Psychological comfort

راحت څنګه حاصل کړو؟ دعبدالله بن مبارک کيسه

دعبدالله بن مبارک کيسه

عبدالله بن مبارک چې سترفقيه، محدث، بزرګ اوصوفي وو دامام ابوحنيفه رحمه الله هم عصر او د ده له شاګردانوڅخه دی، نوموړی ډېرمالدار، دولت مند او خورا آزاد طبيعته انسان وو، زمکې يې لرلې جايدادونه اوباغونه يې لرل مګرنه يې له علم سره څه تعلق درلوداونه له دين سره، شراب يې په خپله هم څښل نوروته يې هم ورکول.

يوه ورځ يې دخپلومڼوپه باغ کي چې نورپه پخېدو وو، دېره جوړه کړه ګڼ ملګري يې ورسره کړل ترڅوتازه تازه مڼې وخوري اوتفريح وکړي، هلته يې ډول ډول خوراکونوپخول، تازه مڼې يې خوړلې دشرابونواوکبابونوبازارهم ښه ګرم وو، يوه ورځ يې له خوراک څښاک وروسته دموسيقي فروګرام پيل کړ، ( عبدالله بن مبارک په خپله هم تکړه سازغږونکی وو ) په ډوډۍ موړ، دباغ په بهترين ماحول، دملګروپه خوندورمحفل کې او د شرابوپه نشه کي يې ستارته لاس کړاوپه غږولويې پيل وکړترڅوپرې خوب غالبه شو او ويده شو، کله چې يې بياسترګي خلاصي شوې په لاس کي يې ستاروليد او بيايې دغږولوهڅه وکړه خوستارهيڅ غږ نه کاوه، تارونه يې وکتل سم يې کړل اوبيايې دغږولوکوشش وکړمګرله ستاره يې غږ نه راووت، درېيم ځل يې ستار غږولوته اماده کړاوپه غږولويې پيل وکړخوداځل دترنګ اوموسيقي په ځای ترې دقرآن کريم ديو آيت کريمه اواز راووت، هغه آيت کريمه دادی.

} الم يأن للذين آمنوا ان تخشع قلوبهم لذکرالله ومانزل من الحق {(الحديد: ۱۶)

يعني ايامؤمنانوته هغه وخت نه دی راغلی چې زړونه يې دالله جل جلاله يادولوته نرم شي (ووېرېږي) او الله تعالی چې کومه حقه خبره نازله کړې دهغې په وړاندي يې زړونه نرم شي، آيااوس هم ددې وخت نه دی راغلی؟

دغه اواز يې له ستاره راووت، په هرتقدير الله جل جلاله چې کوم بنده دځان لورته راکاږي نوداسي غيبي وجه ورته پيداکوي.

کله چې يې له ستاره دغه اواز واورېد په همغه شېبه يې د زړه دنياګۍ بدله شوه اوپه ژبه يې پورتني ايت ته په لاندي آيت کريمه ځواب ووايه.

} بلی يارب قدآن {(اې الله هغه وخت راغلی ده) سمدستي يې له سازغږولو، شرابو او ناوړه اعمالو نه توبه وايستله اوبيايې په زړه کي دعلم حاصلولوشوق پيداشو اوپه علم حاصلولويې پيل وکړ وروسته ترې داسي غټ عالم جوړشوچې په حديثوکي دلوړي درجې امام شو، دامام ابوحنيفه رحمه الله دشاګردي وياړيې هم په برخه شو.

اوس دعبدالله بن مبارک قول په حديثوکي هم دحجت درجه لري، په فقه کي هم حجت دی اودصوفيانوسترامام هم شو.

دعبدالله بن مبارک لوړمقام

دعبدالله بن مبارک په يوه کيسه کي راځي چې يوه ورځ هارون رشيدپه بغدادکي دخپل محل په يوبرج کي له خپلي ښځي سره ناست وو، ماښام وخت وو، هارون رشيد دښار له فصيل نه بهردخلکو شور واورېد، بادشاه دخطراحساس وکړچې هسي نه په ښارباندي يې دښمن حمله نه وي کړي، ژر يې يوسړی ولېږه ترڅومعلومه کړې چې داڅنګه شوردی.

کله چې سړی بيرته راغی شوهارون رشيدته يې وويل چې نن عبدالله بن مبارک زمونږښار ته تشريف راووړ اوخلک يې استقبال ته وتلي وو، عبدالله بندمبارک چې راورسېدوپرنجېدالحمدلله يې وويل اوخلکويې په ځواب کي يرحمک الله وويل، دادهغه شور وو.

دهارون رشيدښځي چې دغه حال واورېدنوهارون رشيدته يې وويل، هارون ! ته پوهېږې چې غټ باچايې اوپه نيمه دنياموحکومت چلېږي مګرريښتيني خبره خوداده چې باچايي ددې خلکوده اوپه حقيقت کي دغه خلک باچايان دي چې دخلکوپه زړونوحکومت کوي، دغه خلک عسکروپه زور نه دي راټول کړي بلکه دا دعبدالله بن مبارک محبت دی چې دومره خلک يې دلته راجمع کړي دي.

بهرحال الله جل جلاله عبدالله بن مبارک ته دغه لوړمقام ورکړی وو.

عبدالله بن مبارک او دراحت حاصلول

عبدالله بن مبارک رحمه الله وايي چې داسي وخت راباندي تېرشوی چې له لويولويومالداروخلکوسره کېناستم ولاړېدم، هروخت به ورسره وم اوله دوئ سره مي خوړل څښل مګرهغه وخت مي دا حال وو چې ښايي له مانه به هيڅوک زيات په تکليف اورنځ کې نه وو، ځکه چې زه به دهرملګري کورته تلم، ليدل به مي چې کوريې له مانه ښه دی، زه په خپل آس ډېرنازېدم چې ترټولوښه سوارلي لرم خوچې ديوملګري کورته به ورغلم وبه مي ليدل چې آس يې زماله آس نه ډېراعلی، عمده اوښه دی، بازارته به لاړم ترټولوقېمته اواعلی رخت به مي واخيست مګرکله به چې دبل ملګري کورته لاړم وبه مي ليدل چې له مانه يې زيات اعلی لباس په تن دی، لنډه داچې هرڅای ته به لاړم له خپل مال نه به مي ښه شيان له خلکوسره ليدل، دچاکورښکلی، دچاکالي ښايسته اودچاسوارلي عمده اواعلی.

وروسته مي له داسي خلکوسره ناسته پاسته پيل کړه چې ډېرمالدارنه وو او عام خلک وو، ددې نتېجه داشوه چې ارام او راحت مي وموند، ځکه چې دهرچاکورته به تلم اودده دحالاتوپه مقابل کي به مي خپل حالت ته کتل نوليدل به مي چې زماکورترې ښکلی دی، آس مي ښايسته اوقوي ده اوکالي مي هم له هغه نه ښکلي دي، په دې سره به مي دالله جل جلاله شکراداکړچې يا الله! تاله ده نه بهتراواعلی مال راکړی دی.

دې ته قناعت وايي، که دغه قناعت حاصل نه شي نونه يوازي به انسان ټول ژوند د دنياپه ترلاسه کولوکي په منډوترړو مبتلاوي بکله راحت به يې هم نصيب نه شي.

—————–

تقریر: حضرت مولانا مفتي تقي عثماني صاحب

ژباړه: احمد ګل ریان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د