
ارګ د ننګرهار پوهنتون د قضيې د څېړنې لپاره پلاوی استولی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د ننګرهار پوهنتون پر لیلیه بريد وکړ او ۲۷ محصلین يې له ځان سره یووړل، د دې قضيې د څېړنې په موخه دې ولایت ته یو پلاوی لېږلی دی.
په دې پلاوي کې چې د ګډ حکومت د ګلخانې ماڼۍ ستر سلاکار قمر الدين شينواری، د ملي دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست، لويې څارنوالي او کورنیو چارو وزارتونو استازي شامل دي، نن جلال اباد ته رسېدلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې دې پلاوي د موضوع اړوند د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره ليدلي او هغه ورته تر لاسه کړي معلومات سپارلي دي.
د روانې مياشتې په اوولسمه نېټه د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلینو په پوهنتون کې د نوي رییس ببرک مياخېل له لوري د حجاب ضد څرګندونو، د استادانو د غیر حاضرۍ او د بدل اعاشې د نه ورکړې له امله لاریون وکړ، چې د ننګرهار پوهنتون چارواکو لاريون کوونکي په جنګي ډلو پورې تړلي وګڼل او له هغوی سره د شعارونو د لېږد لپاره سپینې، تورې او زرغونې ټوټې يې د دې خبرې ثبوت ګاڼه.
تېره شپه د ننګرهار امنیتي مسوولینو د ننګرهار پوهنتون د رییس په غوښتنه د لیلیې پر ودانۍ عملیات ترسره کړل چې ۲۷ تنه د لرې ولایتونو مسافر محصلین يې له ځان سره یووړل.
په ننګرهار پوهنتون کې د انجنیري پوهنځي یو تن محصل د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته ویلي چې نوي رییس ښځينه محصلینو ته ګواښ کړی چې تر راتلونکو ازموینو پورې باید چادري لرې کړي، کنه ناکامې به پاتې شي.
د سرچينې په وینا ببرک مياخېل دا هم ويلي چې د لیلیې په مسجد کې د مازیګر له لوري د محصلینو تر منځ د نبوي سیرت او تفسير لپاره دینې حلقې هم باید وتړل شي.
که څه هم د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې له دوی سره په لیست کې لا هم داسې محصلین شته چې باید زنداني شي، خو د ننګرهار پوهنتون محصلینو ګواښ کړی چې که نیول شوي محصلین را خوشي نه شي دوی به درسي اعتصاب وکړي او د مدني حرکتونو په وسیله به خپل غږ پورته کړي.