افغانستان

ناڅرګندو بريدګرو کابل کې يوه ښځه ووژله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې ناڅرګندو بريدګرو يوه ښځه ووژله.

د کابل امنيتي مسؤولين د دغې پېښې پخلی کوي او زياتوي، چې نن سهار نهه بجې دوه ناڅرګند وسله وال په موټر سايکل سپاره وو، چې کارته نو سيمه کې يې پر يوې ښځې ناتاره ډزې پيل کړې او ځای پر ځای يې ووژله.

بريدګر د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

پوليس وايي، چې د بريدګرو پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه يې څوک په دې تور نه دي نيولي.
د وژل شوې ښځې هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده، چې د نور هېواد په څېر پلازمېنه کابل کې امنيت ورځ بلې مخ پر خرابېدو دی او خلک له سختې نا امنۍ سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونه او زور واکي د کابل په نا امنيو کې لاس لري، د خلکو کورونه او شتمني لوټي او چې څوک يې مخالفت وکړي، په مرګ ګواښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x