ټولنیزه برخه

حرامه ګوله

خوندوره رښتینې کیسه

حامد افغان

دریمه ورځ یې هم د خوراک څه پیدا نه کړل، له ځانه سره یې کړه: اوس نو غلا او مردار هم راته روا دي، د خپلې حجرې له بامه د ورسره نښتي کور بام ته ورواښت، کور تش و، پخلنځي کې یې له پاخه دېګ نه د غوښې هډوکی راوکيښ، د لومړۍ ګولې ژوولو په مهال یې سد سر ته ورغی، له ځانه سره یې وویل: د جومات طالب یې پردې کور کې په حرامو لګیا یې!، هماغه ګوله یې وغورځوله بیرته جومات ته ولاړ.

جومات کې استاد درس ویلې، دی د لوږي له لاسه په ټکي هم نه پوهیدی، درس ختم او د استاد خواته یوه مستوره میرمن راغله، له هغه سره له خبرو وروسته یې استاد دی وروغوښت، ورته کړه یې: واده کوې؟ ده وویل: استادګله په ګیډه پوري حیران او ستومان یم، هیڅ هم نه لرم، استاد ول: دا ځوانه کونډه هرڅه لري، میړه نه لري، او د ولور حق یې پرما.

هغه راضي شو، استاد جومات کې نکاح وتړله، له کونډې سره خپل سپینږیری تره هم و، له نکاح وروسته د ښځې کره روان شول، کورته چې ننوتل هغې پرده لیري کړه، او تر ښایسته و ښایسته وه، د ناوک کولمې لوږي مروړي، ښځې د ډوډۍ دسترخان ورته وغوړاوه، غوښه او ډوډۍ یې مخته ورته کېښودل، په هېښتیا پوښلې موسکا یې ورته وویل: کور مې بند پرې ایښی و اوس په دالان کې چا له دېګه هډوکی ایستلی او ناخوړلی پروت دی!

ده ورته وویل: نن مې دریمه ده څکه مې هم نه ده کړې!، لیږ مخکي زه دې کور ته په غلا راواوښتم، هغه هډوکی ما ناخوړلی غورځولی، د لومړي ګولې ژوولو پرمهال په ځان پوه شوم چې حرام خورم، نو هغه ګوله مې هم وغورځوله، میرمني یې ورته وویل: د الله له پاره مو یوه “حرامه ګوله” وغورځوله مهربانه څښتن هغه ټول دېګ، هغه کور او د کور میرمن ټول درکړل! .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

اللهم اکفنی بحلالک عن حرامک وأغنني بفضلك عمن سواك.

RAHMATULLAH

جزاک الله خیر

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x