مه خفه کېږه! (۲۶) – ورته ووایه ، په ځمکه کې وګرځئ !

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

ورته ووایه ، په ځمکه کې وګرځئ !

( قُلْ سِیرُوْا فِی الْاَرْضِ )

له زړه نه د غمونو د ختمولو یوه لاره دا هم ده، چې انسان په ځمکه کې سفر وکړی، بیلا بیلو سیمو ته ولاړ شی او کتاب مطالعه کړی، په ځمکه کې د الله تعالی د قدرت او ځواک نښې نښانې وګوری، او له دې لارې د ځان لپاره د خوښۍ لاملونه ولټوی، دلته ډېر په زړه پورې باغونه شته چې د الله تعالی د توحید وږی او تږی پکې څرېدلای او ځان پکې خړوبولای شی، او د الله تعالی پر ذات او صفاتو خپل باور ته پکې وده ور کولای شی، او په همدې سره خپلو غمونو او کړاوونو ته د پای ټکی اېښودلای شی.

زما مسلمانه وروره!

کله نا کله د الله تعالی د توحید په باغونو کې د څریدو لپاره له خپله کوره وځه، خپل چاپېریال ته فکر وکړه او پخپل زړه کې د توحید د عقیدې د روزنې لپاره کله لوړو اوکله ژورو ته ولاړ شه، د الله تعالی په قدرت ولاړو غرونو ته سوچ کوه، د چینو له یخو اوبو څخه خپله برخه اخله، د ډول ډول ګلونو له بویولو څخه خوند اخله، او هر کله چې د الله تعالی د قدرت نښې وګورې، بیابه خپل روح او ځان ازاد ومومې، د الله تعالی نعمتونه به دې په یاد شی، او له دې سره سره په ژبه او زړه د الله تعالی ذکر هم کوه، نو په دې سره په یقینی توګه کېدای شی، چې ستا ټول غمونه ورک شی، او زړه دې له خوښیو ډک شی.

په یوه تنګه کوټه کې کېناستل او له کارونو ځان وزګارول، د ځان وژنې لپاره لاره هوارول دی، ستا کوټه ټوله نړۍ نه ده او نه یوازې ستا ځان ټول اولس یې، نو ولې خپل ځان دبلا په خوله کې اچوې، او د غمونو او کړاوونو لاره ځان ته هواروې!؟

نه! نه! داسې نه ده پکار، بلکې دې اواز ته د زړه له کومې ځواب ور کړه:

( اِنْفِرُوْا خِفَافًا وَّثِقَالًا )
” یوازې او ډلې ډلې ووځئ. ”

راځه چې چېرته په تازه هوا، ازاده فضا، د ویالو پر غاړو، د ښکلو باغونو او د مرغانو د زړه راښکونکو اوازونو په منځ کې د قرآن کریم تلاوت وکړو، د الله تعالی ذکر وکړو، هلته په ارامه فضا کې لمونځونه وکړو، په یخه هوا او یخو اوبو کې روژه په خوله وګرځو، او د نبی علیه السلام ددې وینا مطابق د الله په لاره کې ورک شوی فرض راژوندی کړو، چې وایې:

( سِیَاحَةَ أُمَّتِی الْجِهَادُ فِی سَبِیلِ اللهِ ) .
” زما د امت سیاحت (چکر) د الله تعالی په لاره کې جهاد کول دی. ”

په ازاده فضا کې ګرځېدل یو لوی غنیمت او د الله تعالی ستر نعمت دی، ډېرو روانی ناروغانو ته ډاکټران په پوره ټینګار سره د همدې خبرې مشوره ورکوی، او الله تعالی هم په ځمکه، اسمانونو او په مخلوقاتو کې په سوچ او فکر کولو امر کړی دی.

( وَیَتَفَکَّرُونَ فِی خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَآ مَا خَلَقْتَ هذَا بَاطِلاً سُبْحَانَکَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ )
” او د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې غور او فکر کوی، ( هغوی په غیر ارادی توګه غږ کوی چې ) زموږ ربه! دا ټول شیان تا بابیزه او بې مقصده نه دی هست کړی، ته له دې نه پاک یې چې عبث کار وکړې، نو ای ربه! موږ د دوزخ له عذابه وژغوره! ”

مسلمانان د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوی، او بیا وایی، چې ای الله! دا هر څه تا بې ګټې نه دی پیدا کړی، نو ای ربه! موږ د اور له عذاب څخه خوندی کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د