افغانستان

طالبانو د امنیتي ځواکونو محرم معلومات ترلاسه کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د هیواد له شمال څخه تر جنوب پوري طالبانو خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او پراخي سیمي یې تر خپل کنترول لاندي راوستې ورسره سم یې د حکومتي ادارو او پوځ محرمو معلوماتو ته لاس رسی هم موندلی دی.

د امنیتي ځواکونو سرتیري داسي ویره ښيې چې طالبانو د دوی د محرمو معلوماتو ډیټابیسونه ترلاسه کړي او د لویو لارو په اوږدو کې یې د دوی تګ راتګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

په هلمند ولایت کې امنیتي سرتیرو رسنیو ته وویل چې د دوی ځیني ملګري طالبانو لومړی نیولي بیا یې د هغوی ګوتي کتلې او تر پوره معلوماتو وروسته یې له ځانه سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

سرتیرو همدارنګه وویل چې طالبانو په جګړو کې د دوی بایومیټرک سیسټم چې د سترګو، ګوتو او نورې نښې پکې ثبت وي هم ترلاسه کړی او اوس کولی شي ولسي وګړي او سرتیري سره وپېژني چې په دې سره د دوی ژوند تر پخوا لا ډیر په خطر کې لویدلی دی.

طالبان له ورته سیسټم څخه د هیواد په شمال کې هم کاراخلي او د لویو لارو په اوږدو کې د خلګو ګوتي ګوري او د سرتیرو د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې له ځانه سره د بندیانو په توګه بیایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x