نړۍ

په عربې نړۍ کې د تېر کال مهم تحولات

په عربي نړى کې د بدلون اور هغه وخت بل شو کله چې په تيونس کې د يو ځوان سوداګر چې سبزي او ميوه يې په چابړى (کراچى) کې خرڅوله او پوليسو د هغه ريړه او سامان هغه وخت ضبط کړ چې اجازه يې نه درلودله چې په نوموړي ځاى کې ريړه ودروي په اصل کې د تيونس حکومت چې ډير مالي او اداري فساد ورکې وو د هغه ځاى د پولېسو مشر د رېړه والا نه رشوت غوښته اما دا ځوان چه محمد بوعزېزې نومېده دومره روپۍ نه درلودلې چه ددې پولېسو مشر ته ېې ورکړې او دې خپل کار او بار پر مخ بوزې. همدا ؤ چه محمد بوعزېزې د ډېر تنګلاسې له لاسه ځان ته اور پورې کړ او د ېو څو ورځو نه وروسته په هسپتال کې ېې ددې فانې دنېا نه سترګې پټې کړې. ددې ځوان د مرګ سره سم په تقرېبا په توله عربې نړۍ کې ېو اور بل سه. 

په دې لېکنه کې موږ د عربې نړې د تېر کال د تحولاتو باندې نظر اچوو….

1) د سوداګر ځان وژنه : 2011-12-17

په تيونس کې يو سبزي خرڅونکى ځوان چې محمدبوعزيز نوميده د غريبى د لاسه خپل ځان ته په ډک بازار کې اور ورکړ او ځان يې وواژه مګر دغه اور څخه په عربي نړى کې داسې لمبې پورته شوې او لا روانې دي چې په د سيمې په هر ميدان کې 190 درجه تغير او بدلون راوست.

محمد بو عزيز چې ځان ته يې اور ورکړ او مړ شو د عربي دنيا د 60فيصده بې روزګاره ځوانانو يو نماينده شو او کوم واقعات چې د بوعزيز د مرګ څخه وروسته را مينځ ته شول د هغې تور د دولتي پوليس مشر احمدي باندې لګول کيږي مګر هغه دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چې بوعزيز په ګلاس کې د اوبو هغه اخري څاڅکى ثابت شو چې د هغې څخه بهر راغې.

2) بن علي خپل ملک پريښود : 2011-1-14

د محمد بوعزيز د مرګ نه وروسته په تيونس کې تر څو اوونيو مظاهرې روانې وې او د تيونس خلک په هيواد کې د مالي فساد ، ناامني ، د خوراکي توکو بيعې لوړيدل ، بيکاري او د بيان نه آزادى باندې ډير په غصه شوې ؤ.

د تيونس پاچا زيد بن علي د اصلاحاتو راوستلو او د غربت کمولو په وعدوغوښتل چې د قهرجنو مظاهره چيانو غصه سړه کړي اما په دې و نه توانيد او د 23 کاله حکومت وروسته يې تيونس پريښود او سعودي عرب ته و تښتيد د هغه په غياب کې محکمې زيد بن علي او د هغه ميرمنې ليلى ته د ملت د خزانې څخه د پيسو د پټولو په تور 35 کاله بند اعلان کړ.

3) د تحرير په څلور لارې قبضه : 2011-1-28

د تيونس څخه د اور لمبې د مصر پلازمينه قاهرې ته ورسيدې په ټول مصر کې مظاهرې پيل شوې او په پاى کې قهرجنو مظاهره چيانو د مصر مرکز د التحرير په ميدان يا څلورلارې کې خپلو مظاهرو ته په اونيو دوام ورکړ.

دا د حسنى مبارک لپاره ښورا ستر چيلنج ؤ چې هغه د اقتدار د پريښودو نه بالکل انکار کړى ؤ کله چې مظاهره چيانو د حسنى مبارک د ماڼى په لورې روان شول نو حسنى مبارک د اقتدار واګى پريښود او بالاخره په 12 فبرورى کې يې استعفى وړاندې کړه.

په عربي نړى کې مصر تر ټولو زياته آبادي لري او د انقلاب په پيل کې داسې انګيريدله چې د مصر ښورا قوي حکومت به کله هم داسې ماتى تسليم نکړي.

په مصر کې د انقلاب د راتلو نه وروسته يمن ، بحرين ، ليبيا او بيا شام (سوريه) کې خلک د خپلو حکومتونو په ضد را پاڅيدل.

4) 2011-3-14 په بحرين کې مظاهرې ډيرې شوې او دغو نا اراميو ته په کتو سره سعودي ګاونډي هيواد ته خپل ځواکونه د مرستې لپاره وليږل بحرين کې شيعه ګان اکثريت او سنيان اقليت کې دي نو دا د شيعه ګانو په خلاف د سعودي يوه ښکاره لوې ګام ؤ.

د سعوديانو په اند دا اقدام د دوي د ايران په خلاف د سړې جګړې يوه برخه ده او د بحرين په نا اراميو کې يې د ايران لاس وباله.

5) په طرابلس بمباري : 2011-3-17

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورى د 1973 قراداد په اکثريت ومنله چې د قراداد په منلو سره ټولو شاملو هيوادونو ته دا حق ورکړاې شو چې د عامو خلکو د ساتنې لپاره بايد هر ضروري اقدام وکړي.

