دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دوه پنځوسمه برخه )

۹ – په شهید ملایکې وزرې غوړوي

عن جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ – رضى الله عنهما – قَالَ جِىءَ بِأَبِى يَوْمَ أُحُدٍ ، قَدْ مُثِّلَ بِهِ حَتَّى وُضِعَ بَيْنَ يَدَىْ رَسُولِ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – وَقَدْ سُجِّىَ ثَوْبًا فَذَهَبْتُ أُرِيدُ أَنْ أَكْشِفَ عَنْهُ فَنَهَانِى قَوْمِى ، ثُمَّ ذَهَبْتُ أَكْشِفُ عَنْهُ فَنَهَانِى قَوْمِى ، فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – فَرُفِعَ فَسَمِعَ صَوْتَ صَائِحَةٍ فَقَالَ « مَنْ هَذِهِ » . فَقَالُوا ابْنَةُ عَمْرٍو أَوْ أُخْتُ عَمْرٍو . قَالَ « فَلِمَ تَبْكِى أَوْ لاَ تَبْكِى فَمَا زَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ تُظِلُّهُ بِأَجْنِحَتِهَا حَتَّى رُفِعَ ) [1]

ژباړه: له حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنهما څخه روایت دی، وايي: د احد په ورځ مې پلار ، په داسې حال کې چې مثله شوی و، راوړل شو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته کېښودل شو، په یوه جامه یا کفن کې پټ کړل شوی و، زه ورغلم، غوښتل مې مخ یې لوڅ کړم، خو خلکو مې مخه ونیوه، بیا مې وغوښتل ورشم مخ یې لوڅ کړم، خو خلکو مې مخه ونیوه، آخر رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې مخ یې لوڅ کړل شي، د مسلم په روایت کې راځي چې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له مخ نه کفن یا ټوټه پورته کړه، یا یې چا ته امر وکړ چې پورته یې کړي، نو هغه جامه یا کفن یې له مخ نه پورته کړل شو، په دې کې د یوې ښځې غږ واورېدل شو چې ژړل یې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا څوک ده؟ خلکو ویل: د عمرو لور او که د عمرو خور، یعني د جابر عمه فاطمه بنت عمرو، د مسلم په روایت کې راځي چې فاطمه بنت عمرو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: نو ولې؟ که ژاړي او که نه ژاړي، ملایکو تر هغو خپل وزر پرې غوړولي وو تر څو چې پورته کړل شو. د مسلم په روایت کې راځي تر هغه چې تاسو پورته کړ.

امام عیني رحمه الله ددې حدیث شریف په شرحه کې وايي: ( دا چې ملایکو وزرې پرې غوړلې وې، له دې امله چې آسمانونو ته یې د روح د خېژولو لپاره راغونډې شوې وې، او ددې لپاره چې د هغه کرامت زیری پرې وکړي چې الله تعالی ورته تیار کړی و، یا یې له دې امله سیوری پرې جوړ کړی و چې له ګرمۍ نه یې وساتي چې خراب نشي، او یا له دې امله چې نوموړی د هغو اوو کسانو له ډلې څخه و چې الله تعالی یې په هغه ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې بل هېڅ سیوری نه وي ) [2]

ابن حجر رحمه الله وايي: ( لنډه دا چې دا جلیل القدره صحابي چې ملایکو په خپلو وزرو سیوری پرې کړی، نه باید  پرې وژړل شي، بلکې هغه عزت او کرامت ته چې دی ورسید باید خوښي پرې څرګنده کړل شي )[3]

ابن بطال رحمه الله  د بخاري په شرحه کې وايي چې المهلب ویلي: دا د شهادت فضیلت دی، چې ملایکو خپل وزر پرې غوړولي، او دا د نوموړي لپاره رحمت و. [4] كه څه هم روایات د عبد الله بن عمرو بن حرام رضی الله عنه په اړه د دې ډول کرامت یادونه کوي، خو لیرې نه ده چې الله تعالی له دې پرته نورو شهیدانو ته هم دا ډول کرامات ور کړي، یعني دا کرامت یوازې تر یو شهید پورې نه دی ځانګړی شوی.

