خبرونه

د باميانو د روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د باميانو د مرکزي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو وروسته له هغې په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې د پوليسو د يوه افسر له لوري ددغه روغتون يو ډاکټر، دوه نرسان او دوه ساتونکي وډبول شول.

د روغتون رئيس ډاکټر سليم نيکپی رسنيو ته ويلي چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوه چې دوی يې له امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی.

ښاغلي نيکپی وويل چې دشپې په ۹ بجو د يوې ترافيکې پېښې له امله چې د فولادي په سيمه کې رامنځته شوې وه د يو تن مړي جسد او دوه ټپيان روغتون ته راوړل شوي وو چې له امله يې دغه تاوتريخوالی رامنځته شو.

نوموړي وويل چې پولیس افسر روغتون ته له راتګ سره سم د يوه ډاکټر په ګډون دوه تنه نرسان او دوه تنه د روغتون محافظين په وډبول او هوايي ډزې يې هم وکړې چې له امله يې د روغتون په نورو ناروغانو او روغتیايي کارکوونکوترمنځ هم يې ويره خپره شوه.

د روغتون دغه مسؤل ويلي چې په ترافيکي پېښه کې د ژوبل شوي کس د تداوۍ امکانات د دوی په روغتون کې نه و نو ځکه يې ژوبل شوی کس د کابل روغتون ته لېږلی دی.

ډاکټر سليم وويل تر هغې چې د روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو امنيت خوندي شوي نه وي کاري اعتصاب به يې دوام ولري.

بل لور ته د باميانو امنيه قومندان مل پاسوال عبدالمبين دغه پېښه تائيد کړه او ويلي يې دي چې د پولیسو نوموړی افسر د نشې په حالت کې روغتون ته ننوتی او روغتيايي کارکوونکي يې وهلي دي.

هغه ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي او له بشپړېدو وروسته به اړوندو ادارو ته ولېږل شي.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې روغتيايي کارکوونکي له دا ډول تاوتريخوالي سره مخ کيږي مګر له دې وړاندې هم په افغانستان کې له ډاکټرانو او ژورناليستانو سره دتاوتريخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د کندوز په ملکي روغتون د امريکايي ځواکونو د هوايي بمبارۍ له امله د روغتون د کارکوونکو او ډاکټرانو په ګډون ګڼ شمېر ناروغان او پيوازان هم ووژل شول. چې د روغتون مسؤلين لاهم د پېښې د کره څېړنې له پاره پر خپل کاري اعتصاب پاتې دي خو د کره څېړنو څرکونه نه ليدل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x