شعـــــرونه

درتللی نشم

سید الهام

مکړه څارترلمرخاته در تللی نشم
بس درټول دي که باڼه درتللی نشم

څه په تااو څه رویبارباندي شکمن یم
ګله نور په تکیه زړه در تللی نشم

د پخواپه څیر کنډوته نه درګورم
د پخوا په څیر تر وره در تللی نشم

چي په تاټکوریدل اوس هغه واړه
پرهرونه شول پاخه درتللی نشم

بهانې مي له ازله عادت ندي
نه مي کار نه میلمانه درتللی نشم

د مرګي حالت په ژوندراباندي راغی
ته تنها پاته يې زه درتللی نشم

ته پخپل ګریوان کي وګوره الهامه!
چي دا زه درته په څه درتللی نشم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x