چې په دا ډول کرنل قذافي د خپل مخالفينو د وژلو نيت درلود اما د امنيت شورى د 1973 قراداد د هغه د مرګ پروانه ثابته شوه.

6) سوريه د بشارالاسد وينا : 2011-3-30

د سوريي پاچا بشارالاسد خپل پارلمان ته په وينا کې مظاهرې د خپلو دښمنانو سازش وباله او مظاهره چيان ئې د ملت دښمنان معرفي کړل.
اګر که يو څه خاصه طبقه بشارالاسد خپل ولسمشر ګاڼه اما ده 75% سنيان بنديان کړي ؤ که چيرته بشارالاسد د انقلاب په پيل کې د هغوي غوښتنې منلې واى نو نن به په سوريه کې دومره وينه نه توييده او د سوريي ملت ته به ئې يوه د امن او خوشحالى نه ډک راتلونکى ورکړى واى اما دده کبر او غرور دومره زيات ؤ چې په پاى کې د 21 مياشتو د وينو توئيدو او 48000 نه زيات د بې ګناه خلکو د وژلو څخه وروسته دده د ماتې شيبې را ورسيدلې او د سوريې غيور ملت ان شاءالله نږدى دى چې دمشق فتح اواسد ته د پلار نه پاتې 41 کلن حکومت نسکور کړي.

7) د معمر القذافي مرګ : 2011-10-20

د څو اونيو د ورکيدو نه وروسته معمر القذافي په خپل پلرنۍ ښارګوټې سرت کې په داسې حال کې ونيول شو چې د اوبو لوې نل کې ‌ئې ځان پټ کړى ؤ چې قهرجنو انقلابيانو دى په ډير تشدد سره وواژه په حقيقت کې کرنل قذافي بې سارې ظلمونه په خپل ملت کړى ؤ.

8) يمن ، علي عبدالله صالح اقتدار پريښود : 2012-1-22

د يمن خلکو چې د علي عبدالله صالح د 33کلن حکومت څخه پوزې ته راغلي ؤ مظاهرې وکړې له ډير مقاومت څخه وروسته علي عبدالله صالح دې ته مجبور شو چې استعفى ورکړي په خپل اخيرنى وينا کې عبدالله صالح ملت څخه د خپل حکومت په دوران کې د غلطيو او نورو نا قانونه کړنو بښنه و غوښته او يمن ئې پريښود.

د خليجي هيوادونو شورى (GCC) په منځګړتوب هغه يو قانوني اقدام نه بري شو او امريکې ته ولاړ ، صالح د يمن په پريښودلو سره د يمن ملت ته ډير مشکلات پريښود لکه غريبي ، بې روزګاري ، مالي فساد ، نا امني ، دپاکو اوبو او تيلو کمښت سره سره په يمن کې دننه نور داسې مشکلات چې د يمن ملت ورسره سر او ګريوان دى.

9) مصر ، 2012-6-24 انتخاباتو کې د دکتور محمد مرسي په غوڅ اکثريت بريا:

د مصر په تاريخ کې په لمړي ځل د عادلانه انتخاباتو په ترڅ کې د 88 کاله مبارزې وروسته د اخوان المسلمين ګوند نماينده دکتور محمد مرسي په غوڅ اکثريت بريا ترلاسه کړ ، نوى ولسمشر ته نا امني ، اداري او مالي فساد ، کمزورى اقتصاد ، بې روزګاري او نور داسې ډير مشکلات په ميراث کې پاتې شول.

10) د اسرائيل په غزه بې رحمه حملې : 2012-11

اسرائيلو 14 نومبر کې په غزه داسې بې رحمه حملې پيل کړې چې 120 نه زيات ښځې او ماشومان ئې ووژل او سلګونو نور ئې ټپيان او بې ځايه کړل په عربي نړى کې د بدلون نه وروسته دا د اسرائيلو لومړى حمله وه چې پر غزه يې وکړې ليکن حملو دا هم وښودله چې دغو بدلونونو سره د عربي نړى ټول قومونه د فلسطينيانو تر شا ودريدل.

ترکيه ، مصر او نورو عربي هيوادونو په ښکاره ډول د فلسطينيانو ملاتړ وکړ اما د پخوا په شان بيا هم عربي نړى د اسرائيلو د ښکاره ظلمونو سره سره د هغوي تر شا ودريدل ليکن دا هم ښه ښکاره شوه چې اسرائيل د هر اقدام نه مخکې بايد ډير ژور فکر وکړي چې اوسنى عربي نړى د هغوي د ګوډاګيانو نړى نده مسلمان ملت را پاڅيدلى او په هره بيه د خپلو فلسطيني وروڼو دفاع ته حاضر دى.

پايله:
دې ټولو واقعاتو ته په نظر نيولو سره بايد وويل شي چې په نني عصر کې پردي ګوډاګيان چې د خپل ملت ، مذهب او کلتور باندې د غربي نړى او نورو طاغوتي ځواکونو سره سودا کوي ځاى نه لري د ملت مشران بايد خپل ملي ګټو او ملت ته ژمن وي د خپل ملت ګټې د شخصي ګټو څخه مخکې نکړي ، د الله تعالى او د هغې سپيڅلې رسول محمد صلى الله عليه وسلم پر ښکلې تعليماتو يوه داسې اسلامي او ملي حکومت را مينځ ته کړي چې نه يوازې د خپل ملت بلکه د ټولې اسلامي نړى د خدمت جوګه او د اميد څراغ وي. (آمين).

عزېز امېن احمدزى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x