خبرتیاوی او پیغامونه

عزيز التفاسير په دريم ځل چاپ شو

عزيز التفاسیر، چې په ۲۰۰۸م کال کې په لومړي ځل چاپ او خپور شوی، له نيکه مرغه د دريم ځل لپاره له چاپه راووت.
دا کتاب چي د مولوی سلطان عزيز عزيز په زيار ليکل شوی، په پښتو ژبه کې د قران کريم يو هر اړخيز او مفصل تفسیر ګڼل کيږي، چې د ديارلسو ټوکونو او نږدي اوه نيم زره مخونو درلودونکی دی او له ۱۴۷معتبرو علمي سرچينو نه په کې استفاده شوی. د آیتونو تفسیر يې د احاديثو او آثارو په رڼا کې کړی او له اسرائیلیاتو او کمزورو خبرو څخه يې ډډه کړې.

په ترجمې او تفسير سربيره، د لوستونکو د پوهې مختلفو کچو په پام سره، ځای په ځای عقيدوي او فقهي احکام، د نزول اسباب، د کليمو لغوي او اصطلاحي معناګانې، صرفي او نحوي تحليلونه، عبرتناکي کیسي، د قران په رڼا کې په مختلفو معاصرو پيښو تبصري او د افغاني ټولني ځينو ستونزو ته کتنې هم له ځان سره لري. د کتاب په دريم چاپ کې ځيني سمونې هم شوی.
د کتاب د ترلاسه کولو پته:
رشيدیه کتابخانه، صدف پلازه، محله جنګي، عقب قصه خواني، پيښور. د تليفون شميره: ۰۹۱۲۵۶۵۵۳۸
د دې تر څنګ د کابل، کندهار او نورو ښارونو له ځينو کتابخانو هم ترلاسه کيدلی شي.
د نورو معلوماتو لپاره لاندې پتی وکاروئ:
د برېښناليك پته: azizultafasir@gmail.com
د ګرځنده تليفون شميره: ۰۳۰۰۵۸۴۶۳۵۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x