خبرونه

د څار نړيوال سازمان: پاکستان دې د پوليسو له لوري د افغان کډوالو ځورول بند کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د بشري حقوقود څار سازمان په يوه تازه راپور کې ويلي چې پاکستاني چارواکي دې د پوليسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند مخه ونيسي.

دبشري حقوقو په دې نوي ۳۷ مخيز راپور کې چې د «ته دلته څه کوې؟ د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني پوليسو ځورونې» په نامه خپور شوی ويل شوي چې پاکستاني پوليس افغان کډوال له دې امله ځوروي تر څو يې اړ کړي چې خپله هېواد ته ستانه شي.

د راپور په وينا تېرکال د پاکستان په پېښور ښار کې وروسته له هغې چې په يوه پوځي ښوونځي بريد وشو او نږدې ۱۵۰ تنه زده کوونکي په کې ووژل شول، په ټول پاکستان کې دافغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ تېزه شوې ده.

دبشري حقونو دڅار سازمان په راپور کې راغلي چې له دې پېښې وروسته ګڼ شمېر افغان کډوال له پاکستان څخه ووتل چې ځينې يې خپل هېواد او ځينې نورو يې اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ لاره خپله کړه.

د اسيا له پاره د دغه سازمان مرستيال «فيلم کين» د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پوليسو د ځورولو د مخنيوي له پاره جدي اقدامات وکړي.

په دغه راپور کې د يو شمير هغو افغانانو سره خبرې او مرکې شوي چې له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي چې په دغو راستنو شويو کډوالو کې زيات شکايتونه د پاکستاني پوليسو د ځوروني ثبت شوي دي.

تېر کال د دسمبر په ۱۶ مه نېټه د پېښور په پوځي ښوونځي د بريد له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول په بې سارې توګه زيات شول.

د پېښور د ښوونځي له بريد وروسته پاکستاني امنيتي ځواکونو د پاکستان په بېلابېلوښارونو کې د افغان کډوالو په نېولو پېل وکړ چې له امله يې افغان کډوال په پاکستان کې له اوسېدو زړه توري کړل.

ددې ترڅنګ د افغان کډوالو په کورونو او استوګن ځايونو چاپې او تلاشي هم هغه څه دي چې د افغان کډوالو ژوند يې تريخ کړی دی.

په افغانستان د شورويانو له يرغل وروسته نږدې ۵ ميليونه افغانان پاکستان ته مهاجر شول چې وخت په وخت بېرته خپل هېواد ته ستانه شول چې اوس نږدې يو نيم ميليون افغان کډوال په پاکستان کې پاتې شوي دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په مالي مرسته ورته د پاکستان له لوري د اوسېدو کارتونه ورکول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان زيږديز کال د ددسمبر په ۳۱ مه نېټه پای ته رسيږي خو افغان کډوال لا له وړاندې خپل راتلونکې ته اندېښمن دي ځکه چې په تېرو کلونو کې هم د کارتونو د مودې له پاي ته رسېدو وروسته افغان کډوال ددغه هېواد د پولیسو له لوري له سختو ځورونو سره مخ شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

هی بدا پولیسه له خدایه وویژه دمرگ کومی ته نژدی یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x