی مو په نوم فاسد نظامونو او بین المللي ټولنې لکه د برق بندونه، لوی لاری، زراعتی اوږد مهاله پروژی او روغتونونه ندي جوړي کړی، سره ددی چې د نړیوالو په ملیاردونو ډالر ګران هیواد ته په تیرو لسو کلنو کې د سیلاب پشان راغلل ولی حیف و میل شول او نه مو کومو ملی سوداګرو د نا امنی له کبله کومه مجهز او په عصری تیکنالوجۍ سمبال روغتون جوړ کړه چې د افغانانو مشکل پخپل ګران هیواد کې ترسره شی نو بیچاره افغانان اړ دي چې ګاونډي هیوادونو لکه پاکستان، ایران او هندوستان ته د خپل علاج او معلاجی په خاطر سفر وکړی دا چې پاکستان مو ګاونډی هیواد دی او اکثره افغانان یې په ژبه هم بلد دی چې په خیبر پختونخوا کې ۹۵٪ خلک په پښتو خبری کوی او دافغانستان رسمی ژبه هم پښتو ده او اکثره افغانان ورسره اشنا دي، نو ورته اسانه وي چې خپل مشکل په روغتونونو کې د ډاکټر سره حل کړی خو یوه لویه ستونځه داده چې وطنوال او هیوادوال مو بیا د پاکستان د پولیسو څخه په تنګ او سر ترینه ټکوي کله ورنه په یوه بهانه او کله ورنه په بله بهانه د روپو غوښتونکې وي او داسی هم ډیر شویدي چې مریض بیچاره یې په روغتون کې بستر وي او پیوازی یې په محبس کې بستر کړی او یو دبل د حال نه خبر نه وي.

ایران ته تلل د ویزی د ورکړی له امله او په سرحد اوښتل لکه د صراط په پل تیریدل دی، نو اکثره هیواد وال مو اړ کیږي چې هندوستان هیواد ته مخه کړی ترڅو یې علاج په سمه توګه وشي اوهم د پولیسو د تنګولو او محبس د بیولو نه په امن کې شي، خو نابلدتیا او په هندې ژبه نه پوهیدل هلته بیا بل مصیبت او مشکل دی.

انداراګاندهی بین المللی هوايي میدان ته په رسیدو د دوي بچاره ګانو د تکلیف او عذاب لړۍ پیل شي چې دوي یې تصور او فکر هم نه وي کړی، افغان ترجمانان یا افغانې سیکان ( سرداران ) ورته د لاس په نامه ولاړ وي او دومره غوړه مالي ورته کوي چې دوی فکر وکړي د دادا او ابی ځامن مې الله ج په هندوستان کې راکړه، دوي ورته لا د پخوا نه د روغتون نه امبولانس یا ټکسی موټر راوستی وي او داسی د ایمان او د یقین خبري ورته شروع کړی دا بیچاره ګان فکر وکړي چې دا څومره زړه سواندی خلک دي او پخپل افغانې غرور زمونږ خدمت ته یې لاس بډی وهلی دي او ورته وایې ګورئ دلته به ډیر فکر کوي په ځان به مو پام کوي دلته دا خلک ټول ګڼکپان دي چې څوک درنه روپې و نه وهي زه خو ستاسو یو خدمت ګار یم په افغانانو مې زړه درد کوي د یو احساس له کبله دلته راغلی یم چې د خپلو ورڼو خدمت وکړم او سمه لارښونه درته وکړم نو دا بیوزله هم فکر وکړی چې سمه پریښته راته الله تعالی راولیږه خو همدوي یې د جیبونو غله دي.

د میدان هوایې دټیکسې نه واخله تر اطاق او بیا تر روغتونه پوری یې په یو بل سپاری او خرڅوي یې داسی هم شویدي چې په لیفټ کې یې څو ځل پورته ښکته کړیدي او ورته یې ویلی چې ستاسو ایم-ار-آیې وشوه او روپې ترینه اخیستی، خو تر څو چې ددي نابلده او بې ژبی افغانانو د مرض علاج شروع کیږي له دوی سره بیا د دوا روپې هم نوی پاتې، ټیکټ خو لا پریږده، او بې علاجه هیواد ته ستانه شي. ځينې پکې لا هم په هندوستان کې پور خلاص کړی چې بیا یې په انتقال هم ډیر زیات لګښت راځي د وړلو توان هم نلری.

