
د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په سرحدي پوستو د وروستيو بريدونو له امله په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی دی.
د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشرانو د انګور اډه په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړه شوې دروازه رسماً پرانستله چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ جکړه وشوه چې د تېرې ورځې تر ماښامه پورې وغځېده.
په هغه جګړه کې چې د دواړو لوريو څخه پکې سپکې او درنې وسلې هم وکارول شوې د دريو افغاني سرتېرو ترڅنګ يو ماشوم هم ټپي شوی و.
ديادې دورازې کارونه نږدې شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو چې تېره مياشت پای ته ورسېدل او دشنبې په ورځ د پاکستاني لوړ رتبه نظامي چارواکو له لوري رسماً پرانستل شوه.
که څه هم له دې وړاندې د افغانستان مسؤلو چارواکو د پاکستان ددغه اقدام په اړه غږ نه و پورته کړی خود افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې تېر ماښام يې په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني نن په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل چې د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير پرون ماښام احضار کړی دی.
احمد شکيب مستغني وويل چې د پاکستان سفير يې د پکتيکا د شکين ولسوالۍ په انګور اډې سيمه کې د سرحدي پوليسو په پوستو د بريدونو له امله احضار کړی چې د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه پرې پاکستانيو پوځيانو بريدونه کړي دي.
مستغني وويل چې په دغو بريدونو کې د سرحدي پوليسو يو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان شي دي.
هغه وويل چې د پاکستان سفير ته يې په دې اړه د خواشينۍ او اعتراض ترڅنګ ګواښ وکړ چې ژر تر ژره دې د داډول بريدونو مخه ونيسي.