ورزش

پاکستان د انګلینډ په وړاندې په شپږو ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او انګلینډ تر منځ د څلورو یوه ورځنیو سیالیو درییمه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې انګلینډ د پاکستان لوبډلې ته په شپږو ویکټو او ۵۴ توپونو ماتې ورکړه.

د پاکستان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې غلطه پریکړه وکړه. پاکستانۍ لوبډلې بریالی نشو سیالې لوبډلې ته ستر هدف وټاکي.

د پاکستان لوبډلې خپل ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد حفیظ غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره محمد حفیظ په ۷۱ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۵ او اظهر علي په ۵۴ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ووکس تر ټولو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. ووکس خپل ۹.۵ اورونو کې ۴۰ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي له مخې لرې کړ.

د انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۱ اورونو کې یوازې څلور ویکټې له لاسه ورکولو سره د ټېلر او بټلر غوره توپ وهنې په مرسته پوره او سیالې لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ټېلر په ۶۹ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۷ او بټلر په ۵۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د پاکستان لوبډلې لپاره ظفر ګوهر دوه او محمد عرفان او شعیب ملک یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x