
المان کې د بمي چاودنو د اوازو له امله د فوټبال لوبه لغوه شوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د المان د هانورو ښار د فوټبال په لوبغالي کې د المان او هالينډ هېوادونو تر منځ کېدونکې لوبه د بمي چاودنې د اوازو له امله لغوه شوه.
ورورسته له هغې چې د لوبې پيل ته لا دوه ساعته وخت پاتې و، د فوټبال لوبغالی له نندارچيان ډک و خو د هانورو د پوليسو مشر وايي چې دوی ته د جدي امنيتي خبرونو او دچاودنو د کېدو خبر وروسېد نو ځکه يې د لوبې له پيل څخه دوه ساعته مخکې نندارچيان له لوبغالي ووېستل.
ټاکل شوې وه چې ددغې دوستانه لوبې نندارې ته د المان لومړۍ وزيره انګلاميرکل هم ورشي.
د چاودنو له اوازو وروسته د لوبغالي او شاوخوا سيمو د امنيت د ټينګښت په خاطر امنيتي ځواکونه د تيارسۍ په حالت کې دي.
د المان د کورنيو چارو وزير وايي چې لوبه یې ځکه لغوه کړه چې دا مهال المان او اروپا له جدي امنيتي ګواښونه سره مخ ده او هره شيبه د يوې امنيتي پېښې د رامنځته کېدو وېره ده.
د بمي بريدونو د راپورونو وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړې او پلټلې ده خو کوم چاودېدونکي توکي يې نه دي موندلي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په برسلز کې د بليجيم او اسپانيا ترمنځ د فوټبال لوبه د امنیتي ويرې له امله لغوه شوې وه.
په پاريس کې د تېرې جمعې د ورځې له برېدونو وروسته اوس اروپايي هېوادونو د نورو ورته پېښو په اړه په اندېښنه کې دي چې کيدای شي د پاريس په څېر بريدونه د اروپا په نورو هېوادونو کې هم رامنځته شي.
نن هم له امريکا څخه فرانسې ته تلونکې دوه الوتکې له دې امله له پروازه پاتې شوې چې په کې د بمي چاودنو د رامنځته کېدو ويره ښودل شوې وه.