نړۍ

د پاريس شمال کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د فرانسې پلازمېنې شمال سان دوني کې د امنيتي ځواکونو او شکمنو بريدګرو تر منځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

فرانسوي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د پاريس د وړمې ورځې د بريدونو اصلي طراح عبدالحميد اباعود د نيولو په موخه د عملياتو پر مهال دوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

رويټرز خبري اژانس د پاريس امنيتي سرچنيو له قوله ليکلي، چې په دغو عملياتو دوه شکمن بريدګر وژل شوي، چې يو يې د پوليسو په ډزو او يوې ښځې له چاودېدونکو توکو خپل ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه.

پاريس کې د الجزيرې خبريال محمد البقالي وايي، چې اوس هم د سپکو او درنو ډزو اوازونه اورېدل کيږ، جګړه روانه ده او په يو کور کې يو شمېر وسله والو پناه اخيستې، چې شمېر يې نه معلوميږي.

د رسنيو له قوله، د دوه اړخيزو ډزو له امله وسله والو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، مګر کره شمېر معلومول يې ستونزمن دي.

تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې ۲۸ کلن اباعود، چې د پاريس د بريدونو طراح پېژندل شوی، په دغه کور کې موجود دی کنه.

فرانسوي رسنۍ وايي، چې سلګونو پوليسو د پاريس شمال سان دوني سيمه کلابنده کړې او د شکمنو بريدګرو د نيولو په موخه يې له سهار راهيسې پراخ عمليات پيل کړي دي.

د څارونکو په وينا د امنيتي ځواکونو هڅې له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې په کلابند کور کې تجربه لرونکي وسله وال دي او په ډېر مهارت له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي، چې د څو ساعتونو په تېرېدو لا هم امنيتي ځواکونه دغه کور ته په ننوتو نه دي توانېدلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه، چې نن سهار فرانسوي حکومت د بېړني حالت د لا غزولو پرېکړه اعلان کړه او خپلو هېوادوالو ته يې امر کړی، چې امنيتي حالات لا هم ډاډمن نه دي او دوی بايد په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x