نظــر

دامريکا غرور او د طالب ايماني عزم

د الله تعالي څه عجيبه او غريبه دنيا ده او دا وختونه څه رنګ په رنګ اړوي !

لکه څنګه چي د هوا په حالاتو کي ناببره تغير راځي شين اسمان په څو شيبو کي په وريځ او بياپه توفاني باران بدل کړي او کله چي وغواړي نو هرڅه بيرته په خپل حال شي نو داسي تغير د ژوند په ډيرو برخو کي هم ليدلۍ شو او دا هر څه د الله جل جلاله د عظمت او يووالي شاهدي ورکوي نو دغه بدلونه زمونږ لپاره د عبرت نه کم نه دي او بايد پوره وڅيړل شي فکر پکي وشي ځکه د کايناتو دا لوي نظام الله تعالي هسي بي فايدي ندۍ پيداکړۍ .

داچي خبره اوږده نه شي نو دهمداسي تغيراتو په شان به يو څو لحظي دافغانستان حالت هم وڅيړو او هغه بدلونونه چي په تيرو څو کالو کي وليدل شوه غواړم ستاسو مخ ته يي کيږدم نودمثال په توګه :

د نن نه يوولس کاله دمخه چي کله صليبي لښکرو په افغانستان تيرۍ اوتجاوزوکړ او د هغه وخت حاکم اسلامي نظام يي بس په دي تور ونړاوه چي اسامه بن لادن ( رحمه الله ) ته يي پناه ورکړي اواسلامي شريعت يي اساسي قانون ګرځولئ
فاسفورس او کارپټ بمونه يي راورول، طالب او مجاهد خو پريږده ان چي دګيري او پګړۍ خاوندان يي ګوانتنامو او نورو جيلونو ته واچول او ښه موپه ياد دي چي د طالب ژوندي پاتي کيدل يي نه شو زغملاي او همدا يوه نعره يي پورته کوله چي (( طالبان به د عدالت ميز ته کش کوو. طالبان ترورستان دي او بايد جزا وګالي،طالبان ترهګر دي بايد ووژل شي ) او داسي نوري کبرجني نعري به يي وهلي .

بيا چي څو کلونه تير شول او ملي مقاومت زور واخيست مجاهدينو د خارجيانو په قواوو مرګوني ګوزارنه پيل کړه او ورسره يي د هغوي په ساتوونکي افغاني فوځيانو کاري بريدونه وکړل او يوڅه سيمي يي د هغوي له پليتو قدمونو پاکي کړي نو بيا لږ څه راښه شول او همدا به يي ويل چي (( طالب ادرس نه لري نو څنګه خبري ورسره وکړو او يا داچي ځيني طالبان ښه دي او ځيني بد او کله به يي د معتدل او سخت دريځ په نامه بيلول اود خبرو اومزاکراتو درواغجن تبليغات يي پيل کړل))
خو کله چي جګړه تر ارګه او د امريکا تر سفارته ورسيده او مجاهدينو د کابل په مختلفو مهمو نقطو او هم د هيواد په ګوټ ګوټ کي په دښمن خپل تندريځ بريدونه سرته ورسول او بيا په دي وروستيو کي مجاهدينو سياسي ميدان ته د دانګلو تکل وکړ نو د يرغلګرو پښي نوري هم سستي شوي او د وتلو خوبونه ليدل يي پيل کړه چي دي کار د کابل په اداره هم خورا ډير زيات منفي اثر وکړ چي اوس دادۍ ګورو د کابل اداري مشر کله په يوه در او کله په بل در په ډيره نرمه اود ديپلوماسۍ په لهجه خبري کوي او غواړي هرڅه ته لاس واچوي ترڅو دلاهو کيدو نه ځان وژغوري.

که مو په ياد وي څو کاله وړاندي کرزۍ صيب د اسلام اباد په دوره تللۍ وه او د ځان سره يي د يونيم سل افغان طالبانو چي ګواکي ( ترهه ګر دي اوپه پاکستان کي پټ شوي ) لستونه يوړل او غوښتل يي چي خپل افغانان په هغوۍ ونيسي او شکنجه يي کړي او نوره هراړخيزه استخباراتي همکاري هم تري وغواړي

خو نن هماغه کرزۍ هلته ځي او د خپلو واکدارانو ( ناټو او امريکا ) نه شکايتونه او ګيلي کوي او بيا د هاغو فوځي افسرانو ته په خطاب کي چي تر پرونه يي متجاوزين او د افغانستان په خاوره تيري کوونکي بلل .

ددي پرځاي چي له پاکستاني چارواکو د هغو زرګونو توغنديو چي د دوي د اداري د ادعا له مخي يي په کونړ او نورو افغاني سيمو ويشتلي وپوښتي او د افغانانو د زورولو لاملونه تري وغواړي بلکي په هغي يي بيخي سترګي پټي کړي او دهغي پرځاي يي د ناټو په فوځونو ټکونه وکړل ترڅو دغه حاضر چارواکي خوشحاله کړي خو رښتيا يي ويلي چي ( ژبه پسته ده هري خواته اوړي ) کله چي واشنګتن ته ولاړ شي نو وايي چي د ( ترورستانو ځالي پاکستان کي دي اوبايد ختمي شي) اوچي اسلام اباد ته لاړشي نوبيا وايي چي (امريکا نه راته تاسو ښه ياست او ترورستان خو ناټو بيرته قوي کړي) اوملامتي په هغو واچوي.