وعن سلمان رضي الله عنه قال: ( كانت امرأة فرعون تعذب بالشمس، فإذا انصرفوا، أظلتها الملائكة بأجنحتها، وترى بيتها في الجنة وهي تعذب ) [5] ژباړه: له حضرت سلمان رضي الله عنه څخه روایت چې د فرعون مېرمن به په لمر کړول کېده، کله به چې دوی ( کفار ) ترې لاړل، ملایکو به خپلې وزرې پرې وغوړولې، نوموړې به چې کله کړول کېده په جنت کې به یې خپل کور لېدو.

په بل روایت کې راځي،  وعن أبي هريرة ( أن فرعون أوتد لزوجته أربع أوتاد في يديها ورجليها ، فكان إذا تفرقوا عنها أظلتها الملائكة فقالت ” رب ابن لي عندك بيتاً في الجنة ونجني من فرعون وعمله ونجني من القوم الظالمين ” فكشف لها عن بيتها في الجنة )[6]

ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرعون یې خپلې مېرمنې ته په لاسو او پښو کې څلور مږوي وهلي وو، کله به چې ترې لیرې شول، ملایکو به په خپلو وزرو سیوری پرې جوړ کړ، دې به ویل: ” اې ربه! په جنت کې یو کور راته جوړ کړه، له فرعون او کړنو څخه مې یې وژغوره، له ظالم قوم نه مې وژغوره ” نو بيا یې په جنت کې کور ورته وښودل شو.

پورتني روایات وايي ملایکې به بې بي آسیې ته ددې لپاره راتلې تر څو د لمر له وړانګو یې وساتي، خو ددې تر څنګ کېدای شي د ډاډ او اطمئنان لپاره به هم ورته راتلې، تر څو هغه دردونه اوکړاوونه یې هیر شي چې ظالمانو پرې کول، یا اصلا په کړاوونو او دردونو ونه پوهېږي.

که فکر وشي، معمولا کله چې یو څوک په ستونزو کې وي، په کړاوونو کې وي، په غم او درد کې وي، په داسې حال کې چې څوک غمرازۍ ته ورته راشي،  کړاو، غم او درد یې سپکېږي، دا هغه وخت چې انسان بل انسان ته د غمرازۍ لپاره ور شي، خو کله چې ملایکې او هغه هم د الله تعالی له لوري یو چا ته ورځي، پوښتنه یې کوي، مرسته ور سره کوي، آیا دردونه او غمونه به یې نه کمېږي؟

په یادو روایاتو کې یو د پام وړ ټکی دا دی چې کله به ظالمان له بې بې آسيې رضي الله عنها څخه لیرې شول، ملایکې به ورته راغلې او خپلې وزرې به یې پرې وغوړولې، یعني د ظالمانو په شتون کې به یې وزرې نه پرې غوړولې، کېدای شي لامل یې دا وي چې په ظالمانو د ملایکو د وزرو سیوری ونشي،  او د الله له رحمت نه لیرې پاتې شي، ځکه هغوی به پرې لګیا وو، کړوله به یې.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] صحیح البخاري، باب حدثنا علي بن عبد الله. و باب ظل الملائکة علی الشهید. صحیح مسلم، باب فضائل عبد الله بن عمرو بن حرام، والد جابر رضی الله عنهما.
[2] – عمدة القاري، باب الدخول علی المیت بعد الموت.
[3] – فتح الباري، قوله باب ما یکره من النیاحة علی المیت.
[4] – شرح البخاري لابن بطال، ج، ۹، ص: ۳۶.
[5] –  تفسیر ابن جریر الطبري، سورت التحریم، آیت: ۱۱، الحاكم (3793) وصححه، وأبو نعيم في الحلية (1/206) وابن أبي شيبة (8/178) ، والبيهقي في شعب الإيمان (1588) ، وصححه الألباني في الصحيحة ( 6/7   (.
[6] – أخرجه أبو يعلى في ” مسنده ” ( 4 / 1521 – 1522 و قد أورده السيوطي في ” الدر المنثور ” ( 6 / 245 ) موقوفا أيضا ، و قال : ” أخرجه أبويعلى و البيهقي بسند صحيح عن أبي هريرة “. ثم عزاه لعبد بن حميد عن أبي هريرة موقوفا أيضا نحوه . و قال الحافظ ابن حجر في ” المطالب العالية ” ( 3 / 390 ) :” صحيح موقوف ” قال الهيثمي في مجمع الزوائد (4/193) رواه أبو يعلى ورجاله رجال الصحيح ، وصححه الألباني في الصحيحة (2508 )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x