وتلی برتانوي ژورناليست او د انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې لپاره د عربي چارو کارپوه

رابرټ فيسک: د پاريس بريدونه د الجزاير د جګړې ښه تفسير کېدای شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): برتانوي ليکوال او ژورنالېست رابرټ فېسک د پاريس بريدونو په اړه د نورو غربيانو پر خلاف په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د پاريس بريدونو يو بريدګر د الجزاير و او له دغه ځايه بايد غربيان فکر وکړي، چې له ۱۹۵۶- ۱۹۶۲ پورې الجزاير کې د فرانسې وحشي يرغل څنګه روان و او څومره خلک يې په څنګه وحشي طريقه وژلي دي.

ليکوال انډيپينډينټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې پر لويديزو هېوادونو نيوکه کړې، چې د خلکو پر عقلونو لوبې او هڅه کوي، چې تاريخ مسحه کړي او الجزاير کې د فرانسوي عسکرو هغه ظلمونه اوحشت د خلکو له پامه وباسي، چې دوی هلته څومره بې دفاع ولسي وګړي وژلي دي.

«نړۍ د پاريس ۱۲۹ قربانيان يادوي، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره پېښه بلل کيږي، مګر ۱۹۶۰ د فرانسوي عسکرو پر لاسو د هغو دوو سوو جزايريانو له وژلو سترګې پټوي، چې د فرانسوي ښکېلاک پر ضد يې سوله ييزه مظاهره کوله.»

رابرټ فېسک زياتوي، چې دغه دوه سوله ييز مظاهره چيان فرانسوي امنيتي ځواکونو ووژل، سرونه يې په ديوالونو کې ښخ کړل او فرانسې يوازې د څلوېښتو په وژنه اعتراف وکړ.

د ليکوال په وينا د پاريس د بريد يو ګډونوال د الجزاير و، له دې وړاندې د چارلي ابډو مجلې پر دفتر هم دوو الجزايري وروڼو بريد وکړ، په فرانسه کې لکونو الجزايريان اوسيږي او ډېری يې اوس هم دا فکر کوي، چې د فرانسې ښکېلاکي جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او د همدې فرانسوي ښکېلاک له امله د الجزاير خلک اوس هم له بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلی فېسک د مقالې په پای کې وايي، چې د پنځوس کاله پخواني ښکېلاک له امله د پاريس بريدونه ښه کار نه دی، مګر فرانسويان بايد دا ومني، چې د ښکېلاک او قتلونو اغېز تر ډېره پاتې او په دې اړه بايد ژور وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د فرانسې پلازمېنه پاريس کې د ګڼو هم مهاله بريدونو له امله له ۱۵۰ زيات کې کسان وژل شوي او له درې سوو زيات ټپيان وو.

فرانسې د يادو بريدونو له امله په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او له هغې ورځې يې په ټول هېواد کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی پيل کړی دی.

تېره ورځ د فرانسې په ګڼو ښارونو کې د مسلمانانو پر ضد لاريونونه وشول او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې مسلمانان بايد له هېواده وباسي.

د پاريس له بريدونو وروسته په اسپانيا او هالنډ کې د مسلمانانو جوماتونه سوځول شوي او د فرانسې په ګډون په ګڼو اروپايي هېوادونو کې له مسلمانانو سره ظلمونه او زياتی پيل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د