افغانستان

امریکايي جګپوړی جنرال دخپل منصب څخه په استفادې غیر شرعي اړیکي ساتلي

نن ټکی آسیا: امریکايي چارواکي وايي چي د امریکايي فوځ یو لوی جنرال باندي د جنسي تیریو تور لګېدلی، او په را روان کال به په همدې تورونو په عسکري محکمه کي دقاضي مخي ته ودریږي.

جګپوړو چارواکو خبر ورکړی چي جنرال جیفري سنکلیر خپل تر قیادت لاندي د ښځو سره په بد چلند او جنسي تیري باندي تورن دی.

نومړی جنرال په افغانستان کي د خپلي دندي پرېښودلو ته مجبوره کړل شوی، او بیرته امریکا ته وروسته تر هغه لیږل شوی، کله چي پر نومړي تور ولګېد چي د څلورو فوځي میرمنو او یوې ولسي ښځي سره یې د خپلي دندي پر مهال د خپل منصب څخه د استفادې په توګه غیر شرعي اړیکي ساتلي دي.

ددغو ښځو څخه یوې ویلي چي د تیرو درو کلونو څخه جنرال جیفري د دې سره تر تهدید لاندي جنسي اړیکي ساتلي دي.

خو جنرال ویلي چي دغه علاقې یې د پنځو سره ښځو په رضا وې، او یوه یې هم نه ده تهدید کړې.

توقع کیږي چي پر نومړي به په راتلونکي جنوري میاشت کي د محکمې له خوا ۹ تورونه ولګیږي چي په هغو کي د کشرانو فوځیانو سره لواط او بد فعلي او همداسي تر ځان ټیټ جګ پوړو ضابطانو نارینه او ښځو سره بدفعلي او جنسي اړیکي شاملي دي.

باید وویل شي چي څو ورځي وړاندي د رویترز له خوا په یوه تحقیق کي د هغه میرمنو په اړه راپور خپور شوی وو چي د افغانستان ملي فوځ یا ملي پولیسو کي دنده لري، په راپور کي راغلي وه چي دغه ښځي د پولیسو یا فوځي جنرالانو او هم منصبانو له خوا د بد چلند او جنسي تهدید سره په دوامداره توګه مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x