ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۲۷) – صبر وکړه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

صبر وکړه!

په صبر سره ځان ښایسته کول، د هوښیارو خلکو خوی دی، هوښیار خلک د سینې په پراخوالی، صبر او غښتلې ارادې د ژوند ټولو سختیو ته ماتې ورکوی، نو ما او تا که صبر ونه کړو، نو له لاسه به مو څه وشي!؟

ایا زموږ لپاره د ستونزو په ځواب کې له صبر کولو پرته بله د حل لاره شته؟ ایا له دې بله ښه توښه موندلای شو؟

د پخوانۍ زمانې یو لوړ رتبه کس، چې په خپل ژوند کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېده او دا نړۍ ورته د مصیبتونو د مقابلې یو ډګر جوړ شوی وو، هر کله به چې د یوې ستونزې له مقابلې څخه وزګار شو، بل مصیبت به ورته مخه کړې وه؛ خو ده په ټولو حالاتو کې ځان الله تعالی ته ورسپارلی وو، هغه د خپل حال په اړه وایې:
” هوښیار خلک د زمانې له پېښو سره همداسې مقاومت کوی. ”

څه خلک د ابوبکر صدیق رضی الله عنه د ناروغۍ پوښتنې ته ورغلل او ورته یې وویل: ایا ستا لپاره طبیب راوبلو!؟

ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته ځواب ورکړ:

طبیب لیدلی یم.

دوی وویل: نو څه یې درته وویل؟

هغه ځواب ورکړ: طبیب وویل، چې زه د هر څه کوونکی یم.

له نیکو خلکو څخه یو تن ناروغه شو، چا ورته وویل: تاته څه تکلیف دی، او د څه شی له امله درد در رسېږی؟

هغه په ځواب کې وویل:

تموت النفوس باوصابها
ولم یدر عوادها مابها
وما انصفت مهجة تشتکی
اذاها الی غیر اجابها

” نفسونه پر هغه څه ناروغه دی، چې ورته رسېدلی دی، خو خلک پرې نه پوهېږی، او دا انصاف نه دی، چې ته خپل شکایت هغه چاته کوې چې قبلولای یی نه شی. ”

صبر کوه، ځکه د صبر توفیق یوازې الله تعالی ورکوی، نو له الله تعالی څخه توفیق وغواړه، پر الله تعالی باور وکړه، او د مصیبت په بدل کې له الله تعالی نه د اجر په هیله اوسه، هر کله چې پر تا مصیبتونه راګڼ شی، نو باور وکړه، چې د الله تعالی مرسته او له مصیبتونو څخه وتل په صبر پورې تړاو لری، او په هرې سختۍ پسې اسانتیا وی.

ما د پخوانیو مشرانو تاریخ لوستی دی، د هغوی صبر د حیرانتیا وړ دی، په دوی به مصیبتونه د باران د څاڅکو په څېر را روان وو؛ خو دوی یې په مقابل کې پوره صبر کړی، او په خپل صبر یې ټولو پېښو ته ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x