اوس نو هرچا ته ښکاره ده چي د پردو په زور واکمني کول او په پرديو ځان ساتل څومره خطرناکي پايلي لري رښتيا يي ويلي چي( پردۍ کټ ترنيمي شپي وي) امريکا او اشرګر يي نن يو د بل پسي له افغانستان نه د وتو پلمي لتوي خو افغاني چارواکي ګمان نه کوم لکه څنګه يي چي له ځان سره په هيلي کوپترو کي راوستي وه همداسي غبرګ له ځان سره يوسي .

نن هماغه کبرجنه امريکا او د کابل بي واکه اداره پاکستان ته هيئتونه استوي او دطالب بنديانو د خوشي کولو لستونه ورسپاري او پدي خام فکر کي ده چي ګواکي بندي طالبان به اوس له خپل هوډ نه اووښتي وي او دکابل اداري يا امريکايانو سره به سوله وکړي

خو دوي په دي حقيقت نه پوهيګي چي څوک د جهاد لار غوره کړي نو داټول تکليفونه ورته اجرښکاري اوپه ورين تندي يي قبلوي او ايماني عزم او هوډ يي لاپسي قوي کيژي

همدا لامل ده چي که له يوي خوا زرګونه مجاهدين د ګډ دښمن لخوا په ګوانتنامو،باګرام ، پل چرخي او نورو خارجي او داخلي بدنامو جيلونو کي پراته دي او ياهم شهيدان کيژي خو له بلي خوا د جهاد سنګرونه لاپـسي پياوړي او تاند دي او ددښمن سره سوله يا معامله کول په يوه خوله ردوي اوهمدا د پاک او سپيڅلي مجاهد امتياز ده چي په هر وخت کښي هغه لار غوره کړي چي الله او د هغه رسول ښودلي وي .

په دي يوولسو کلونو کي چي زرګونه مجاهدين په دي تورچي له خپل دين او خاوري دفاع کوي دپرديو په لاس ونيول شول يا ووژل شول او تر ننه پوري د کرزي او انډيولانو په حکم يي اعدام يا وژل کيژي نوبيابه هم تري د سولي تمه کيداي شي ؟؟؟؟؟

الله جل جلاله د همدي مقصدلپاره دا ورځي اړوي او رااړوي چي پندګان تري پند واخلي او خپل ايمان او موقف د حالاتو د تغير سره تغير نه کړي او په الهي امتحان کښي د ثبات څرګندونه وکړي نو ويلاي شو چي افغان مجاهد ولس به بيا له داسي څيرو سره څه وړ سلوک کوي چي د هغوي په مشرۍ او وينا يي کورونه تباه کيدل او د فاميل خواږه غړي يي يا شهيدانيدل او يا د تورو تمبو شاته غورزيدل او دوي ترپايه د يرغلګرو له ملګرتيا راونه ګرځيدل !!!!!!

خو بايد کابل اداره او چارواکي يي په دي پوهه شي چي د خارجيانو په موجوديت کي دوي هيڅ ګټه نشي کولاي اونه به خارجي ځواکونه ددوي د قدرت کي د پاتي کيدو سبب وګرځي که دخپل ولس په وړاندي يي د خارجيانو مرسته نه وه کړي نو نن به د هر کس او ناکس دروازي ته نه وو ولاړ او نه به يي افغاني غرور ترپښولاندي کاوه

نو پکار ده چي دغه چارواکي اوس هم خپلو ځانونو ته متوجه شي او د يرغلګرو مرسته پريږدي اود جهاد په صفونو کي ودريږي ترڅو د غلامۍ بدنام او رټلۍ لقب ورځيني لري او د تيرو عملونو جبيره وګرځوي.

جهاد د مسلمانانو د سرلوړي او عزتمند ژوند يواځينئ ضامن دئ او اسلامي شريعت يواځي د سپيڅلي جهاد په مټ راتلاي شي که غربيان هرڅومره شيطاني تبليغات وکړي او د خلکو په سترګو کي خاوري واچوي خو مجاهدطالب به له دي عقيدي شاته نه کړي ان شاالله

له اغیار سره خندا څه په کار نه ده
له اغیار سره سودا څه پکار نه ده

سل یارۍ دیوه یار دپاره کړی شي
آشنایی د هرآشنا څه پکار نه ده

بد له بدو سره بویه نیک له نیکو
دجفا په ځای وفا څه پکار نه ده

رحمان بابا

د اسلامي نظام د بشپړ حاکميت د لوي ارمان په هيله

صداقت بابکرخيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x