د سترګو لیدلی او په غوږونو اوریدلی حالات او پیښه به درته بیان کړم: یو مریض چې د سرطان تکلیف یې درلوده او په ډیر تکلیف او زحمت یې ورته بچو د یوبل نه قرضو ادا کړی ؤ او خپل مریض چې مور یې وه هندوستان ته وړیوه او مریض هم پدې ډیر خوښ ؤ چې ورور یې چې د اکا ځوی او د خور خاوند یې هم کیده په هندوستان کې ( PHD ) یعنی دوکتورا کوي کومک او همکاری به راسره وکړی اعلی روغتون، اعلی ډاکټر او دټولونه ښه علاج به مو وشی نو د مریض ځوی راته داسی حکایت وکړه ماما مې چې د مور د تره ځوی کیده زمونږ د کومک لپاره د علی اباد نه راغلی ؤ مونږ چې دهلی ته ورسیدو ډیر زیات خوښ شو چې که خیر وی ماما مې رارسیدلی دی او مونږه ته به سمه رهنمایې وکړی او هم به راسره همکاری وکړی ترڅو مې د مور علاج په سمه توګه وشی، خو اوله پوښتنه مې د ماما دا وه چې خورینه څومره ډالر دی راوړیدي دلته په هند کې ډیره قیمتې ده چې د مور علاج به دی پری وشی که نه، نو ما ورته وویله ماما مونږه ته مې د کونډی مور چې په ځوانې کې کونډه شوی او مونږ ته یې تور سر سپین کړیدی ژوند مهم دی که ډالر او کالداری نه وي، پټی به خرڅ کړو ځان به ګرو کړو خو د مور علاج مې مهم دی چې الله تعالی یې جوړه کړی او زمونږ د دعا ځای راپاتی شی، ماما مې د ډهلی نه لری پروت غازی اباد کې یو روغتون ته معرفی کړو، او هلته مو د مور علاج شروع کړه، مونږ خبر نه یو ماما مې په یو ترجمان اوهغه ترجمان په بلې ترجمانې ښځې خرڅ کړی وو، اول خو یې راته د اوسیدو ځایي په داسی سیمه کې نیولی ؤ چې نه پکې مسجد او نه کوم افغانی یا د هندې مسلمانانو ریستورانت ؤ او دا پدی خاطر چې د نورو افغانانو نه لری واوسی چې ځما رازونه افشا نشي، دا چې زما مور د کینسر په مهلکه مریضتیا اخته وه او تشخیص یې په پاکستان شوکت خانم هسپتال کې شوی ؤ دیته اړتیا نوه چې ( ایم ار ايي ) وکړی خو دایې هم وکړه او بیا یې ستنې چې ویل یې واکیسن دي شروع کړه چې هغه هم دوهم نمبر ؤ یو واکسین قیمت ۴۰۰۰۰ هندی کالداری ؤ او بیلونه یې هم راته نه ښودل ویل یې چې دا بیا زه درکوم دوهم یو قسم ګولې چې قیمت یې ۸۰۰۰ هندي کالداري ؤ شروع کړه، په روپو نه وم خو مور مې د یوی ورځی نه بلی ته د خرابیدو په حالات کې وه او د جوړیدو طمعه مو وخت په وخت کمیده ماما نه به مې پوښتنه وکړه چې د مور وضیعیت مې ورځ تر بلی د خرابیدو طرف ته روان دی نو دی به ویل ښه به شی پدی کې دوه میاشتی تیرې شوی اخر ماما راته وویله مور دی مړه کیږي ښه خبره داده چې اوس خو لا ساه اخلی او ژوندۍ ده نوخپل هیواد ته یې انتقال کړه چې خپل خپلوان یې ژوندۍ وګوری بیا د مړی انتقال هم ډیر ګران دی او ډیر زیات لګښت پری راڅې، فکر مې خراب او په تشویش کې شوم او الله تعالی ته مې دسوال لاسونه لپه کړه چې أی ربه ته زما مدد او نصرت وکړه پدی تشویش او اندیښنه کې وم چې څه وکړم نو پدی وخت کې د کابل نه مې خپل ماما چې د مور مې خپل ورور