افغانستان

بدخشان: یمګان ولسوالي د امنيتي ځواکونو له ګوتو ووته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت یمګان ولسوالي نن سهار د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او د حکومت له واکه ووته.

یمګان ولسوالي چې له څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو تر بریدونو لاندې وه، تېره شپه له سخته جګړې وروسته نن سهار د طالبانو لاس کې ولوېده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد د خبر پخلی کړی او پخپله ټویټر پاڼه يې لیکلي چې د دې ولسوالۍ د نیولو پر مهال يې دولتي اړخ ته دروند مالي او ځاني زیان اړولی دی.

د هغه په خبره نن سهار د دې ولسوالۍ مرکز او ټولې پوستې د دوی د ځواکونو له لوري ونیول شوې او دولتي عسکر د تلفاتو پر لیدلو د تېښتې لاره ونیوله.

د بدخشان ځايي چارواکو تر اوسه د یمګان د سقوط په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x