دی زنګ ووهه او د یو ډاکټر چې په اپلو ( Apollo ) هسپتال کې د ماستری لپاره ترایننګ کوه نمبر راکړه هغه سره مې رابطه وکړه او د هغه دی کور ودان وي زما خواته راغلی او خپل مشکل مې ورته ووایې هغه ډاډ راکړه چې ان شا الله اوس چې تر ما راورسیدی ټول مشکلات به دي الله تعالی حل کړی ډاکټر راسره روغتون لاړه او زما د مور فایل یې رواخیسته او ویې کته وویل چې ستاسو د والدی د مریضۍ علاج خو لاشروع شوی ندي. زه حیران پاتي شوم چې ځما خو دوه میاشتي کیږی چې مور مې یو قسم واکسین کوی او ګولی هم خوری بیا یې د روغتون د رییس سره خبری وکړی هغه وویل چې دا مریض خو مونږه ته یوی ښځی رامعرفی کړیدی او هغه زمونږه نه دیرش فیصده کمیشن اخلی نو ډاکټر دروغتون ریس ته وویله چې ددی مریض نه خو تاسو ۹۰۰۰ دالرو معادل هندی روپی اخیستی دي نو د روغتون رییس هک پک حیران شو چې ددی مریض نه خو موږه دومره روپی ندي اخستی بیا یې خپل مالي او اداری راوغوښته چې ددی مریض دحساب فابل راوړه چې هرکله مو بیلونه وکتل هغه واکیسن چې یې مورته راته تطبیق کړیو قیمت یې ۲۱۰۰ هندی کالداری ؤ او د روغتون لخوا د درد او د زړه د تسکین پخاطر تطبیق شوی ؤ، دوي ورته ویلي چې مریض بی وسی دی روپی یې لا ندی رواړی چې کله روپی رواړی بیا به یې علاج شروع کړئ، او هغه تابلیت چې ماته يې په ۸۰۰۰ هندی کالدارو راکړیوو په ۸۰۰ هندی کالداری قیمت درلودلو، د اپلو ډاکټر دی کور ودان وي او الله تعالی دی جنت الفردوس ورکړی چې د افغانی احساس لکبله یې د روغتون رییس او معالج ډاکټر سره خبره وکړه او زمونږه ټول مصرف چې علاج مو شروع کړو ۸۴۰۰۰ هندی کالداری جوړی شو د اپلو د ډاکټر د ډیر فشار او سفارش لکبله یې رانه ۶۴۰۰۰ هندی کالداری واخستی او د علاج د شروع کیدوه نه ورسته مو مور ورځی تر بلی د ښه کیدو طرف ته روانه ده، ومې غوښتل چې د اپلو د ډکټر نوم ذکر کړم خو هغوی ونه غوښتل چې نوم یې ذکر شی.

نو هندوستان ته چې هرڅوک د علاج لپاره ځې اول باید په هر څه ځان پوهه او قانع کړی چې ددی بی ناموسه، بی درکه او بی احساسه ترجمانانو جلادانو په لومو او دامونو کې ونه نښلي ولی چې دوي سره د چا د ژوند او حیات فکر نشته که مري او که پاتې کیږي خو چې د دوی دیرش یا څلویښت فیصده روپی وشي او ډیره بده خو لا داده چې دری او یا څلور ځایی خرڅ شې، نو بیا به هیواد ته په زوړ حالات یا به په مرګ راګرځئ. نو وړاندیز مې دادی چې هر څوک هندوستان ته د علاج لپاره ځي نو هیڅ ترجمان سره دی خبره نکوی په کوم روغتون کې چې غواړی علاج وکړی ادرس پیدا کړی او براه راست روغتون ته ولاړ شي او د روغتون د معلوماتو څانګې نه ټول معلومات واخلی او خپل علاج دې شروع کړي.

په یاد ولرئ که هر څومره درسره څوک د کومک په نوم هسپتال ته لاړ شی تاسو به خبر هم نه یاست چې هغه کومکۍ د روغتون واله وګوری دهغه ۳۰٪ چارج شروع شی.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x